د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس الحاج سید کریم هاشمي د نکسورا ګروپ د شرکت له رئیس ښاغلي ظهور مدبر او د هغه له ټیم سره په خپل دفتر کې وکتل.
په دې لیدنه کې ښاغلي ظهور د نکسورا ګروپ د فعالیتونو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل، او څرګنده یې کړه چې شرکت یې چمتو دی د هېواد د سوداګریز وضعیت د ښه والي او د خصوصي سکتور د پیاوړتیا لپاره خپلې طرحې له اتاق سره شریکې کړي.
ښاغلي هاشمي د نکسورا ګروپ د کړنو هرکلی وکړ، او له هغوی یې وغوښتل چې خپلې طرحې او نظریې د افغانستان د اقتصادي ودې، د تولیدي سکتور د پیاوړتیا، او نورو اړونده برخو د پرمختګ لپاره په لیکلې بڼه له اتاق سره شریکې کړي.