د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي پانګه ایز مرستیال ښاغلي سلطان محمد صافي او د ټرانسپورټ تخصصي کمېټې رئیس او د اتاق د مدیره پلاوي غړي ښاغلي احمد فواد دوست د ټرانسپورټي اتحادیو یو شمیر مسؤلینو او رئیسانو سره د لیدنې په ترڅ کې، د دوی د ستونزو په اړه خبرې وکړې.
 
ښاغلي سلطان محمد صافي د ټرانسپورټ او کارګو د اتحادیې رئیسانو او مسوولینو ته د ښه راغلاست ترڅنګ په هېواد کې د وروستیو بدلونونو په ځانګړي ډول د امنیت د ښه والي او د ټرانسپورټ او کارګو د کار او خدماتو د ښه والي په برخه کې یادونه وکړه او په سختو حالاتو کې یې د ټرانسپورټي او کارګو شرکتونو خدماتو ستاینه وکړه.
 
نوموړي د موټر چلوونکو لپاره د موټر چلولو د نړیوالو جوازونو د ترلاسه کولو او له بهرنیو ژبو سره د بلدتیا په برخه کې د دې سکتور پر ښه والي او معیاري کولو ټینګار وکړ.
ښاغلي احمد فواد دوست د هېواد د سوداګرۍ او اقتصادي ودې په برخه کې د ټرانسپورټ رول او اهمیت ته اشاره وکړه او ټینګار يي وکړ چې، ددی سکتور د پخوانیو او اوسنیو ستونزو په نظر کې نیولو سره اړینه ده چې داتاق، ټرانسپورټي او کارګو شرکتونو او اړوندو دولتي ادارو ترمنځ همغږي لا پسی زیاته شي.
 
په دې ناسته کې د ترانسپورت او کارګو اتحادیې رئیسانو او مسوولینو د څه باندې ۶۵۰ اتحادیو او د ترانسپورت د ریاست له خوا د ترانسپورت د کتابچه د نشتوالي او د الکترونیکي کارتونو د نه کارونې او همدارنګه د ټرانسپورټي اتحاديو په ټرانسپورټي شرکتونو د بدلیدو پریکړې نه عملي کولو یادونه وکړه. هغوی د ترانسپورت د اتحاديې او د ترانسپورت رياست اوسنى حالت د اندېښنې وړ وباله او د اتاق له مشرتابه يې وغوښتل چې د دوى د ستونزو په حل کې د ترانسپورت له وزارت او اړوندو ادارو سره همکاري وکړي.
 
د اتاق مشرتابه پلاوي د دوی د نظریاتو او ستونزو له اورېدلو وروسته د هېواد د ټرانسپورټ او بار وړونکو اتحادیو له رئیسانو او مسوولینو څخه وغوښتل چې د مشورتي ناستې له ترسره کېدو وروسته خپل پلانونه او ستونزې راټولې او په لیکلې بڼه یې اتاق ته وسپاري. او اتاق به هڅه وکړي چې د ترانسپورت وزارت له مسوولینو سره وګوري او د ترانسپورتي وضعیت د ښه والي او د هغوی د ستونزو د حل په برخه کې له اړوندو دولتي بنسټونو سره همکاري وکړي، تر څو لازم ګامونه پورته کړی شي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق اجرائیه کمېټې شلمه ناسته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند تر ریاست لاندی او د سوداګریز مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، پانګه ایز مرستیال ښاغلي سلطان محمد صافي، خدماتي مرستیال ښاغلي نصیر احمد عرب، د دارلانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي انجنیر سید جاوید برهان او عامل رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي په ګډون په مرکزي اتاق کې ترسره شوه.
 
په دی ناسته کې چې د اجرائیه کمېټې یو شمیر غړیو په آنلاین ډول ګډون درلود او د مدیره پلاوي نورو غړیو هر یو ښاغلي محمد داود یوسفزي، خان جان الکوزي او ذکریا بریالي په حضور کې د دارلانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز په اجنډا کې شاملې موضوعګانې د ناستې ګډونوالو سره شریکې کړې.
 
ورپسی ښاغلي عطايي د عامل پلاوي راپورونه وړاند کړل او د اجرائیه کمېټې او عامل پلاوي په وړاندیزونو تر هر اړخیز بحث وروسته، لازمې پریکړې وشوې.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه پلاوي د دوو تېرو ناستو په دوام کې د سوداګرو او د نفتو او ګازو واردونکو اتحادیې او همدارنګه د دولتي سکتوري ادارو له رئیسانو او مسوولینو سره د نفتو او ګازو په برخه کې د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو او د نورم او سټنډرډ ادارې شرایطو برابر او د باکیفیته تیلو واردولو په اړه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق د مدیره پلاوي غړي ښاغلي محمد داود یوسفزي او د اتاق د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک او د تیلو او ګازو ډیر شمیر سوداګرو ناستې ترسره کړې.

