د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د تاشکند د پنځم نړیوال فورم د نندارتون په څنډه کې د ازبکستان هېواد د نمنګان ولایت له والي ښاغلي شوکتجان عبدالرزاقاوف سره لیدنه او خبرې وکړې.د اقتصادي همکاریو پراختیاښاغلي هاشمي د دې لیدنې لپاره د نمنګان د والي له بلنې څخه مننه وکړه او د افغانستان او نمنګان ولایت ترمنځ یې د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ. نوموړي د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو او د نمنګان ولایت ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو د کچې د لوړولو غوښتنه وکړه.پر پخوانیو هوکړو ټینګارد افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د شوو هوکړو او تړونونو پر تعقیب او عملي کېدو ټینګار وکړ. نوموړي د سوداګریزو او پانګوالیزو پلاوو د متقابلو سفرونو دوام د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره مهم وباله.د نمنګان والي ښاغلي شوکتجان عبدالرزاقاوف د دواړو هېوادونو د اقتصادي او سوداګریزو پلاوو له متقابلو سفرونو څخه خوښي وښوده او د دغو تعاملاتو پر دوام یې ټینګار وکړ.نوموړي د نمنګان ولایت د جامو او نساجۍ صنعت، ساختماني موادو تولید او د چرګانو د روزنې فارمونو په برخو کې د یاد ولایت مهم اقتصادي ظرفیتونه یاد کړل او د افغانستان خصوصي سکټور سره یې د همکارۍ چمتووالی وښود.افغانستان ته د سفر چمتووالید نمنګان والي همداراز افغانستان ته د یو ځل بیا سفر لپاره خپل چمتووالی اعلان کړ او ویې ویل چې د ازبکستان د سوداګرو او پانګوالو له یوه پلاوي سره به افغانستان ته سفر وکړي.هغه هیله لري چې دغه سفر به د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو، ګډو پانګونو او سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره نوې زمینې برابرې کړي.د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیاد غونډې په پای کې دواړو لورو د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا، د سوداګریزو او پانګوالیزو همکاریو پر پراختیا او د سوداګریزو پلاوو د متقابلو سفرونو پر دوام ټینګار وکړ.دغه لیدنه د دواړو هېوادونو د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا او د دوه اړخیزو اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره د جدي هوډ څرګندونه کوي.چهارشنبه، غبرګولي ۲۷مه، ۱۴۰۵