د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشرتابه او عوایدو عمومي رئیس ترمنځ ګډه غونډه

د عوایدو عمومي رئیس، الحاج مولوی سفر محمد سحر سره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشرتابه پلاوي ځينو غړو او شرکتونو د استازو ترمنځ ګډه غونډه د عوایدو او ګمرکاتو په معینیت کې جوړه شوه.
په دې غونډه کې د خونې د مدیره پلاوي غړو؛ الحاج ابوعبید، الحاج عبدالله رحیمي، ښاغلي حبیبي او الحاج ګل‌میر امیني د صنفي مالیاتو، د شرکتونو د مالیاتو او مالیاتي ارزونو د بهیر په برخه کې د شته ستونزو په اړه خبرې وکړې او د سوداګرو او شرکتونو ستونزې یې د عوایدو عمومي رئیس سره شریکې کړې.
همدارنګه، د شرکتونو استازو هم په خپل وار خپلې ستونزې او وړاندیزونه مطرح کړل.
په پای کې، د اړوندو ریاستونو مسوولینو، په ځانګړي ډول د ارزونې رئیس او خدماتو د وړاندې کولو رئیس، د یادو شویو موضوعاتو په اړه لازم وضاحتونه ورکړل.
د عوایدو عمومي رئیس د ګډونوالو له حضور څخه د مننې ترڅنګ ژمنه وکړه چې ټولو مطرح شویو ستونزو ته به رسېدنه وشي او ډاډ یې ورکړ چې د خصوصي سکتور سره په همکارۍ کې به لا زیاتې هڅې ترسره شي.
 
پنجشنبه، مرغومي۱۱مه، ۱۴۰۴