د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه پلاوي له خوا، د عامل پلاوي د کارکوونکو مالي تشویق وشو

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي، د اتاق د عمومي رئیس الحاج سید کریم هاشمي په مشرۍ او د مدیره پلاوي د مرستیالانو، د دارالانشاء د رئیس او د مدیره پلاوي د ځینو غړو په ګډون، یوه ناسته ترسره کړه، چې موخه یې د عامل پلاوي د کارکوونکو د کلونو خدماتو ستاینه او د هغوی مالي تشویق وو.
په دغه ناسته کې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس او د مدیره پلاوي مرستیالانو، له خپلو شخصي مالي سرچينو څخه، د ۴۰،۰۰۰ امریکایي ډالرو په اندازه مرسته د تشویقي بڼې په توګه د اتاق کارکوونکو ته ورکړه.
 
دوشنبه، د تلې ۲۸مه، ۱۴۰۴