د برقي وسایلو د تخصصي کمېټې رئیس او د خیرخواه مارکېټ د اورلګېدنې ځینې متضررین خپلې ستونزې د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له عمومي رئیس سره شریکې کړې.

ښاغلی سید کریم هاشمي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس، له ښاغلي محمد ابراهیم رسولی او د خیرخواه مارکېټ د اورلګېدنې له ځینو متضررینو سره وکتل.
 
ښاغلي رسولي خپلې شته ستونزې د اتاق له عمومي رئیس سره شریکې کړې او ترې یې وغوښتل چې د هغو د حل لپاره د اړوندو حکومتي ادارو په همغږۍ ځانګړې پاملرنه وکړي.
ښاغلي هاشمي، د هغوی د ستونزو د اورېدو وروسته، ورڅخه یې غوښتنه وکړه چې خپلې ټولې ستونزې په لیکلي ډول اتاق ته وسپاري، تر څو د حل لپاره یې هڅې وشي.
 
 
 
 
 
 
دوشنبه، د زمري ۲۰مه، ۱۴۰۴