د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس الحاج سید کریم هاشمي، مرستیالان او د مدیره پلاوي یو شمېر غړي د رئیسالوزرا له محترم اقتصادي مرستیال الحاج ملا عبدالغني برادر سره په قصر نمبر (۱) کې وکتل.
په دې لیدنه کې د خصوصي سکتور پر یو لړ شته ستونزو مفصل بحث وشو. همدارنګه د یوې سترې سهامي کمپنۍ د جوړېدو پر طرحه خبرې وشوې، چې موخه یې د نړیوالو معیارونو له مخې د نفتو د تصفیهخانې تاسیس دی. دا تصفیهخانه به د لوړ تولید ظرفیت ولري او د هېواد د خلکو د نفتو یوه لویه برخه اړتیاوې به پوره کړي.
محترم الحاج ملا عبدالغني برادر د اتاق د مشرتابه د دغه نوښت هرکلی وکړ، د هېواد له سوداګرو او پانګهوالو سره یې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ، او دغه ګام یې د هېواد د ځانبسیا په لور یو مهم ګام وباله.