د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار، د اتاق مدیره پلاوي پانګه اچونې مرستیال ښاغلي سلطان محمد صافي، د اتاق مدیره پلاوي غړي او د تیلو تخصصي کمېټې رئیس ښاغلي جان آقا صادقي او د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايې د ایران سفارت سوداګریز چاروال ښاغلي سید ابراهیم حسیني سره د یوې آنلاین ناستې په ترڅ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا او د تیلو سوداګرو شتو ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي عطايې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق ته د ښاغلي حسیني راتګ یو نیک ګام وباله او د تیلو او اوبلن ګاز واردوونکو سوداګرو شتو ستونزو، سوداګریزو اړیکو پراختیا او د ایران اسلامي جمهورت له لوري افغان تیل واردوونکو ته د لازمو آسانتیاوو برابرولو په اړه خبرې وکړې.
 
ښاغلي حسیني د اتاق مشرتابه پلاوي څخه د دی ناستې تنظمیولو په تړاو مننه وکړه او هیله يې څرګنده کړه چې دواړه هېوادونه به د شتو فرصتونو څخه په ګټې اخیستنې سره، د سوداګریزو اړیکو پراختیا او ګډو پانګه اچونو په برخه کې بنسټیز ګامونه پورته کړي.
 
ښاغلي احمدیار ښاغلي حسیني ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د ایران اسلامي جمهورت دوامداره همکاریو ستاینه وکړه او زیاته يې کړه چې د ایران څخه د تیلو ستر واردوونکي افغان سوداګر د یو لړ ستونزو سره لاس او ګریوان دي.
 
وروسته بیا د تیلو واردوونکو سوداګرو هر یو جان آقا صادقي، ډاکټر عزیز احمد هاتف، حاجي معراج الدین پرهیز او ډاکټر سید کریم هاشمي د تیلو او اوبلن ګاز سوداګرو ستونزو په اړه خبرې وکړې او د سوداګرۍ پراختیا په موخه، هر یو خپل نظرونه او وړاندیزونه مطرح کړل.
 
ښاغلي حسیني د ستونزو اوریدو وروسته، وویل "شته ستونزې د حل وړ دي، او په کابل کې د ایران سفارت تل هڅه کوي، چۍ یادو ستونزو ته د پای ټکی کیږدي."
نوموړي د تیلو او اوبلن ګاز سترو سوداګرو په پیژندلو کې د اتاق رول اړین وباله او ژمنه يې وکړه چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او د ایران اسلامي جمهوریت ترمنځ د ګډې همغږۍ په پایله کې به د افغان سوداګرو سره د تیلو تړون کولو زمینه برابره کړي.
 
ښاغلي حسیني په افغان پوله کې د تیلو لویې زیرمې رامینځته کول او د پایپ لاینونو له لارې د هغې نښلول هم یاد کړل، او په افغان پانګوالو یې هم غږ وکړ چې د ایران دننه په بیلابیلو سکتورونو کې پانګونه وکړي چې د ایران حکومت لخوا چمتو شوې اسانتیاوې لري.
 
ښاغلي سلطان محمد صافي د ایران سفارت چاروال لخوا د یادو شوو آسانتیاوو هرکلی وکړ او ټینګار یې وکړ چې افغان پانګوالو ته د آسانتیاوو په برخه کې شوې ژمنې باید یوازې شعار نه وي بلکه عملي اړخ ولري.
 
ښاغلي احمد یار، زیاته کړه چې د تیلو لوی سوداګر له ایران څخه د تیلو پیرود لپاره لویو تړونونو ته لیواله دي او د سفارت سوداګریز چاروال څخه یې وغوښتل چې د تیلو او اوبلن ګاز لویو تړنونو ترسره کولو زمینه برابره کړي ترڅو افغان سوداګر وکولی شی د نورو ګاونډیو هېوادونو په څیر د ایران څخه هم تیل او اوبلن ګاز وارد کړي.
 
ښاغلي احمديار وویل چې د تیلو سوداګر لیواله دي، چې د افغانستان-ایران په پوله کې د تیلو لویو زیرمو کې پانګونه وکړي، او یادونه یې وکړه چې دا به د خصوصي سکتور او د افغانستان اسلامي امارت ترمنځ همغږۍ ته اړتیا ولري.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق اجرائیه کمېټې شپاړسمه ناسته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار تر مشرۍ لاندی او د اتاق د مدیره پلاوي د پانګه اچونې مرستیال ښاغلي سلطان محمد صافي، د اتاق د خدماتو مرستیال ښاغلي نصیر احمد عرب، د اتاق د مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د مدیره پلاوي د نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي انجنیر سید جاوید برهان، د اتاق د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايې په ګډون ترسره شوه.
 
