د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د پانګونې مرستیال د ازبیکستان په پلازمېنه تاشکند کې د اسلامي امارت له سفیر سره لیدنه وکړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د پانګونې مرستیال ښاغلی آرین زلگی عظیمي، د اتاق د مشرتابه پلاوي د غړو ښاغلو عبدالله رحیمي او عبدالصبور احمدي په حضور کې، د اسلامي امارت له سفیر ښاغلي شیخ مولوي عبدالغفار بحر سره لیدنه ترسره کړه.
په ازبیکستان کې د اسلامي امارت سفیر، د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا د سفارت له مهمو لومړیتوبونو څخه وبلله او د افغانستان د سوداګرۍ اتاق د استازولۍ د پرانیستلو په برخه کې یې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.
ښاغلي عظیمي د سفارت له اغېزمنو همکاريو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ د اتاقونو او د ازبیکستان د حکومت په همکارۍ د افغان سوداګرو لپاره ډېرې اسانتیاوې برابرې شوي دي. د بېلګې په توګه، د سوداګریزې اقامې لګښت چې پخوا ۲۵۰ زره ډالره و، اوس ۵۰ زره ډالرو ته راټیټ شوی دی. نوموړي همدارنګه په افغانستان کې د امنیت د ټینګښت او د کورنیو او بهرنيو پانګونو د ښه فرصتونو په رامنځته کېدو ټینګار وکړ.
 
چهارشنبه، د تلې ۲۲مه، ۱۴۰۴