د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په داسی حال کې چې د عامل پلاوي پالیسۍ او تخنیکي مرستیال ښاغلي محمد انور عارفي او د ملي شفاء درملیز شرکت رئیس ښاغلي نثار احمد تره کي هم حضور درلود، د ملي شفاء درملیز شرکت څخه چې یو څه موده وړاندی د اورلګیدنې په پایله کې زیانمن شوی وه، لیدنه ترسره کړه.

ښاغلي نثار احمد تره کي د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال او ورسره ملګري پلاوي د دغه شرکت څخه د لیدنې په ترڅ کې د یاد شرکت د فعالیتونو، تولیداتو او د اور لګېدنې له امله د رامنځته شویو زیانونو په اړه هر اړخیزو معلوماتو وړاندې کولو ترڅنګ، د یاد شرکت د مالي زیان اندازه له  ۵۰۰ زره امریکایی ډالرو څخه زیاته اټکل کړه.

ښاغلي مهمند د ملي شفاء درملیز شرکت تولیدات د روغتیا سکتور لپاره اړین وبلل او اور لګیدنه يې ستر زیان وګاڼه.
نوموړي د نورو تولیدي فابریکو له مسوولینو وغوښتل چې د خپلو فابریکو امنیت ته جدي پاملرنه وکړي او د ورته پېښو مخنیوی وکړي او د هېواد له خصوصي سکتور په ځانګړي ډول له تولیدي سکتور سره د همکارۍ په برخه کې یې د اتاق د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

چهارشنبه، لیندۍ ۸مه، ۱۴۰۲

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د سوداګریزو توکو لیږد، ټرانزیټ او سوداګرۍ پراختیا او په دی برخه کې د بدیلو لارو موندلو په موخه "د واخان دهلیز د سیمې له هېوادونو سره د سوداګرۍ او ټرانزیټ یوه بدیله لاره" جوړ چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک، د اندخوی او هلمند ولایتي اتاقونو رئیسانو، د پکتیا، بدخشان او تخار ولایتي اتاقونو اجرائیوي آمرینو، د ټوکر، تازه میوې، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو اتحادیو رئيسانو او غړو، د هېواد سوداګرو او پانګوالو او کورنیو او بهرنیو رسنیو په کې ګډون درلود.
   
ښاغلي مهمند د دغه کنفرانس ټولو ګډونوالو ته د ښه راغلاست په ترڅ کې د افغانستان د جغرافیایي موقعیت او د ټرانزیټ او سوداګرۍ د پراختیا په برخه کې د شته فرصتونو په اړه خبرې وکړې او د هېواد د اقتصادي او سوداګریزې ودې په برخه کې یې د بدیلو لارو پیدا کول مهم وګڼل.

ښاغلي مومند د واخان ځمکني دهلېز اهمیت او له چین سره د هغه نښلونې ته په اشارې سره زیاته کړه "د واخان ځمکني دهلېز له لارې له چین څخه د وارداتي مالونو لېږد په کم لګښت او په کم وخت کې ترسره کېږي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا بنسټ جوړوِي.
سربېره پردی، دغه دهلېز د منځنۍ اسیا له ځینو هېوادونو او ایران سره د چین او افغانستان د نښلولو نقطه ګڼل کېدای شي.

د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال د سیمې له هېوادونو سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د ښه والي غوښتونکی شو او له دولتي چارواکو یې وغوښتل چې د واخان دهلېز د جوړولو په برخه کې عملي ګامونه پورته کړي.

ښاغلي شیرین آغا سخي په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو د ستونزو په اړه خبرې وکړې او د یادو ستونزو د حل په برخه کې یې د اتاق د هڅو په اړه خبرې وکړې. هغه د هېواد اقتصادي پرمختګ په ترانزیتي لارو پورې تړلی وباله او د یادو لارو په جوړولو کې یې د هېواد د خصوصي سکتور مشرتابه د همکارۍ ډاډ ورکړ.

دغه راز په دې کنفرانس کې د جامو، تازه میوو او قیمتي ډبرو د اتحادیې رئیسانو په یو شمېر ګاونډیو هېوادونو کې د خپلو ستونزو په اړه خبرې وکړې او د دوی د ستونزو د کمولو او همدارنګه د هېواد د سوداګرۍ د پراختیا لپاره یې د بدیلو لارو پیدا کول مهم وبلل.

سه شنبه، لیندۍ ۷مه، ۱۴۰۲

هېواد ته د افغان مطرح سوداګرو او پانګوالو راسنیدو په سلسله کې، دا ځل د پروان سوداګرۍ او پانګونې اتاق رئیس او د هېواد پیژندل شوی سوداګر ښاغلي حاجي محمد نذیر د دوه کاله او ۶ میاشتو راستون شو.

یو څه موده وړاندی په ترکیه کې د افغان سوداګرو او پانګوالو اقتصادي کنفرانس چې د افغانستان اسلامي امارت ریاست الوزارء اقتصادي مرستیال، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند او په استانبول کې میشت افغان سوداګرو او پانګوالو په کې ګډون کړی وه، په دی کنفرانس کې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال افغان سوداګرو او پانګوالو ته د هېواد اقتصادي طرحې او وړاندیزونه مطرح او له هغوی څخه يې وغوښتل چې هېواد ته راستانه او په مختلفو برخو کې پانګونه وکړي.

