د وچو مېوو صادروونکو خپلې ستونزې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له مشرتابه سره شریکې کړې

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي، ښاغلي الحاج عبدالقاسم امرخېل، او د خونې د عامل پلاوي رئیس، ښاغلي محمدولي امیني د وچو مېوو له یو شمېر صادروونکو سره د خونې د کنفرانسونو په تالار کې وکتل او د هغوی ستونزې یې واورېدې.
 
د وچو مېوو صادروونکو خپلې اساسي ستونزې یادې کړې چې د دوی له سوداګریزو توکو له ۳۰۹ څخه زیات کانتینرونه د هند د نیواشیوا بندر په بېړیو کې بند پاتې دي، او د خونې له مشرتابه یې وغوښتل چې له اړوندو دولتي ادارو سره په همغږۍ د دغو توکو د خوشې کېدو لپاره جدي هڅې وکړي.
ښاغلو امرخېل او امیني د صادروونکو د ستونزو تر اورېدو وروسته د خونې د همکارۍ ډاډ ورکړ او ویې ویل چې په لومړي ګام کې به د هغو سوداګرو سوداګریز توکي چې د صادراتو اسناد یې بشپړ دي، د هغه هېواد له سفارت سره شریک کړي څو نن یې د خوشې کېدو زمینه برابره شي، همدارنګه، د پاتې نورو کانتینرونو د خوشې کېدو لپاره به هم لازمې هڅې ترسره شي.
په دې لیدنه کې، د عامل پلاوي د ریاست مالي او اداري مرستیال، ښاغلي میرزمان پوپل او د افغانستان د صادراتو د عوایدو راټولولو مرکز رئیس، ښاغلي مولوي خان محمد هم حضور درلود.
 
دوشنبه، کب ۱۸مه، ۱۴۰۴