د سیمې دوستو هېوادونو (ازبکستان, هند او قرغزستان) ته د افغانستان د سوداگرۍ او پانگونې خونې عمومي رئیس سفر

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلی سید کریم هاشمي د سیمې دوستو هېوادونو؛ ازبکستان، هند او قرغزستان ته په رسمي سفر روانېږي.
 
د دې سیمه‌ییز سفر په لړ کې به ښاغلی سید کریم هاشمي لومړی د ازبکستان هېواد، وروسته د هند هېواد او ورپسې د قرغزستان هېواد ته سفر وکړي.
ټاکل شوې ده چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس د دغو سفرونو پر مهال د تاشکند د پانګونې په پنځم فورم، په هند کې د «بهارت بیلډکان» نړیوال ساختماني نندارتون، د افغانستان او قرغزستان د خصوصي سکټور په سوداګریز فورم او همدارنګه د شانګهای په نندارتون او کنفرانس کې ګډون وکړي.
د دغو سفرونو موخه د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پراخول، د پانګونو جلبول، د افغانستان د خصوصي سکټور او د سیمې د هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا او د افغان سوداګرو او پانګوالو لپاره د نوو فرصتونو رامنځته کول دي.
همدارنګه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس به د یادو پروګرامونو په څنډه کې د اړوندو هېوادونو له دولتي چارواکو، د سوداګرۍ خونو له رئیسانو، د خصوصي سکټور له استازو، پانګوالو او سوداګرو سره بېلابېلې رسمي او کاري لیدنې ترسره کړي څو د افغانستان او دغو هېوادونو ترمنځ د ګډو اقتصادي، سوداګریزو او پانګوالیزو همکاریو زمینه لا نوره هم پیاوړې شي.
 
شنبه، غبرگولي ۲۳مه، ۱۴۰۵