د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د "پياوړي اقتصاد - پياوړي افغانستان" تر سرليک لاندې خبرې اترې ترسره کړې

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د «پیاوړی اقتصاد، پیاوړی افغانستان» تر شعار لاندې یو تخصصي اقتصادي خبرې اترې د خونې د مشرتابه، اقتصادي مخورو، د پوهنتونونو د استادانو، د سوداګرۍ متخصصینو او د هېواد د اقتصادي مشرانو په ګډون په کابل کې جوړ کړ.
 
دغه غونډه د دې لپاره جوړه شوې وه چې د خصوصي سکټور، د پوهنتونونو د استادانو او اقتصادي مخورو ترمنځ یوه مشورتي، علمي او تخصصي فکري مرجع رامنځته شي چې د هېواد اقتصادي ودې، د سوداګرۍ د پیاوړتیا، د پانګونې د جذب او د ملي اقتصاد د پرمختګ لپاره مسلکي نظریات، عملي طرحې او رغنده وړاندیزونه راټول او ترې ګټه واخېستل شي.
په دې پروګرام کې ټینګار وشو چې «پیاوړی اقتصاد - پیاوړی افغانستان» یوازې یو شعار نه دی بلکې د هېواد د اقتصادي راتلونکې د جوړولو، د کاري فرصتونو د رامنځته کولو، د کورنیو تولیداتو د ملاتړ، د پانګونې د ودې او په افغانستان کې د بېوزلۍ او بېکارۍ د کمولو لپاره یوه عملي لاره ده.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي په خپلو خبرو کې وویل چې افغانستان نن تر بل هر وخت زیات د سوداګرو، پانګوالو، د پوهنتونونو د استادانو، اقتصادي متخصصینو او علمي کارپوهانو ګډې همکارۍ ته اړتیا لري.
هغه زیاته کړه چې د پیاوړي اقتصاد د جوړولو لپاره باید د خصوصي سکټور عملي تجربه د استادانو او اقتصادي کارپوهانو له علمي پوهې او تخصص سره یوځای شي چې د هېواد د سوداګرۍ او پانګونې د ودې لپاره عملي، اغېزمنې او د پلي وړ حل لارې رامنځته شي.
په دې ناسته کې ګډونوالو د سوداګرۍ د وضعیت د ښه والي، د پانګونې د پراختیا، د کورنیو تولیداتو د پیاوړتیا، د کارموندنې د رامنځته کولو، د خصوصي سکټور د ودې او د افغانستان د اقتصادي لارو د بیا فعالولو په اړه خپل نظریات او وړاندیزونه شریک کړل.
همدارنګه د خبرو پر مهال د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ترڅنګ د یو علمي او مشورتي جوړښت پر رامنځته کولو ټینګار وشو. ګډونوالو وړاندیز وکړ چې دغه جوړښت د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د علمي بورډ (یا فکري خونې) په نوم جوړ شي څو د اقتصادي، سوداګریزو او پانګونې چارو په برخه کې خونې ته علمي، تخنیکي او مشورتي ملاتړ برابر کړي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشرتابه د استادانو، کارپوهانو او اقتصادي متخصصینو له نظریاتو، طرحو او وړاندیزونو هرکلی وکړ او ژمنه یې وکړه چې دغه لیدلوري به د خونې په راتلونکو پروګرامونو کې په پام کې ونیول شي او ترې به ګټه واخیستل شي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه باور لري چې د علمي پوهې او د خصوصي سکټور د عملي تجربې نښلول د ملي اقتصاد د پیاوړتیا، د سوداګرۍ د ودې، د پانګونې د جلب او د یو پیاوړي، باثباته او پر ځان بسیا افغانستان پر لور د حرکت لپاره یو مهم ګام دی.
 
چهار شنبه ،غبرګولي ۲۰مه ، ۱۴۰۵ - کابل