د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس، ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د کابل ښاروال، مولوي عبدالرشید بلوڅ سره وکتل.
ښاغلي بلوڅ د خونې د مشرتابه پلاوي هرکلی وکړ او د ښاري ماسټرپلان د تطبیق او ښاروالۍ د بېلابېلو پروګرامونو په اړه یې معلومات وړاندې کړل، او د دغو مهمو پروګرامونو په بریالیتوب کې یې د خصوصي سکتور همکاري مهمه وبلله.
په دې لیدنه کې ښاغلي هاشمي د کابل ښاروالۍ سره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ، او د هېواد د خصوصي سکتور د عالي نښان په ډالۍ کولو سره یې د ښاري ماسټرپلان د تطبیق، ښاري خدمتونو، ښاري پراختیا، د سړکونو پراختیا، د کابل ښار د سمون او ښکلا، د کاري فرصتونو د رامنځته کولو او د هېواد د خصوصي سکتور د ملاتړ په برخه کې د کابل ښاروال خدمات او کړنې وستایلې.
په دې کتنه کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال، الحاج حبیبالله عمر، دارالانشا رئیس، الحاج ذبیحالله عمرخېل، د خونې د مدیره پلاوي غړو؛ یحیی پښتون، يوسف یوسفي، هېواد باز، حمیدالله حبیبي، عبدالله رحیمي او د دې خونې د عامل پلاوي رئیس، محمد ولي امیني ګډون درلود.