د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د څلورمې دورې دوهمه غونډه د ښاغلي سید کریم هاشمی، د اتاق د عمومي رئیس تر ریاست لاندې او د مرستیالانو، د مالي چارو رئیس او د دارالانشا رئیس په ګډون او همدارنګه د مدیره پلاوي د اکثریت غړو په شتون، د اتاق د عمومي ریاست په دفتر کې ترسره شوه.
په پیل کې ښاغلي سید کریم هاشمی، حاضرینو ته د ښه راغلاست په ویناوو سره وویل: د نویو مرستیالانو او د مدیره پلاوي د غړو په بشپړیدو سره، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګوونې اتاق به په پیاوړي ډول خپلو دندو او مسؤلیتونو ته ادامه ورکړي او هیله لري چې په یووالي او اتفاق سره د خصوصي سکتور وده، اقتصادي پرمختګ، د کار رامنځته کول او د خلکو او ګران هېواد ته خدمت وکړو.
ورپسې د دوهمې غونډې اجنډا کې شامل موضوعات د دارالانشا محترم رئیس ذبیحالله عمرخیل له خوا غونډې ته وړاندې شول.
بیا د اتاق د عامل پلاوي راپورونه د عامل پلاوي رئیس محترم محمد ولي امیني لخوا غونډې ته وړاندې شول، چې د مدیره پلاوي او د عامل پلاوي د ریاست د وړاندیز شوو مواردو په هکله بحث وشو او همدارنګه د صادراتو ستونزه او د اتاق د جایدادونو موضوع د حل په موخه د څو تخصصي کمیټو د جوړولو د تصویب ترڅنګ، اړینې پریکړې تر سره شوې.