د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک، د فراه ولایتي اتاق لومړي مرستیال ښاغلي ذکریا طاهري او د فراه ولایتي اتاق یو شمیر سوداګرو د سوداګرۍ او صنعت وزارت له سرپرست وزیر ښاغلي نورالدین عزیزي سره د لیدنې په ترڅ کې د فراه ولایت سوداګرو شتو ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.
ښاغلي مهمند د فراه ولایت د سوداګرو ستونزو په ځانګړې توګه د ابو نصر فراهي بندر کې د دوی د شتو ستونزو یادونه يې وکړه او د دوی د ستونزو حل برخه کې يي د سوداګرۍ او صنعت وزارت د همکارۍ غوښتنه وکړه.ښاغلي ذکریا طاهري او فراه ولایت سوداګرو د ابو نصر فراهي بندر بندیدو او یو شمیر سوداګریزو ستونزو په اړه خبرې وکړې او ستونزو ته د پای ټکي کیښودو برخه کې يې د سوداګرۍ او صنعت وزارت او نورو اړوندو دولتي ادارو د همکارۍ غوښتنه وکړه.
دوی ژمنه وکړه چې ددی بندر له لارې به هیڅ ډول غیر قانوني توکي نه واردیږي.
ښاغلي عزیزي د اتاق مشرتابه پلاوي، سوداګرو او د فراه ولایتي اتاق مدیره پلاوي غړیو ته د ښه راغلاست ویلو او د دوی د ستونزو اوریدو وروسته، ژمنه وکړه چې د ابو نصر فراهي بندر پرانستلو او د سوداګرو ستونزو له منځه وړلو برخه کې به خپلې هیڅ ډول مرستې ونه سپموي.
ښاغلي الکوزي ښاغلي ښاغلي مسعودي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، ایران د افغانستان د یو غښتلي سوداګریز شریک په توګه ونوماوه او زیاته يي کړه چې افغانستان د ایران سره ښې سوداګریزې اړیکي لري. سربیره پردی، ښاغلي الکوزي د افغانستان – ایران ګډ سوداګریزاتاق رامنځته کیدا د دواړو هېوادونو سوداګرو ستونزو حل برخه کې یو اړین ګام وباله.
ښاغلي باز د ملګرو ملتونو سازمان پراختیايي پروګرام مسؤلینو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ وویل، "د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د ټولو سوداګرو او پانګوالو ګډ کور دی. اتاق د خصوصي سکتور په استازولۍ د سوداګرو او پانګوالو ستونزې د دولت اړوندو ادارو سره شریکوي او د حل مناسبې لارې چارې ورته ولټوي."
ښاغلي عطايي ښاغلي رحیمي او آغلې ژنګ قي ته په تیرو ۹۰ کلونو کې د أفغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د فعالیتونو په ځانګړې توګه د أفغانستان د سوداګرۍ پراختیا، اقتصادي ودې، سوداګرو او پانګوالو ته د لازمو آسانتیاوو رامنځته کولو او د سوداګرو او پانګوالو ستونزو ته د مناسبو حل لارو لټولو په اړه بشپړ مالوماتو ورکولو ترڅنګ، زیاته کړه چې اتاق تل د متشبثینو، سوداګرو او پانګوالو د مشروع فعالیتونو څخه ملاتړ کړی په هڅه کوي چې د خصوصي سکتور ملاتړ برخه کې خپلې هیڅ ډول مرستې او همکارۍ ونه سپموي.