د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پانګونې مرستیال او یو شمېر افغان سوداګرو د ازبېکستان د سرخان‌دریا ولایت ته سفر

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پانګونې مرستیال، ښاغلي الحاج آرین ذلګي عظیمي، د ۸۰ کسیز سوداګریز پلاوي په مشرۍ، د ازبېکستان د سرخان‌دریا ولایت د والي په رسمي بلنه، د یاد هېواد پر لور سفر وکړ.
د دغه سفر موخه د افغان سوداګرو او سرخان‌دریا ولایت د سوداګرو ترمنځ د سوداګریزو ناستو ترسره کول او همدارنګه د یاد ولایت له سیمه‌ اییزو چارواکو سره لیدنې او د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه د نظرونو تبادله بلل شوې ده.
 
سه‌شنبه، غویي اتمه، ۱۴۰۵