ښاغلي سید کریم هاشمي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومی رئيس، له ښاغلي خسرو فضلي، د غضنفر بانک عامل رئيس او د هغه له مل ټیم سره په مرکزي دفتر کې ولیدل.
ښاغلي فضلي د بانکي سکتور ستونزې یاده کړې او د اتاق د همکارۍ غوښتنه یې وکړه. نوموړي همدارنګه سوداګرو ته د لا زیاتو بانکي اسانتیاوو د رامنځته کولو لپاره د خپلو هڅو ډاډ ورکړ.
ښاغلي هاشمي د خصوصي بانکونو رول او د غوره بانکي خدماتو وړاندې کول د هېواد په اقتصاد او سوداګرۍ کې مهم وبلل او زیاته یې کړه چې اتاق به د بانکي ستونزو د راټولولو او حل لپاره په نږدې راتلونکي کې د خصوصي بانکونو او د افغانستان بانک د مشرتابه په ګډون ناسته جوړه کړي. هغه له ښاغلي فضلي وغوښتل چې د بانکي سکتور لویې ستونزې په لیکلې بڼه اتاق ته وسپاري تر څو د حل لپاره یې هڅې وشي.
دوشنبه، د زمري ۲۰مه، ۱۴۰۴