په کابل کې د فاریاب ولایت ولسي شورا غړو د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له عمومي رئیس سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس الحاج سید کریم هاشمي د کابل ښار میشت د فاریاب ولایت د خلکو د شورا له رئیس او مشرانو سره په خپل دفتر کې وکتل او د دوی ستونزې یې واورېدې.
په دې لیدنه کې د فاریاب ولایت د خلکو شورا د خپلو ستونزو په ځانګړي ډول د ګاونډیو هېوادونو د ویزو د صدور په بهیر کې د اسانتیاوو د نشتوالي مسئله د اتاق له عمومي رئیس سره شریکه کړه او د هغه د همکارۍ غوښتنه یې وکړه.
ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د فاریاب ولایت د خلکو د شورا له غړو سره د خبرو پر مهال څرګنده کړه، چې د خصوصي سکتور او خلکو مشروع غوښتنې د اتاق د رهبرۍ د کار مهمه برخه ده، او ژمنه یې وکړه چې یادې ستونزې به د اړوندو حکومتي مقاماتو سره شریکې کړي او د حل لپاره به لازمه همکاري ترسره کړي.
 
شنبه، د تلې ۲۶مه، ۱۴۰۴