د کندز ولایت سوداګرو خپلې ستونزې د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له عمومي رئیس سره شریکې کړې.

ښاغلي هارون الرشید قاضي د سوداګرو په استازیتوب خبرې وکړې او د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د صادراتو په برخه کې خپلې ګمرکي ستونزې د اتاق له رئیس سره شریکې کړې او د هغه د همکارۍ غوښتنه یې وکړه.
 
ښاغلي سید کریم هاشمي، د اتاق عمومي رئیس، د کندز ولایت له سوداګرو سره د ستونزو د حل په اړه چې په ځینو عربي هېوادونو کې هم فعالیت لري، د هېواد د نافذه قوانینو سره سم او د حکومتي مسؤلینو په همغږۍ د همکارۍ ژمنه وکړه.
 
 
 
 
 
پنجشنبه، د ۱۴۰۴ لمریز کال د زمري ۲۳مه