ښاغلي مهمند د دې غونډې د جوړیدو موخه د انساء ادارې د تخنیکي ټیم په ناسته کې د ولایتي استازو ټاکل او د نورم سټنډرډ د ستونزو د حل په ګوته کړه. دوی به په راتلونکو ناستو کې له اړوندو څانګو سره د مشخصو موضوعاتو په اړه خبرې اترې وکړي او د نفتي توکو د واردولو او د نورمونو او ستندردونو د پلي کولو په برخه کې د شته ستونزو د حل په موخه به خپل نظرونه څرګند کړي.

د نفتو سکتور برخه اخیستونکو سوداګرو او د نفتو او ګازو واردونکو اتحادیې مشرتابه خپل استازي چې په ټولیز ډول ۲۲ تنه وو د ټول هیواد څخه غوره کړل او د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه به يي د نورم او سټنډرډ او نورو اړوندو ادارو ته وروپیژني.

ټاکل شوي استازي به وروسته د انساء ادارې او د اړوندو ادارو او اړوندو څانګو د تخنیکي ټیم په غونډو کې ګډون وکړي، په پورتنیو موضوعاتو خبرې وکړي او د نفتي توکو د واردولو او د نفتي توکو د نورمونو او معیارونو د تطبیق د تخنیکي ستونزو د حل په برخه کې خپل مسلکي او ګټور نظرونه څرګند کړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي غړي ښاغلي محمد داود یوسفزي، د اتاق د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک او د افغانستان – ایران ګډ اتاق رئیس ښاغلي میراجان سلیمان خیل د سون توکو کمېټې غړیو سره چې د انساء ادارې د تخنیکي ټیم په ناستو کې د ګډون لپاره ټاکل شوي دي ناسته ترسره کړه.
 
د نفتو واردونکو شرکتونو استازو او د ولایتونو د نفتي توکو د اتحادیې مسوولینو له ایران څخه د هغو تېلو د واردولو په اړه چې د افغانستان له معیارونو سره سمون نه خوري او دغه راز په بندرونو کې د تېلو د ټانکرونو د بندېدو په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه مطرح کړل.
 
ښاغلي مهمند د یادو ولایتونو د سوداګرو او استازو د نظرونو له اورېدو وروسته وویل، د نفتي توکو د تولید په برخه کې د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو په موخه چې روغتیا، چاپېریال او ټرانسپورټي وسیلو ته زیان نه رسوي دا کمیټه د دولتي ادارو په ځانګړې توګه د ملي نورم سټنډرډ ادارې له چارواکو سره د لیدو لپاره جوړه شوې ده ترڅو د با کیفیته نفتي توکو په برخه کې تخنیکي ناستې ترسره کړي او ستونزې حل کړي.
 
د غونډې په پای کې پرېکړه وشوه، چې د نفتي توکو د واردونکو د ملي کمېټې غړي دې د سوداګرۍ وزارت، د انساء ادارې او نورو اړوندو ادارو ته ور وپېژندل شي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق د مدیره پلاوي د دارالانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د مدیره پلاوي غړي او د نفتي موادو کمېټې رئیس ښاغلي جان آقا صادقي، د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک او د هېواد د مختلفو ولایتونو څخه د نفتي موادو ډیر شمیر سوداګرو په انسا اداره کې د حکومت د سکتوري ادارو مسؤلینو سره د لیدنې په ترڅ کې، د نفتي موادو واردوونکو ستونزو حل، سوداګریزو آسانتیاوو رامنځته کولو او پانګه اچونو راجلبولو په اړه خبرې اترې وکړې.

ښاغلي مهمند د سټنډرډ ملي ادارې له مسؤلینو سره د نفتي سکتور د ستونزو په ځانګړي ډول هغه ستونزې چې د نفتي توکو سوداګر یې په بندرونو کې د معیارونو د پلي کولو په برخه کې لري خبرې وکړې او دغه راز یو شمېر هغه نفتي مواد چې دوی له ایران څخه واردوي کوم چې د افغانستان له معیارونو سره توپیر لري په اړه يي د اړوندو دولتي ادارو له مسؤلینو سره خبرې وکړې.  

نوموړي وړانديز وکړ، چې د دې سکتور د ستونزو د حل په موخه دې د نفتي توکو د سوداګرو د استازو او د اړوندو ادارو د مسوولينو په ګډون يوه کمېټه جوړه شي، څو دغه کمېټه له يو بل سره په همغږۍ او همکارۍ سره د شته ستونزو او حل لارو په اړه بحث وکړي.