ښاغلی محمد نذیر د هغو سوداګرو له جملې څخه دی چې، یادې طرحې ملاتړ په موخه هېواد ته راستون شوی او غواړي چې په مختلفو سکتورونو کې خپلو اقتصادي او سوداګریزو چارو ته دوام ورکړي.

شنبه، لیندۍ ۴مه، ۱۴۰۲

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، په داسې حال کې چې، د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک او د عامل پلاوي پالیسۍ او تخنیکي مرستیال ښاغلي محمد انور عارفي او د هېواد یو شمیر سوداګرو او پانګوالو هم حضور درلود، د چین هېواد د برښنايي، سافټویر، ماشینرۍ، سپورټي او لوژیستیکي سامان آلاتو شرکتونو له استازو سره په مرکزي دفتر کې لیدنه ترسره، او په هېواد کې يې د پانګونې په اړه خبرې اترې وکړې.  

د چين سوداګرو په بېلا بېلو برخو په تېره بيا د کانونو، برېښنايي وسايلو د توليد، د لمريزې انرژۍ د توليد، د لويو لارو جوړولو، د دواړو هېوادونو د سوداګريزو توکو د صادراتو او وارداتو په برخو کې د ګډې پانګونې يادونه وکړه او له یادو شرکتونو سره يې د پانګونې په برخه کې د سوداګرۍ اتاق د هراړخيزې همکارۍ غوښتنه وکړه.

ښاغلي مهمند چینايي سوداګرو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل او په هېواد کې یې شته فرصتونه په یادو برخو کې د پانګونې لپاره مناسب وبلل.

د اتاق لومړي مرستیال چین د افغانستان د اقتصادي او سوداګریزې ودې په برخه کې پخوانی ملګری وباله او د سوداګرۍ د زیاتوالي او د ټرانسپورټ د لګښتونو د کمولو په برخه کې یې له چین سره د واخان له لارې د افغانستان د ټرانزیټ نښلول مهم وبلل.

دوشنبه، لیندۍ ۲مه، ۱۴۰۲

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي دریمې دورې درویشتمه ناسته د اتاق د عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار په مشرۍ او د اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د سوداګریز چارو مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د خدماتي چارو مرستیال ښاغلي نصیر احمد عرب، د اتاق د دارالانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي انجنیر سید جاوید برهان، د مدیره پلاوي غړو هر یو ذکریا بریالي، محمد داود یوسفزي، محمد ګردیزي، سید پرویز سادات هوفیاني، جان آقا صادقي، بهادر خیرخواه او فواد احمد دوست او د اتاق عامل پلاوي سرپرست ښاغلي میرویس هوتک په ګډون د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي په دفتر کې ترسره شوه.

په پیل کې، د درویشتمې ناستې د اجنډا موضوعګانې او د دوه ویشتمې ناستې مصوبات او د یادې ناستې د محتویاتو لاسلیک د دارالانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز لخوا وړاندې کړی شول.  

ورپسې د عامل پلاوي سرپرست ښاغلي میرویس هوتک د عامل پلاوي راپورونه د ناستې ګډونوالو ته وړاندی کړل او د مدیره او عامل پلاوو وړاندیزونو په اړه تر هر اړخیز بحث وروسته، لازمې پریکړې ونیول شوې.

چهارشنبه، لیندۍ ۱، ۱۴۰۲

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په داسی حال کې چې، د اتاق عامل پلاوي پالیسۍ او تخنیکي مرستیال ښاغلي محمد انور عارفي هم حضور درلود، د سپین زر شرکت له رئیس ښاغلي اسدالله پوپل سره لیدنه ترسره او په مختلفو سکتورونو کې يې د پانګونې په اړه خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي اسدالله پوپل د سپین زر شرکت د فعالیتونو، لاسته راوړنو او تاریخ په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه "دغه شرکت په افغانستان کې اوږده کاري تجربه لري او د کورنیو جګړو پر مهال یې هم په یوه ګاونډي هیواد کې سوداګریز او پانګه ایز فعالیت درلود او اوسمهال غواړي چې، په افغانستان کې په بېلابېلو سکتورونو، په ځانګړې توګه د پنبې په تولید او پروسس، د ټوکر جوړولو فابریکه او د برېښنا په تولید کې بیا پانګونه وکړي.
نوموړي له یاد شرکت سره د پانګونې او کاري زمینې د رامنځته کولو په برخه کې د اتاق د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه وکړه.

ښاغلي مومند ښاغلي پوپل او ورسره ملګري ټیم ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، په هېواد کې د ټولیز امنیت تامین او د حکومت له لوري د سوداګرو لپاره د ښه کاري چاپېریال رامنځته کول په افغانستان کې د پانګونې لپاره مناسبه فرصت وباله او د یاد شرکت سره د پانګونې او کاري زمینې د رامنځته کولو په برخه کې یې د اتاق د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

دوشنبه، لیندۍ ۶مه، ۱۴۰۲

مقالات دیگر...