د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او د چین – ازبکستان ګډ اتاق ترمنځ ګډ سوداګریزه ناسته ترسره شوه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او د ازبکستان – چین ګډ اتاق ترمنځ ګډه سوداګریزه ناسته د ښاغلي آرین زلګی عظیمي، د اتاق د پانګونې مرستیال، ښاغلو عبدالله رحیمي او عبدالصبور احمدي، د اتاق د مشرتابه پلاوي غړو، او د ښاغلي لیو، د ازبکستان – چین د ګډ اتاق رئیس، او همدارنګه د یو شمېر افغان او چینايي سوداګرو په حضور کې په تاشکند کې ترسره شوه.
په دې ناسته کې له لسو څخه ډېر تجارتي تړونونه د ودانیزو موادو، ماشین‌الاتو او وچو مېوو په سکتورونو کې د افغان او چینايي سوداګرو ترمنځ د ۶۰ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت لاسلیک شول.
ښاغلي عظیمي د چین – ازبکستان ګډ اتاق د دې ناستې د تنظیم له امله مننه وکړه او د درې واړو هېوادونو اغېزمن رول یې د سیمه‌ییزو اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا، د پانګونې د جذب او د چین، ازبکستان او افغانستان ترمنځ د نوې اقتصادي – تجارتي اړیکې د پيل په برخه کې مهم وباله.
ښاغلي لیو ټینګار وکړ چې د زیربنایي نښلونې پیاوړتیا، د انرژۍ، کانونو، زراعت په سکتورونو کې ګډو پانګونو پراختیا او د درې اړخیزو سترو پانګونو له لارې د کاري فرصتونو رامنځته کول باید لا زیات پیاوړي شي.
 
چهارشنبه، د تلې ۲۳مه، ۱۴۰۴