د بلخ ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې د نوي رئیس، مرستیالانو او مدیره پلاوي د نويو غړو ټاکل او پېژندنه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عمومي رئیس، ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي، د خصوصي سکتور مشران، سوداګرو، پانګه‌والو، صنعت‌کارانو او د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه د یو شمېر قومي مخورو په حضور کې د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې د بلخ ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي نوی رئیس، مرستیالان او غړي وپېژندل شول.
په دې مراسمو کې ښاغلی الحاج محمد ابراهیم غضنفر د ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي له لوري د بلخ ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي د نوي رئیس په توګه وپېژندل شو.
همدارنګه نوي مرستیالان او د مدیره پلاوي یو شمېر نوي غړي هم ګډونوالو ته وروپېژندل شول.
د غونډې په پیل کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس، ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي، د بلخ ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پخواني سرپرست او مرستیال محترم الحاج هارون رشید قاضي له هڅو او خدمتونو مننه وکړه او د خونې نوي رئیس په توګه یې د ښاغلي الحاج محمد ابراهیم غضنفر ټاکل کېدو ته مبارکي ورکړه.
نوموړي د ښاغلي غضنفر د شخصیت، تجربې او د خصوصي سکتور د ملاتړ په برخه کې د هغه د اغېزمن رول یادونه وکړه او د مرکزي خونې له لوري یې د بلخ ولایت نوي مشرتابه ته د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.
وروسته د بلخ ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې نوي رئیس، ښاغلي الحاج محمد ابراهیم غضنفر د خونې د مشرتابه، مدیره پلاوي د غړو او د سوداګرۍ ټولنې له باور څخه مننه وکړه او دا مسوولیت یې یو لوی امانت وباله.
نوموړي ژمنه وکړه چې د مدیره پلاوي، سوداګرو او اړوندو ادارو سره په همکارۍ به د خصوصي سکتور د ودې، د سوداګرو د مشروع حقونو د دفاع، د سوداګریزو چارو د اسانتیا او په بلخ ولایت او د شمالي زون کې د سوداګرۍ او پانګونې د پراختیا لپاره د مناسبو زمینو د برابرولو په برخه کې له هېڅ ډول هڅې څخه ډډه ونه کړي.
د غونډې په پای کې ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د ستاینلیک په ډالۍ کولو سره د بلخ ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پخواني سرپرست او مرستیال ښاغلي الحاج هارون رشید قاضي له خدمتونو او هڅو ستاینه وکړه.
 
 
سې‌شنبه، لیندۍ ۲۵مه، د ۱۴۰۴