د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د تيلو او مايع ګازو د ټانکدارانو د تخصصي کميټې له رئیس او غړو سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د دارالانشأ رئیس ښاغلي ذبیح‌الله عمرخیل او د عامل پلاوي رئیس ښاغلي محمد ولي امیني، د افغانستان د تيلو او مایع ګازو د ټانکدارانو د تخصصي کميټې له رئیس ښاغلي حاجي مسعود راحت او د یادې کميټې له یو شمېر غړو سره د اتاق د کنفرانسونو په تالار کې وکتل.
په دې ناسته کې د ټانکدارانو د ستونزو او وړاندیزونو په اړه هر اړخیز بحث او د مناسبو حل‌لارو د موندنې په موخه مفصلې خبرې وشوې.
ښاغلي امیني، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د ټولو سوداګرو ګډ کور او د خصوصي سکتور او حکومت ترمنځ د اړیکو پُل وباله او ډاډ یې ورکړ چې اتاق به د دغو ستونزو د حل او د اړوندو حکومتي ادارو سره د شریکولو په برخه کې خپله هر اړخیزه همکاري دوامداره وساتي.
ښاغلي راحت او د یادې کميټې غړو د ټانکدارانو پر اوسنیو ستونزو، په ځانګړي ډول د هغو ځمکو د داوطلبۍ پر بهیر چې د دولت له لوري په کرايه ورکړل شوې دي، او همدارنګه د کابل ښاروالۍ د مارکېټ د تنظیم ادارې له‌خوا ټاکل شويو نرخونو په اړه خبرې وکړې او د اتاق له مشرتابه یې وغوښتل چې د دغو ستونزو د حل لپاره جدي پاملرنه وکړي.
ښاغلي عمرخیل په جمع بندۍ کې یادونه وکړه چې اتاق له حکومتي چارواکو سره څو ناستې ترسره کړې دي، څو د سوداګرو، په ځانګړي ډول د ټانکدارانو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو لارې چارې ولټوي. نوموړي د حکومت د رهبرۍ، په ځانګړي ډول د اقتصادي مرستیال له پاملرنې مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د اتاق رهبري به د ټانکدارانو شته ستونزې له اړوندو حکومتي ادارو سره شریکې او د حل لپاره به یې هڅې جاري وساتي.
 
 
 
 
پنجشنبه، د تلې ۲۴مه، ۱۴۰۴