د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له سوداګرو وغوښتل چې د لومړنیو توکو د تأمین او د بازار اړتیاوو ته د ځواب ویلو په موخه خپلې هڅې زیاتې کړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د هېواد په بازارونو کې د لومړنیو توکو او اساسي اقلامو د تأمین وضعیت د ارزونې په موخه، د دې خونې د عمومي ریاست په دفتر کې یوه مطبوعاتي غونډه جوړه کړه.
 
په دې ناسته کې د هېواد له سوداګرو غوښتنه وشوه چې د بېلابېلو هېوادونو څخه پر وخت په وارداتو سره، د خلکو د اساسي اړتیاوو په پوره کولو کې هر اړخیزه همکاري وکړي.
د خونې عمومي رئیس، ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي، په دې کنفرانس کې د سیمې او نړۍ د روانو حالاتو او د بیو د عمومي لوړوالي په یادولو سره، د افغانستان درنو خلکو ته ډاډ ورکړ چې له نېکه مرغه د هېواد په بازارونو کې لومړني، په ځانګړي ډول خوراکي توکي لکه اوړه، تېل، وریجې، بوره، او همدارنګه نفتي او نور ضروري توکي په کافي اندازه موجود دي او تراوسه د بیو په برخه کې د پام وړ بدلون نه دی لیدل شوی.
د خونې عمومي رئیس د هېواد سوداګر د اتلانو په توګه یاد کړل چې په خورا سختو شرایطو کې یې د بازار او خلکو اړتیاوې پوره کړې دي. هغه له سوداګرو وغوښتل چې د خپلو ټولو موجوده امکاناتو په کارولو سره له ګاونډیو او د سیمې هېوادونو څخه د لومړنیو توکو وارداتو ته دوام ورکړي څو د هېواد بازارونه له کمښت سره مخ نه شي.
هغه (د اسلام د سپېڅلي دین د لارښوونو په ټینګار سره چې د بې‌کیفیته توکو پلور حرام او لویه ګناه بولي)، له سوداګرو وغوښتل چې د بې‌کیفیته نفتي او خوراکي توکو د واردولو مخه ونیسي او د معیار او کیفیت ادارې سره همکاري وکړي.
په دې کنفرانس کې د خونې د سوداګرۍ برخې مرستیال، ښاغلي الحاج ګلبهار حبیبي، د خونې د عامل پلاوي رئیس ښاغلي محمد ولي امیني، د مدیره پلاوي ښاغلو غړو، الحاج عبیدالله هوتک، الحاج مطیع‌الله ګردېزی، الحاج عبدالله رحیمي، الحاج حمیدالله حبیبي، الحاج ګل‌میر امیني او الحاج ذبیح‌الله صمیم هم ګډون درلود.
 
پنجشنبه، ۱۳ حمل ۱۴۰۵