د ایران د نفتو وزارت مرستیال او مل پلاوي سره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عمومي رئیس او مشرتابه پلاوي لیدنه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس، ښاغلي الحاج سید کریـم هاشمي او د خونې د مشرتابه پلاوي یو شمېر غړو، د ایران اسلامي جمهوریت د نفتو وزارت مرستیال، ښاغلي سید علي موسوي په مشرۍ د راغلي یوه ایراني سوداګریز پلاوي او کابل کې د ایراني سفیر، علیرضا بیکدلي او مل پلاوي سره د خونې د عمومي ریاست په دفتر کې وکتل.
 
ښاغلي هاشمي د ایران د نفتو وزارت مرستیال او د هغه مل پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ هیله څرګنده کړه چې افغانستان ته د ښاغلي موسوي او د هغه مل پلاوي د سفر په پایله کې به د نفتي توکو په برخه کې د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره د سوداګرۍ پراختیا کې د ښو پرمختګو شاهدان ووسو.
هغه زیاته کړه چې افغانستان د ایران له لوري د ډیزل، ایل پي جي ګاز او نورو نفتي محصولاتو وارداتو ته اړتیا لري، خو دغه واردات باید د افغانستان د حکومت لخوا د ټاکل شوو معیارونو سره سم وي.
د خونې عمومي رئیس په هېواد کې د یو شمېر افغان سوداګرو لخوا د نفتو د یوې لویې چاڼخونې جوړولو برخه کې د پانګونې پروګرام ته اشاره وکړه او په دې برخه کې یې د ایران د نفتو وزارت د تخصصي او تخنیکي همکارۍ غوښتنه وکړه.
ښاغلي موسوي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له مېلمه‌پالنې او د دې غونډې له جوړولو مننه وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې ګډه همکاري به د افغانستان د نفتو انرژۍ د دوامدار تامین لامل شي.
هغه ټینګار وکړ چې ایران له افغانستان سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو په پراختیا کې هېڅ محدودیت نه لري او کولای شي د افغانستان د اړتیا وړ د ډیزل او LPG ګاز لویه برخه تامین کړي.
ښاغلي موسوي همدارنګه د افغانستان د نفتي معیارونو، په ځانګړي ډول د ډیزل په برخه کې، د مشخصاتو د شریکولو غوښتنه وکړه.
د ایران د نفتو وزارت مرستیال د افغانستان د نفتو چاڼخونې په برخه کې د ایران د نفتو وزارت د تخصصي او تخنیکي همکارۍ ته چمتووالی څرګند کړ او زیاته یې کړه: "زموږ هېواد په دې برخه کې لوړ ظرفیت او ښې تجربې لري او موږ همکارۍ ته تیار یو."
هغه د خونې عمومي رئیس ته بلنه ورکړه چې د سوداګریزو اړیکو د لا پراختیا لپاره ایران ته سفر وکړي چې دا بلنه د ښاغلي هاشمي لخوا په مننې سره ومنل شوه.
 
چهارشنبه، سلواغې ۲۲مه، ۱۴۰۴