په یاده ناسته کې چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس او د مدیره پلاوي ځینو غړیو په آنلاین ګډون درلود، د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي عطايې په اجنډا کې د شاملو موضوعګانو ترڅنګ، د عامل پلاوي راپورونه غونډې ته وړاندی کړل.
 
وروسته بیا هرات ته د تللي کمیسیون راپور ښاغلي شیرین آغا سخي د غونډې ګډونوالو ته وړاندی کړ چې د تفصیلي بحث وروسته د یادې موضوع، د اجرائیه کمېټې او د عامل پلاوي وړاندیزونو په اړه لازمې پریکړې وشوې.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک او د اتاق ستر سلاکار ښاغلي حاجي شرف الدین د میدان وردګو ولایت باغ لرونکو اتحادېې له مرستیال ښاغلي حاجي نصرالله او د مڼو یو شمیر سوداګرو سره د لیدنې په ترڅ کې د دوی د شته ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي حاجي نصرالله او د مڼو سوداګرو، پداسې حال کې چې د دوی د ستونزو هواري په برخه کې د اتاق د دوامداره همکارۍ ستاینه وکړه، د پاکستان حکومت لخوا په مڼو د لوړې تعرفې په اړه يې اندیښنه څرګنده کړه. او دی ستونزې ته يې د پای ټکي کیښودو په برخه کې د اتاق د همکارۍ غوښتنه وکړه.
 
ښاغلي مهمند د سوداګرو ستونزو اوریدو وروسته، د هغو ننګونو او زیانونو یادونه وکړه چې پخوا ورداتي مڼو د باغ لرونکو او د مڼو صادروونکو ته رامنځته کړي وه او زیاته يې کړه چې سږ کال د اسلامي امارت هڅو له برکته د هېواد د مڼو صادراتو په موسم کې به بهرنۍ مڼې هېواد ته نه واردیږي.
 
ښاغلي مهمند وویل "د اتاق هغه پلاوی چې پاکستان ته تللی، د تعرفو راکمولو په برخه کې به د پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي او هڅه به وکړي چې تعرفې راکمې کړي."
 
په پای کې، ښاغلي مهمند د ناستې ګډونوالو سوداګرو سره ژمنه وکړه چې د دوی ستونزې به د سوداګرۍ او صنعت وزارت او د اسلامي امارت له اړونده ادراو سره شریکې او د حل لارې چارې به ورته ولټوي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومی ریس ښاغلي توکل احمدیار د پټرولیم محصولاتو او مایع طبیعي ګاز واردونکو سره په مشورتي غونډه کې، چې د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي په مشرۍ د مالیی وزارت سلاکار انجینر محمد حسن او د ستندرد ملی اداری سرپرست مفتی محمد حامد په حضور کې، د وزارت په مرکزي دفتر کې تنظیم شوې وه پکې برخه واخسته او د نرخونو ډیریدو عوامل په ځانګړي توګه د تیلو نرخونو ، د سوداګرو ستونزې، او د اتاق وړاندیزونه او نظرونه یی مطرح کڔل.
 
ښاغلي احمديار د هیواد په بازارونو کې د تیلو د بیې لوړیدو په اړه وویل: "د تیلو واردات چې پخوا له ایران څخه کیدل د نړۍ د تیلو نرخونو څخه ټیټ و ، او له ایران څخه د تیلو وارداتو کمیدل د قیمتونو لوړیدو باندې خورا ډیر اغیز کړی." هغه زیاته کړه چې د افغانیو پر وړاندې د ډالرو لوړیدل د نفتي توکو بیې هم اغیزمنې کړي دي.
 
د اتاق عمومي ریس زیاته کړه چې د هیواد په بندرونو کې د سوداګرو لوی زیرمو کمیدل او کارول ، کله چې د رژیم بدلون ستونزو له امله واردات بند شوي ، د هیواد بازارونه د پټرولیم محصولاتو کمښت سره مخ کړي. په ورته وخت کې ، د اسلامي امارت د بندر چارواکي اجازه نه ورکوي چې سوداګر وارداتي تیل خپلو لویو زیرمو ته پورته کړي.
 
مصطفی صال: ښاغلي احمدیار وویل چې د تیلو د قیمتونو د لوړیدو یو بل لامل د اسلامي امارت د مالیې وزارت لخوا د ګمرکي تعرفو لوړول وو. هغه په ​​ځانګړي ډول په هیواد کې د مایع شوي طبیعي ګاز قیمت لوړیدو ته اشاره وکړه ځکه چې په نړۍ کې د مایع شوي طبیعي ګاز ډیریدو نرخ او د دې وارداتو کمیدو پورې اړه لري.
 
