د صنعت او سوداګرۍ ښاغلي وزیر، نورالدین عزیزي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس، ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي، د قرغیزستان د صنعت او سوداګرۍ ښاغلي وزیر، د قرغیزستان د ټرانسپورټ او انرژۍ وزارتونو مرستیالانو، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیالانو او مدیره پلاوي غړو، د صنعت او کانونو، کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو خونو مشرانو، کسبهکارانو، د افغانستان او قرغیزستان د خصوصي سکتور د استازو ترمنځ د افغان–قرغیز سوداګریز تواصل غونډه د کابل ښار په ګرېنډ هوټل کې جوړه شوه.
دا ناسته د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور ترمنځ د ګډو سوداګریزو اړیکو او همکاریو د پراختیا، د پانګونو د جلب او د تولیدي ظرفیتونو د معرفي کولو په موخه جوړه شوې وه.
د صنعت او سوداګرۍ وزیر، ښاغلي نورالدین عزیزي، افغانستان او قرغیزستان ښه دوستان وبلل او ویې ویل چې دواړه هېوادونه د سوداګریزو اړیکو ترڅنګ د افغانستان لپاره د ټرانزیټ وصل مهمه نقطه بلل کېږي.
نوموړي په افغانستان کې د قرغیزستان د ګډې سوداګریزې خونې جوړېدل د ټرانزیټي اسانتیاوو د رامنځته کولو، د پانګونې فرصتونو د پېژندنې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو د زیاتوالي لپاره مهم وبلل.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس، ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د دې ناستې ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل چې افغانستان د جغرافیایي موقعیت له پلوه د مرکزي اسیا او سویلي اسیا ترمنځ د اړیکو پُل دی، او ټینګار یې وکړ چې د دې ځانګړي موقعیت له امله یې افغانستان د سیمې په مهمو ټرانزیټي او سوداګریزو لارو بدل کړی دی.
ښاغلي هاشمي، افغانستان د پانګونې لپاره یو مناسب ځای وباله او زیاته یې کړه: "افغانستان د طبیعي سرچینو له پلوه بډایه هېواد دی چې په کې د سرو زرو، مسو، لیتیوم، نفتو، سکرو، قیمتي او نیمهقیمتي ډبرو کانونه شامل دي. همدارنګه د لمریزې، اوبو او حرارتي انرژۍ د تولید لوړې وړتیاوې او پراخې کرنیزې ځمکې لري."
نوموړي هیله وښوده چې د نننۍ ناستې په ترڅ کې د دواړو هېوادونو سوداګر وکولای شي له یادو ظرفیتونو څخه په سمه توګه ګټه واخلي او په بېلابېلو سکتورونو کې پانګونه وکړي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس، قرغیزستان د افغانستان مهم اقتصادي، سوداګریز او ټرانزیټي شریک وباله او ویې ویل چې د سوداګرۍ او پانګونې خونه د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور ترمنځ د اسانتیاوو د رامنځته کولو، د پانګونې خنډونو د لرې کولو او د نندارتونونو د تنظیمولو په برخه کې د اړیکو پُل دی.
د قرغیزستان د اقتصاد او سوداګرۍ وزیر، بکیت سیدیکوف وویل چې د تېرو دوو کلونو په ترڅ کې د افغانستان او قرغیزستان ترمنځ سوداګري د ښهوالي په لور روانه ده.
نوموړي زیاته کړه چې د ننني سوداګریز تواصل غونډه کې د قرغیزستان له بېلابېلو سکتورونو ۱۵ شرکتونو؛ په ځانګړي ډول دولتي تولیدي شرکتونو، ټرانزیټي او سوداګریزو شرکتونو، خصوصي بانکونو، ماشینجوړولو او ټوکر سکتور څخه ګډون کړی دی.
هغه افغانستان د جغرافیایي موقعیت له مخې د مرکزي اسیا او سویلي اسیا ترمنځ د ټرانزیټ وصل نقطه وبلله او د قرغیزستان لپاره یې مهم اقتصادي شریک یاد کړ.
د یادونې وړ ده چې په دې سوداګریز تواصل غونډه کې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتورونو ترمنځ د درملو، خامو موادو، لوژستیک، ودانیزو او ډیکورېشن په برخو کې د څه باندې ۱۵۷ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت هوکړه لیکونه لاسلیک شول.