دا ناسته د ښاغلي میر زمان پوپل، د مالي او اداري معاونیت سرپرست، ښاغلي امانت خان زمه ‌وار مالي مفتش، د مرکزي اتاق د بېلابېلو ریاستونو آمرینو او د ولایتونو اتاقونو د عامل پلاوي مدیرانو په ګډون ترسره شوه.
 
په پیل کې، ښاغلي پوپل د روان کال د اتاق د فعالیتونو په اړه خبرې وکړې او له ولایتي اتاقونو یې وغوښتل چې خپل کاري راپورونه چمتو او وړاندې کړي. همدارنګه، نوموړي د تشکیل، بودیجې او د راتلونکي کال د کاري پلانونو په اړه هم لارښوونې وکړې، ترڅو اتاق وکولی شي د روان کال لاسته راوړنې پراخې کړي او راتلونکي کال ته دقیق پلانونه عملي کړي.
وروسته، د بېلابېلو څانګو آمرینو خپلې نظریې او وړاندیزونه له ناستې سره شریک کړل او د ولایتي کارمندانو هڅې یې وستایلې، هغوی ته یې مسلکي مشورې ورکړې او د خصوصي سکتور د خدماتو وړاندې کولو ته یې وهڅول.
په پای کې، د ولایتي اتاقونو عامل مدیرانو خپلې نظریې، طرحې او وړاندیزونه له ناستې سره شریک کړل. د مالي او اداري معاونیت سرپرست ژمنه وکړه چې د هغوی ستونزې به له مشرتابه پلاوي سره شریکې کړي او د حل لپاره به لازم اقدامات ترسره کړي.
 
 
 
دوشنبه، د سلواغې ۲۹، ۱۴۰۳
 

ښاغلي محمد یونس مهمند، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړی مرستیال، هند هېواد ته د خپل سفر په دویمه او درېیمه ورځ په سورج کنج نندارتون کې د یاد هېواد د تولیداتو، په ځانګړي ډول د قالینو او نورو افغاني محصولاتو غرفو څخه، لیدنه وکړه او د افغان سوداګرو پر ستونزو یې بحث او خبرې وکړې.
 
ښاغلی مهمند نندارتون ته له رسېدو سره سم، د نندارتون د رئیس لخوا ورته تود هرکلي وشو. نوموړي، د افغانستان د محصولاتو غرفې وکتلې، له افغاناوهندی سوداګرو سره یې خبرې وکړې او د هغوی ستونزې چه دمجاهد صافی په دهلی کی دافغان سوداگرو دفترمسؤل لخوانه معلومات ورکول کیده واورېدې. هغه ژمنه وکړه چې دغه ستونزې به د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت له مشرتابه سره شریکوي او د اړتیا په صورت کې به هر ډول همکاري ترسره کړي.
ښاغلي مهمند د امام ابوحنیفه (رح) کلني نندارتون او پکې د شته فرصتونو په اړه د سورج کنج نندارتون رئیس ته معلومات ورکړل او هغه ته یې بلنه ورکړه چې د افغانستان په راتلونکي نندارتون کې ګډون وکړي او همدارنګه، د ITF او هندي سوداګرو ته د یاد نندارتون د ګډون لپاره هڅونه وکړي.
په همدې ډول، ښاغلي محمد یونس مهمند د خپل سفر په څلورمه ورځ د افغان سوداګرو دفتر ته لاړ، او په یاد دفتر کې یې له هندي سوداګرو سره وکتل. نوموړي، د افغانستان د پانګونې فرصتونه تشریح کړل او له هندي سوداګرو او پانګوالو یې وغوښتل چې د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې ګډې پانګونې وکړي. هغه، د حکومت د مشرتابه مقام لخواه د پانګونې به برخه کې د اسانتیاوو برابرولو د لارښونو او د حکومت د اقتصاد-محوره سیاست یادونه وکړه.
همداراز، ښاغلي مهمند، د دوشنبې په ورځ، د سلواغې په ٢٩مه، له افغان سوداګرو سره جلا ناسته وکړه، د دوی ستونزې یې واورېدې او ژمنه یې وکړه چې د اړوندو دولتي ادارو سره به د ستونزو د حل لپاره بشپړه همغږي رامنځته کړي.
 
