د افغانستان او ازبیکستان د سوداګرو د سوداګریز تواصل کنفرانس د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس، الحاج سیدکریم هاشمي، د صنعت او سوداګرۍ وزیر، ښاغلي الحاج نورالدین عزیزي، د ازبیکستان د نمنګان والي، ښاغلي شوکت جان عبدالرزاقوف، په کابل کې د ازبیکستان سفیر، ښاغلي اویبیک عثمانوف، د خونې د حکومت سره د اړیکو مرستیال، ښاغلي میراجان سلیمانخېل، د خونې د عامل پلاوي رئیس، ښاغلي محمدولي امیني، د خونې د مدیره پلاوي یوشمېر غړو او د دواړو هېوادونو د ګڼ شمېر سوداګرو په ګډون د کابل په انټرکانټیننټال هوټل کې جوړ شو.
ښاغلي هاشمي، کابل ته د ازبیکستان د نمنګان والي او ورسره سوداګریز پلاوي د راتګ هرکلی وکړ او ویې ویل، د ډېرې خوښۍ ځای دی چې د تېرو پنځو میاشتو په موده کې نن د افغانستان او ازبیکستان د سوداګرۍ خونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پنځمه غونډه ترسره کېږي چې د دواړو هېوادونو د دولتي ادارو په همکارۍ جوړه شوې ده.
ښاغلي هاشمي د تاشکند په ښار کې د افغانستان «Made in Afghanistan» نندارتون او د هغه د لاسته راوړنو یادونه وکړه او ویې ویل، دې نندارتون په درې ورځو کې څرګندې پایلې درلودې چې د بېلګې په توګه، تاشکند ته لېږدول شوي ۹۰ سلنه توکي وپلورل شول، سلګونه شرکتونه او زرګونه کسان نندارتون ته ورغلل، او له ۱۵۰ میلیونه ډالرو څخه په زیاته کچه هوکړهلیکونه او دوهاړخیز تړونونه لاسلیک شول.
هغه د ازبیکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې له صادقانه همکاریو، په ځانګړي ډول د دې خونې د رئیس دوران وهابوف مننه وکړه چې افغان سوداګرو ته یې په وړیا توګه سالون او ټولې غرفې برابرې کړې او ده همداراز د ازبیکستان له حکومت مننه وکړه چې د ۵۰ افغان سوداګرو لپاره مولټيپل ویزي ورکوي.
د خونې عمومي رئیس د افغانستان–ازبیکستان د سوداګریزې شورا د پرانیستې او د هغې د لومړۍ غونډې یادونه وکړه او دا یې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور لپاره مهمه لاسته راوړنه وبلله.
ښاغلي هاشمي د افغانستان د ځانګړي جغرافیایي موقعیت، شتمنو معادنو او پاکو کرنیزو محصولاتو یادونه هم وکړه او زیاته یې کړه چې دا ټول د ازبیکستان د سوداګرو لپاره د پانګونې ښه فرصتونه برابروي او داراز افغانستان د ازبیکستان د تولیداتو لکه خامو توکو، درملو، سمنټو او نورو توکو لپاره یو مناسب بازار دی.
د صنعت او سوداګرۍ ښاغلي وزیر دا غونډه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، ټرانزیټ او ګډو پانګونو د پراختیا لپاره ښه فرصت وباله او ده د ازبیکستان سره د سوداګرۍ د زیاتوالي په ځانګړې توګه د شپږو توکو لپاره د ترجیحي تعرفو په برخه کې د اسانتیاوو یادونه وکړه چې ازبیکستان د افغانستان صادراتي توکو ته برابرې کړې دي.
نوموړي همدارنګه وویل چې افغانستان نیم میلیون ټنه پنبه تولیدوي او ازبیکستان کولای شي په دې برخه کې ستر سوداګریز شریک وي.
ښاغلي شوکت جان عبدالرزاقوف د غونډې د تنظیم او مېلمهپالنې مننه وکړه او د نمنګان ولایت شته فرصتونه یې یاد کړل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ګډو پانګونو پر پراختیا یې ټینګار وکړ.
هغه وویل: موږ چمتو یو چې د افغانستان سره سوداګري نوره هم پراخه کړو او د صادراتي محصولاتو د پروسس په برخه کې د نړیوالو معیارونو سره سم مرسته وکړو څو نورو هېوادونو ته یې د صادراتو زمینه برابره شي.
د غونډې په پای کې ښاغلي امیني د خپلو خبرو په لنډیز کې وویل چې دا سوداګریزه ناسته ډېره بریالۍ او له لاسته راوړنو ډکه وه او زیاته یې کړه چې په دې غونډه کې د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ په بېلابېلو سکتورونو کې د څه باندې نیم میلیارد امریکايي ډالرو په ارزښت ۲۵ هوکړهلیکونه لاسلیک شول چې له دې جملې ۱۷۰ میلیونه ډالر د افغانستان صادرات ازبیکستان ته دي.
په دې غونډه کې د خونې د مدیره پلاوي ښاغلو غړو، الحاج قاسم عمرخېل، الحاج ګلمیر امیني، الحاج محمد یوسف یوسفي، الحاج حمیدالله حبیبي، الحاج هېوادباز، الحاج عبدالله رحیمي او الحاج میرویس کټوازی، د خونې د عامل پلاوي د ریاست مالي او اداري مرستیال، میرزمان پوپل، د خونې سلاکار، الحاج خانجان الکوزی، د کرنې او مالدارۍ خونې رئیس، الحاج خان محمد فروتن، د افغانستان صنایعو او کانونو خونې مرستیال، الحاج خان محمد وردګ او یوشمېر حکومتي چارواکو ګډون درلود.