په افغانستان کې د چین له سفیر سره د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عمومي رئیس او مشرتابه پلاوي لیدنه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس، ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي، په کابل کې د چین له سفیر، ښاغلي ژايو شینګ سره د خونې په مرکزي دفتر کې وکتل، او د افغانستان او چین ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا او د پانګونې په شته فرصتونو یې بحث او د نظرونو تبادله وکړه.
ښاغلي هاشمي د سفیر او مل پلاوي هرکلی وکړ او د تېرو کلونو په ترڅ کې یې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې او اقتصادي اړیکې د ښه کېدو په حال کې وبللې.
نوموړي د سوداګرو د ګډو پانګونو د هڅونې، د سوداګرۍ پر وړاندې د خنډونو د لرې کولو او د سوداګریزو اسانتیاوو د رامنځته کولو برخه کې د خونې او د چین سفارت ترمنځ پر لا زیاتې همکارۍ ټینګار وکړ.
هغه د سیمې په اقتصادي پرمختګ او په افغانستان کې د سترو بنسټیزو پروژو په ملاتړ کې د چین رول مهم وباله او له سفیر څخه یې وغوښتل چې چینایي سوداګر وهڅوي څو د افغانستان د نفتو د تصفیې او د اوسپنې د ویلې کېدو فابریکې د جوړولو برخه کې له افغان سوداګرو سره تخنیکي همکاري او ګډه پانګونه وکړي.
د چین سفیر په دې لیدنه خوښي وښوده او د افغانستان سره د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پیاوړتیا لپاره یې د چین ولسي جمهوریت ژمنتیا بیا تایید کړه.
هغه ډاډ ورکړ چې په کابل کې د چین سفارت چمتو دی څو د سوداګریزو اړیکو د اسانتیا او د افغانستان له خصوصي سکتور سره د چینایي پانګوالو د ګډو پانګونو د هڅونې برخه کې همکاري وکړي.
په دې لیدنه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د سوداګریزو چارو مرستیال، ګلبهار حبیبي او د مدیره پلاوي غړو؛ محمد یوسف یوسفي او ذبیح‌الله صمیم هم ګډون درلود.
 
دوشنبه، د ۱۴۰۴ کال د مرغومي ۲مه