 
 
دوشنبه، د سلواغې ۲۹مه، ۱۴۰۳
 
 

ښاغلی ضیاءالدین اچکزی، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه پلاوي غړی،اصفهان ښار ته د خپل سفر پر ترڅ کې، چې یو شمېر افغان سوداګر او پانګوالو یې ملتیا کوله د اصفهان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق له رئیس سره ولیدل.
 
په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا او ګډو پانګونو په اړه خبرې وشوې.
ښاغلي اچکزي، پر ګډو پانګونو ټینګار وکړ او د اصفهان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق رئیس څخه یې وغوښتل چې ایراني سوداګر وهڅوي، څو له افغان سوداګرو سره په بېلابېلو تولیدي برخو، په ځانګړي ډول د ماهي روزنې، د خصوصي سکتور د خدماتي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې، د معیاري سړو خونو جوړولو او د افغانستان د شنو خونو د جوړولو په برخو کې ګډې پانګونې وکړي.
د اصفهان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق رئیس ښاغلي اچکزي او ورسره مل پلاوي ته هرکلي وکړ، او ډاډ یې ورکړ چې د ایراني سوداګرو د تشویق، افغان سوداګرو ته د سوداګریزو اسانتیاوو برابرولو، او د دواړو هېوادونو سوداګرو ترمنځ د نظریاتو د تبادلې په برخو کې به هر اړخیزه همکاري وکړي.
 
 
 
جمعه، د سلواغې ۲۶مه، ۱۴۰۳
 
 

ښاغلي محمد یونس مهمند، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال، تېره چهارشنبه هندوستان ته د خپل سفر پر مهال، په هندوستان کې د افغانستان سفارت له سرپرست ښاغلي ابراهیم خیل سره وکتل او د افغان سوداګرو د ستونزو په اړه یې بحث او نظرونه تبادله کړل.
 
ښاغلي مهمند، په هندوستان کې د افغان سوداګرو د ستونزو د حل په برخه کې د افغانستان سفارت د سرپرست د ښې همکارۍ له امله مننه وکړه، او د افغان سوداګرو او هلته مېشتو افغانانو د ځینو موجوده ستونزو په اړه یې خبرې وکړې. نوموړي له ښاغلي ابراهیم خیل څخه وغوښتل چې په دې برخه کې لا زیاته همکاري وکړي. هغه د افغانستان د سفارت له سرپرست څخه وغوښتل چې له افغان سوداګرو سره د ملاقات زمینه برابره کړي، ترڅو اتاق وکولی شي د دوی ستونزې د ریاست الوزراء، د صنعت او سوداګرۍ وزارت، د مالیې وزارت او د افغانستان د حکومت له نورو اړوندو ادارو سره شریکې کړي او د حل لپاره یې لازم اقدامات ترسره کړي.
ښاغلي ابراهیم خیل، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال د راتګ هرکلی وکړ، او په هندوستان کې د افغان سوداګرو د ستونزو د حل په برخه کې د افغانستان د سفارت له فعالیتونو او ترسره شویو اقداماتو په اړه معلومات ورکړل. نوموړي ښاغلي مهمند ته ډاډ ورکړ چې د افغان سوداګرو د ستونزو د رفع کولو لپاره به هر اړخیزه همکاري و کړي.
 
 
 
 
دوشنبه، د سلواغې ۲۹ مه، ۱۴۰۳
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق، د ترانسپورتي شرکتونو د ستونزو د حل او د هغو موټر چلوونکو لپاره د موقتي اسنادو د ترلاسه کولو د مناسبو لارو موندلو په موخه، چې د افغان سوداګرو مالونه پاکستان ته انتقالوي، ناسته ترسره کړه.
 
