د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د پانګونې مرستیال د ازبیکستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق له رئیس سره وکتل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د پانګونې مرستیال ښاغلي آرین زلگی عظیمي ازبیکستان ته د خپل کاري سفر پر مهال ، د هېواد د یو شمېر مخکښو سوداګرو په ملتیا، د ازبیکستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق له رئیس ښاغلي دوران وهابوف سره په تاشکند ښار کې وکتل او د دواړو هېوادونو د اتاقونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا او همکارۍ په اړه یې بحث او خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې، ښاغلي عظیمي د درې میاشتنیو تجارتي ناستو پر جوړېدو، د ګډو کلنیو نندارتونونو پر تنظیم، د تجارتي ویزو د آسانتیاوو پر رامنځته کولو، د دواړو اتاقونو ترمنځ پر نږدې همکارۍ او په تاشکند کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د استازولۍ پر پرانستلو ټینګار وکړ. نوموړي همدارنګه د ترمز بندر د ګمرکي ستونزو یادونه وکړه او د ترانزیتي لګښتونو د کمښت او د ګمرکي ستونزو د حل په برخه کې یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د ازبیکستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق رئیس د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا پر اهمیت ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړه چې د ترمز په بندر کې به د افغان سوداګرو د ګمرکي ستونزو د حل او د تجارتي ویزو د آسانتیاوو په برخه کې به هر اړخیزه همکاري کوي.
 
چهارشنبه، د تلې ۲۳مه، ۱۴۰۴