همدارنګه ښاغلي مهمند د یادو ادارو استازو ته سپارښتنه وکړه، د ژمي د ستراتیژیکو زېرمو د جوړولو په اړه جدي پریکړه وکړي څو ګران هېوادوال د ژمي په موسم کې د نفتي توکو د کمښت له ستونزې سره مخ نه شي.

د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس محترم مولوي فیض الله تمیم د شته ستونزو په اړه خبرې وکړې او ژمنه یې وکړه، چې د سټنډرډ ملي اداره د سوداګرو د ستونزو په حل کې هر ډول همکارۍ ته چمتو ده.

په دې ناسته کې د نفتي توکو د سوداګرو استازو هم د خپلو ولايتونو په استازيتوب خبرې وکړې او يو شمېر يې له ايران څخه د باکيفيته نفتي توکو د واردولو د اجازې غوښتنه وکړه، هغوى وويل چې د ايران د نفتي توکو بيې ارزانه او د خلکو او د دوی د وسایطو د ګټې اخیستنې لپاره مناسب دي.

په دې ناسته کې د ریاست الوزرا، د صنعت او سوداګرۍ وزارت، د بهرنیو چارو وزارت، د ریل پټلۍ ادارې، د ګمرکونو عمومي ریاست او د نفتو او ګازو دولتي شرکت محترمو استازو د معیارونو او د ستونزو د حل د څرنګوالي په اړه خپل نظرونه څرګند کړل او ژمنه یې وکړه د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او د تیلو واردوونکو سره به د دوی د ستونزو حل برخه کې نه ستړې کیدونکې هلې ځلې وکړي.  

په پای کې پرېکړه وشوه چې، د نفتي توکو واردوونکي او د انساء ادارې مسؤلین به د تخنیکي ناستو په ترڅ کې یادو ستونزو ته د حل مناسبې لارې چارې لټوي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند او د اتاق عامل پلاوي رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي د رخت واردوونکو اتحاديي رئیس ښاغلي حاجی عبیدالله او د برښنايي توکو واردوونکو سوداګرو سره د لیدنې په ترڅ کې، د دوی ستونزې واوریدې او د حل لارو لټولو ژمنه يي وکړه.
 
ښاغلي مهمند ټولو ګډونوالو سوداګرو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، زیاته کړه چې اتاق د ټولو سوداګرو په ځانګړې توګه د رخت او برښنايي توکو واردوونکو سوداګرو طرحې، ستونزې او وړاندیزونه اوریدلي او د ستونزو حل برخه کې تل کوټلي ګامونه پورته کړي او دی کار ته دوام ورکوي.
 
ښاغلي مهمند د چین سره د سوداګریزو اړیکو لرونکو سوداګرو د ویزو د صدور برخه کې د شتو ستونزو حل په موخه څو ځلي د چین سفارت چارواکو سره ناستې ترسره کړي دي او د چین سفارت هم افغان سوداګرو ته د ویزو د صدور ډاډ ورکړی دی.
 
ښاغلي مهمند د بهرنیو چارو او سوداګرۍ او صنعت وزارتونو له مشرتابه څخه د ویزو د صدور برخه کې د دوی د هڅو ستاینه وکړه.
 
ښاغلي عطايي د هغو فعاليتونو او هلو ځلو په باب خبرې وکړې چې د رخت او الکترونيکي وسايلو د واردوونکو سوداګرو په تېره بيا چين ته د هغوى د ويزې د ستونزې د حل په خاطر يې کړي دي. هغه وويل، چين د افغانستان د سوداګرۍ لپاره يو له مهمو هېوادونو څخه دی، چې له دغه هېواد سره د سوداګريزو اړيکو د پراختيا لپاره بايد لا زيات ګامونه پورته شي او په دې برخه کې د سوداګرۍ اتاق لا زياتې هڅې کوي او په ورته وخت کې په دې برخه کې کار کوي. همدارنګه د هغو سوداګرو د ستونزو د راټولولو په برخه کې چې له چين سره راکړه ورکړه لري، د حل په موخه يې له دولتي چارواکو سره ګډې هڅې رواني دي.
 
د رخت واردوونکو اتحاديي رئیس ښاغلي حاجي عبیدالله وویل "موږ د افغانستان اسلامي امارت اړوندو چارواکو او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي څخه د زړه له کومي مننه کوو چې د ویزو د صدور برخه کې يي له سوداګرو سره مخلصانه هلې ځلې کړي دي"

مقالات دیگر...