د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د پانګونې مرستیال د افغانستان او ازبیکستان د خصوصي سکتور په سوداګریزه ناسته کې ګډون وکړ

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د پانګونې مرستیال ښاغلي آرین زلگی عظیمي، د ازبییکستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق د رسمي بلنې له مخې، د اتاق د یو شمېر بورډ غړو او د هېواد د مخکښو سوداګرو په ملتیا، د افغانستان او ازبیکستان د خصوصي سکتور په ګډه سوداګریزه ناسته کې چې په تاشکند ښار کې د دغه هېواد د لوړپوړو حکومتي چارواکو او بېلابېلو سکتورونو د استازو په حضور کې جوړه شوې وه، ګډون وکړ.
په دې سوداګریزه ناسته کې د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ له ۳۰ څخه ډېر تجارتي تړونونه د نږدې ۸۰ میلیونو امریکایي ډالرو په ارزښت لاسلیک شول. دا تړونونه د بیلابیلو برخو لکه د ودانیزو توکو، غوړیو، دواګانو، تازه او وچو میوو په سکتورونو کې لاسلیک شوي دي.
یاده ناسته د ازبیکستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق له لوري، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق په همکارۍ د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا، د سوداګریزو همکاریو د پراختیا او د ګډو پانګونو د رامنځته کولو په موخه جوړه شوې وه، چې پکې له ۷۰ څخه زیات افغان سوداګر او له ۳۰۰ څخه زیات ازبیک سوداګر او شرکتونه د بیلابیلو اقتصادي سکتورونو په ځانګړې توګه د خوراکي توکو، ودانیزو موادو، دواګانو، نساجۍ، لوژستیک او د موټرو د پرزو په برخو کې ګډون درلود.
 
چهارشنبه، د تلې ۲۳مه، ۱۴۰۴