ښاغلي احمدیار وویل چې یو بل لامل چې د تیلو محصولاتو په بیه یې منفي اغیزه کړې هغه د ایران حکومت لخوا له سوداګرو سره رامینځته شوې ستونزې دي چې دمخه یې د ټیټ نرخ قراردادونه درلودل ، مګر اوس د ایران حکومت پخوانی قیمت نه ورکوي او له بلې خوا سوداګر هم له دې هیواد څخه د خپلو پیسو په ترلاسه کولو کې پاتې راغلي.
 
د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي ریس زیاته کړه چې اتاق د پټرولیم محصولاتو واردونکي هڅوي چې د بازار اړتیاوې پوره کړي او د صنعت او سوداګرۍ وزارت سره په همغږۍ کې نرخونه راټیټ کړي. هغه د صنعت او سوداګرۍ وزیر څخه هم وغوښتل چې په بندرونو او ګمرکونو کې د هیواد د سوداګرو موجوده ستونزو حل کولو کې پوره همکاري وکړي.
 
ښاغلي نورالدین عزیزي، د تیلو او ګازو لوړو بیو ته په اشارې سره، د خلکو او حکومت اندیښنه څرګنده کړه، ویې ویل چې د قیمتونو کمولو لپاره به اساسي ګامونه پورته کڔی شي. هغه زیاته کړه زموږ لومړیتوب د نا سالمه سیالیو مخنیوی او د سوداګرو ستونزې حل کول دي ، د یادونې وړ ده چې دا مسلې په کابینه کې مطرح کیږي او د سوداګرو ستونزې یوه بلی پسی حل کیږي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايې او د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک د افغان ټولنې پراختیا او خوندیتوب مؤسسې له رئیس ښاغلي اسدالله کریمي سره د لیدنې په ترڅ کې د نوموړی مؤسسې د اقتصادي طرحو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
پدې ناسته کې، ښاغلي کریمي د ارزښت اضافه کولو په برخه کې په ځانګړې توګه د باغدارۍ، فارم دارۍ، کوچنیو صنایعو او دا چې څه ډول بازار ته عرضه کړی شي، د نوموړې مؤسسې طرحه د عامل پلاوي سرپرست رئیس سره شریک کړه. هغه د دې انسټیټیوټ میتودونه هم یاد کړل چې د دې انسټیټیوټ کوچني او متوسط تشبث فعالیتونو ملاتړ کوي کوم چې د سیمې هیوادونو په ځانګړي توګه ایران ، هند او یو شمیر نورو هیوادونو کې مثبتې پایلې لري چې په بدل کې یې ښې لاسته راوړنې هم درلودې.
 
ښاغلي کریمي زیاته کړه، دا چې افغانستان یو کرهڼیر هېواد دی، نو د باغدارۍ، فارم دارۍ او کوچنيو صنعتونو په برخو کې پانګوونه اچونې ته اړتیا لري او د دې پروژو د اغیزمنتوب څخه يې ډاډ ورکړ، او په اتاق یې غږ وکړ چې ددی پروژو پلی کولو کې همکاري وکړي.
 
ښاغلي عطایې د یادې مؤسسې د طرحې په تړاو خوښي څرګنده کړه او ژمنه يې وکړه چې په خصوصي سکتور کې به يې د عامه پوهاوي او په مرکز او ولایاتو کې يې به د تطبیق په برخه کې لازمه همکاري وکړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال محمد یونس مهمند او د اتاق د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ۺاغلي میرویس هوتک د اندخوی ولایتي اتاق له رییس ۺاغلي عبدالمجید نیازي سره د لیدنی په ترڅ کی په آقینه بندر کی د سوداگرو شتو ستونزو په اڔه خبری اتری وکڔی.
 
ښاغلي عبدالمجید نیازي ، د اقینه په بندر کې د سوداګرو ستونزی په دی دول بیان کڔی: (پخپله د سوداګرو لخوا جوړو شويو هنگرونو کې د بارولو او کۺته کولو اجازه نه ورکول؛ د ځینې ټرانسپورټي شرکتونو موټرو باندې جبري بار وړل چې د باور وړ ندي او نه یو څوک د پیښې په صورت کې مسؤلیت په غاڔه اخلی؛ او په لویو لارو کی د ترنیپورتی خدمتونو او ۺاروالی نا قانونه پیسی اخیستنه) ۺاغلی نیازي د افغانستان د سوداگرۍ او پانگونی اتاق له مشرتابه څخه وغوۺتل چی د اسلامي امارت اړوندو چارواکو سره په همغگی کی د دوی ستونزو ته د حل لاری چاری ولټوي.
 
ښاغلي محمد یونس مهمند، د اندخوی ولایتی اتاق رییس له وینا اوریدلو وروسته،ژمنه وکړه چی د اندخوی سوداگرو ستونزی به د اسلامي امارت له اڔوندو ادارو سره شریکی او د له منڅه وڔلو په برخه کی به یی کوټلي گامونه پورته کڔي.

مقالات دیگر...