د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي انجنیر سید جاوید برهان، د مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي او د نړیوالو او عامه اړیکو ډیپارټمنټونو مسؤلینو په چک جمهوریت کې د افغان سوداګریز اتاق مرستیال ښاغلي فواد نادري سره د لیدنې په ترڅ کې د شتو پانګه ایزو فرصتونو او ګډو همکاریو په اړه خبرې وکړی او د دواړو اتاقونو ترمنځ تفاهملیک یې لاسلیک کړ.
ښاغلي برهان ښاغلي نادري ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، په افغانستان کې د شتو پانګه ایزو فرصتونو په اړه خبرې وکړی او د چک خصوصي سکتور او د دوی له لارې يې په افغانستان کې د اروپایي پانګه اچونو غوښتنه وکړه. سربیره پردی، يې د هېواد د خصوصي سکتور څخه د زیربنايې پروژو په تطبیق کې د مرستې او همکارۍ غوښتنه وکړه.ښاغلي نادري د چک جمهوریت شتو امکاناتو او وړتیاوو په ځانګړې توګه د تخنیکي توکو، کرنیزو ماشین آلاتو، درملو او په دی برخه کې د نوموړي هېواد د تجربو په اړه د خبرو کولو ترڅنګ، ډاډ ورکړ، چې د پانګو د جلب او د دواړو اتاقونو اړیکو د غښتلتیا په برخه کې به خپلې هیڅ ډول مرستې ونه سپموي.
د ناستې په ترڅ کې دواړو لوریو موافقه وکړه، چې د همکارۍ تفاهملیک پر بنسټ به سوداګریز تواصل کنفرانسونه، په چک جمهوریت کې د افغاني محصولاتو نندارتون او په افغانستان کې د چک جمهوریت تولیداتو نندارتونونه په لاره واچول شي او همکارۍ تفاهملیک د ښاغلي برهان او ښاغلي نادري له لوري لاسلیک کړی شو.
دواړو لوریو د افغان – چک او افغان - اروپا ګډو سوداګریزو اتاقونو رامنځته کیدو، سوداګریزو ناستو او په افغانستان کې د بهرنیو پانګه اچونو په جلب ټینګار وکړ.
ښاغلي عطايي ګډون کوونکو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، وویل "د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق تل هڅه کړی، چې د هنګ صادروونکو ته په هېواد کې دننه د هنګ محصولاتو ازمایشت زمینه برابره کړي."
ښاغلي عطايې وویل "د هندوستان سره د افغانستان د صادراتو کچه ترټولو زیاته ده. د وچو او تازه میوو سکتور کې د پراختیا او لازمو آسانتیاوو رامنځته کولو لپاره باید د افغان – هند ګډ سوداګریز اتاق تأسیس کړی شي."
پدې آنلاین ناسته کې، دواړو لورو د دواړو هیوادونو تر منځ د اوږدمهاله سوداګریزو اړیکو، د سوداګرۍ پیاوړتیا او پراختیا، په افغانستان کې د ایراني پانګه اچوونکو پانګه اچونو او په ایران کې د افغان پانګوالو پروړاندې د شتو ستونزو په اړه خبرې اترې وکړی او په له منځه وړلو يې ټینګار وکړ.
ښاغلي هوتک د خپلو خبرو په جریان کې وویل "اتاق به په نږدی راتلونکی کې د هنګ له نمونه ګیرۍ شرکتونو سره تفاهملیک لاسلیک کړي او سوداګر به له دی وروسته د هنګ د ځنډني آزمایښت سره مخ نشي."
ښاغلي عطایي په کابل کې د ایران سفارت نوې سوداګریزې آتشې ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د دواړو هیوادونو ترمنځ د اوږدمهاله سوداګریزو اړیکو پراختیا او د سوداګرو شتو ستونزو ته د پای ټکي کیښودلو په برخه کې د ایران سفارت سوداګریزې آتشې همکاري له اتاق او خصوصي سکتور سره اړینه وبلله.