د نفتي توکو واردوونکو خپلې ستونزې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له مشرتابه سره شریکې کړې

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پالیسۍ او حکومت سره د اړیکو د برخې مرستیال، ښاغلي الحاج میراجان سلیمان‌خېل د نفتي توکو له یوشمېر واردوونکو شرکتونو سره د خونې د عمومي ریاست په دفتر کې وکتل او د هغوی ستونزې یې واورېدې.
 
د نفتي توکو واردوونکو شرکتونو مسوولانو د خونې له مشرتابه وغوښتل چې د سیمې اوسنیو حالاتو او حساس وضعیت ته په کتو، د دوی د ستونزو د حل لپاره هڅې وکړي.
ښاغلي سلیمان‌خېل د نفتي توکو واردوونکو سوداګرو د ستونزو له اورېدو وروسته، د دغه سکتور ستونزې تایید کړې او ژمنه یې وکړه چې خونه به د هغوی د ستونزو د حل، د بازار د ثبات ساتلو او د نفتي توکو د بیو د لوړېدو د مخنیوي لپاره له اړوندو ادارو سره په همغږۍ هر ډول لازمې هڅې وکړي.
د خونې د عامل پلاوي رئیس، ښاغلي محمد ولي امیني د هغو موضوعاتو د تعقیب او څارنې په اړه خبرې وکړې چې مخکې هم له خونې سره شریک شوي وو، او د خونې له لوري د ترسره شویو اقداماتو په اړه یې بشپړ معلومات وړاندې کړل.
په پای کې پرېکړه وشوه چې د مطرح شويو ستونزو د لا ښه حل په موخه به د بې‌کیفیته نفتي توکو د وارداتو د مخنیوي موظف پلاوي له مسوولانو سره غونډه تنظیم او جوړه شي.
 
یکشنبه، کب ۱۷مه، ۱۴۰۴