د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس، ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي او مشرتابه پلاوي د چین د ایوو ولایت له مرستیال والي، ښاغلي ټنګ ټنګ سره وکتل او په چین کې د مېشتو افغان سوداګرو اساسي ستونزې او ننګونې یې ورسره شریکې کړې.
ښاغلي هاشمي د افغان سوداګرو د شته ستونزو یادونه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر اهمیت یې ټینګار وکړ. هغه د افغان سوداګرو لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو د رامنځته کولو او د رېل پټلۍ له لارې د توکو د لېږد د لګښتونو د کمولو غوښتنه وکړه. ښاغلي رئیس همدارنګه له ښاغلي ټنګ وغوښتل چې په دې برخه کې جدي پاملرنه وکړي او د افغان سوداګرو د ستونزو د حل لپاره لازم اقدامات ترسره کړي.
په مقابل کې ښاغلي ټنګ وویل چې د ایوو سیمهییزه اداره د بهرنیو سوداګرو، په ځانګړي ډول د افغان سوداګرو د ملاتړ ژمنه لري او ډاډ یې ورکړ چې د اړوندو ادارو په همغږۍ به د هغوی د ستونزو د حل لپاره بشپړه همکاري وکړي.
په دې لیدنه کې د افغانستان د سوداګرۍ خونې د ولایتي چارو مرستیال، ښاغلي الحاج فیض احمد خوافي، د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس، ښاغلي الحاج عبدالاحد صدیقي، د خونې د مدیره پلاوي ښاغلو غړیو، الحاج محمد یوسف یوسفي، الحاج ګلمیر امیني، الحاج مطیعالله ګردېزي، الحاج سخي احمد نورزاد او الحاج خالد مجید، د کندهار د خونې مرستیال، ښاغلي الحاج بهاوالدین، د بلخ د خونې مرستیال، ښاغلي الحاج نصیر احمد سلطانزاده او د هېواد یوشمېر مخکښو سوداګر هم ګډون درلود.