د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د فراه ولایت د سوداګرۍ اتاق له یو شمېر غړو سره لیدنه ترسره کړه

ښاغلي الحاج حبیب‌الله عمر، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال د محترم محمد یوسف یوسفي، د اتاق د رهبري غړي په شتون کې، د فراه ولایت د سوداګرۍ اتاق له لومړي مرستیال محترم حاجي ذکریا او مل پلاوي سره په مرکزي دفتر کې لیدنه وکړه.
محترم ذکریا د فراه اتاق د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړل او د خصوصي سکتور د عمده ستونزو، لکه د ترانسپورتي اسانتیاوو نشتوالی او د بار وړونکو موټرو د کرايو لوړوالي یادونه وکړه. هغه له ښاغلي عمر نه وغوښتل چې فراه ولایت ته سفر وکړي او هلته د سوداګرو ستونزې له نږدې واوري.
ښاغلي عمر، د فراه د اتاق د پلاوي راتګ ته ښه راغلاست ووایه او ډاډ یې ورکړ چې د هېواد د سوداګرو د ستونزو د حل په برخه کې به له خپلې هر اړخیزې همکارۍ څخه ډډه ونه کړي.
هغه زیاته کړه چې د اتاق رهبري پلان لري چې ډېر ژر ولایتونو ته سفرونه ترسره کړي څو د خصوصي سکتور ستونزې له نږدې واوري او له اړوندو حکومتي مقاماتو سره یې شریکې کړي.
 
دوشنبه، د تلې ٢٨مه، ۱۴۰۴ هـ.ش