د افغانستان او ازبیکستان د سوداګریزې شورا لومړۍ غونډه د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ خونو د رئیسانو او د شورا د غړو په ګډون، د متقابل تفاهم او همکارۍ په فضا کې د ازبیکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې په مرکزي دفتر کې جوړه شوه چې په کې د افغانستان او ازبیکستان د سوداګریزې شورا د جوړښت هوکړه لیک د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ خونو د رئیسانو ترمنځ لاسلیک شو.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس، ښاغلي سید کریم هاشمي په خپله وینا کې د دې شورا جوړېدل یو مهم او ستراتیژیک نوښت وباله او هغه یې د ستونزو د حل، د همکاریو د چټکتیا او شته ظرفیتونو د واقعي اقتصادي فرصتونو په بدلولو لپاره «یو عملي میکانیزم» یاد کړ.
نوموړي زیاته کړه چې د دې شورا رامنځته کېدل کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره د یو محرک انجن په توګه کار وکړي او د دوه اړخیزې سوداګرۍ د کچې لوړولو، بازارونو ته د لاسرسي اسانتیا، او په مهمو برخو لکه ټرانزیټ، انرژي، کرنه، صنعت او د ګډو ارزښتي ځنځیرونو په رامنځته کولو کې همکاري پراخه کړي.
ښاغلي هاشمي د افغانستان جغرافیایي موقعیت د مرکزي او جنوبي اسیا ترمنځ د نښلوونکې کړۍ په توګه او د ازبیکستان صنعتي ظرفیتونه یو د بل بشپړوونکي وبلل او د دې ظرفیتونو له هدفمندې کارونې څخه د اقتصادي پرمختګ لپاره په ګټې اخیستنې یې ټینګار وکړ.
هغه همدارنګه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ژمنتیا په ډاګه کړه چې د دې شورا ملاتړ به کوي او د دواړو هېوادونو د سوداګرو او پانګوالو ترمنځ به اړیکو کې اسانتياووې راولي.
د ازبیکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې رئیس، ښاغلي دوران وهابوف د دې شورا له جوړېدو هرکلی وکړ او هغه یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د بنسټیز کولو لپاره یو مهم ګام وباله او د سوداګریزو او پانګونې فرصتونو په پېژندنه کې یې د دې شورا پر رول ټینګار وکړ.
ښاغلي وهابوف هیله څرګنده کړه چې په راتلونکو کلونو کې به د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه له ۱.۶۸ میلیارده ډالرو څخه ۵ میلیارده ډالرو ته لوړه شي.
هغه همدارنګه د سوداګرو لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو د رامنځته کولو، په کال کې تر څلورو ځلو پورې د سوداګریزو نندارتونونو د تنظیم او د دواړو هېوادونو په ولایتونو کې د سوداګرۍ خونو د استازولیو د جوړېدو پر اړتیا ټینګار وکړ.
د دې غونډې په وروستۍ برخه کې د دواړو لوریو د سوداګریزې شورا غړي معرفي شول او د افغانستان او ازبیکستان د سوداګریزې شورا د جوړښت هوکړه لیک د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ خونو د رئیسانو لخوا لاسلیک شو. همدارنګه، د افغانستان د سوداګریزې شورا د چارو د پرمخ بیولو لپاره د ازبیکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې په مرکزي خونه کې یو دفتر ځانګړی شو، او په مقابل کې به د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې لخوا هم د همدې موخې لپاره یو دفتر ځانګړی شي.