یاده ناسته د اتاق د کنفرانسونو په تالار کې د ښاغلي محمد یونس مهمند، د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د لومړي مرستیال، ښاغلي شیرین آغا سخي، د اتاق د مشرتابه پلاوي د مالي رئیس، ښاغلي میر زمان پوپل، د عامل پلاوي د مالي او اداري مرستیال، ښاغلي نقیب الله صافي، د افغان-پاک ګډ اتاق اجرائیوي رئیس، ښاغلي میر افغان صافي، د ترانسپورت د شورا رئیس، او ګڼ شمېر سوداګرو او پانګوالو په حضور کې ترسره شوه.
په پیل کې، ښاغلي پوپل د ترانسپورت سکتور غړو ته ښه راغلاست ووایه او د دې ناستې اساسي هدف یې د پاکستان د حکومت د وروستي تصمیم په اړه د ترانسپورتي شرکتونو نظریات او وړاندیزونه راټولول وبلل. نوموړي وویل چې د پاکستان حکومت له موټر چلوونکو او کلینرانو څخه د پاسپورت او ویزې غوښتنه کړې، چې دې مسئلې د افغان سوداګرو ترانسپورتي فعالیتونه له ستونزو سره مخ کړي. هغه له ټولو ګډونوالو وغوښتل چې خپلې طرحې د ستونزو د حل لپاره له اتاق سره شریکې کړي.
ښاغلي مهمند، د ترانسپورت رول یې د ترانزیټ په وده، د سوداګرۍ او اقتصاد پیاوړتیا، د تجارتي توکو تبادله، د لګښتونو کمښت، د کاري فرصتونو ایجاد، د امنیت او سیمه‌ییزو همکاریو پیاوړتیا، د سیاسي اړیکو پراختیا، د ترانسپورتي پالیسیو همغږي، د زیربناوو او ټکنالوژۍ وده، د دوامداره پرمختګ ملاتړ، او د پولو اقتصادي وده کې مهم وباله. نوموړي له سوداګرو وغوښتل چې د یادو ستونزو د حل لپاره خپل نظریات له اتاق سره شریک کړي.
ښاغلي مهمند ټینګار وکړ چې د خصوصي سکتور غړي او اړوند حکومتي ادارې باید پرله‌پسې ناستې ترسره کړي، څو د موټر چلوونکو او کلینرانو د پاکستان ته د داخلېدو مناسب حل لارې پیدا شي. هغه د اتاق عامل پلاوي ته لارښوونه وکړه چې د افغان سوداګرو ټولې ترانسپورتي ستونزې وڅېړي او د حل لپاره اقدام وکړي. نوموړي، ګډونوالو ته ډاډ ورکړ چې د سوداګرۍ او پانګونې اتاق به د پاکستان د حکومت د وروستي اقدام (د ویزې د لګولو پرېکړې) په اړه د سوداګرو او ترانسپورتي شرکتونو طرحې له اړوندو حکومتي چارواکو سره شریکې کړي.
په ناسته کې ګډونوالو سوداګرو او ترانسپورتي شرکتونو د پاکستان د حکومت د وروستي تصمیم په اړه خپل نظریات وړاندې کړل. هغوی د پاکستان او نورو ګاونډیو هیوادونو لخوا د ویزې د اسانتیاوو نه شتون د سوداګرۍ او ترانسپورتي فعالیتونو په وړاندې لوی خنډ وباله او له اتاق څخه یې وغوښتل چې د دې ستونزو د حل لپاره جدي اقدامات وکړي.
 
 
 
 
شنبه، د سلواغې ۲۰مه، ۱۴۰۳
 
 

ښاغلي ضیاءالدین اچکزی، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه پلاوي غړی، د ایران اصفهان ښار ته د خپل سفر په ترڅ کې، چې یو شمېر مطرح افغان سوداګر یې ملتیا کوله، له یو شمېر ایرانی سوداګرو سره چې د بېلابېلو سکتورونو استازیتوب یې کاوه، وکتل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو پانګونو پر پراختیا یې ټینګار وکړ.
ښاغلي اچکزي، ایرانی سوداګرو ته د افغانستان د اوسنیو فرصتونو او د پانګونې په برخه کې د حکومت له لوري رامنځته شویو اسانتیاوو په اړه معلومات ورکړل او هغوی یې وهڅول، چې له افغان سوداګرو سره په بېلابېلو برخو، په ځانګړي ډول د لمریزې برېښنا تولید، د اصلاح شویو تخمونو تولید، د کرنې میکانیزه کول او د شنو خونو جوړول، کې ګډې پانګونې وکړي.
ایراني سوداګرو، ښاغلي اچکزي او ورسره مل پلاوي راتګ ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ، ډاډ ورکړ، چې چمتو دي له افغان سوداګرو سره د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي سکتورونو کې ګډې پانګونې وکړي.
 
 
 
شنبه، د سلواغې ۲۷مه، ۱۴۰۳
 
 

مقالات دیگر...