ښاغلي سید کریم هاشمي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس، د حیرتان د نفتو د موادو د اتحادیې له رئيس ښاغلي عبدالمؤمن ضیایي او د هغه له ملګرو سره د اتاق په مرکزي دفتر کې وکتل.
ښاغلي ضیایي، ښاغلي هاشمي ته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عمومي رئیس په توګه د ټاکل کېدو مبارکي او نیکې هیلې وړاندې کړې او همدارنګه یې خپلې شته ستونزې د عمومي رئیس سره شریکې کړې. نوموړي له ښاغلي هاشمي وغوښتل چې د اړوندو حکومتي ادارو په همغږۍ کې د دوی د ستونزو د حل لپاره جدي پاملرنه وکړي.
ښاغلي هاشمي، ښاغلي ضیایي او د هغه د ټیم راتګ اتاق ته هرکلی ووایه او د ټلیفوني خبرو پر مهال یې د یاد شوي سکتور ستونزې د افغانستان د لوی نظارت له محترم مقام سره شریکې کړې او ترې یې وغوښتل چې د سوداګرو د ستونزو په حل کې همکاري وکړي. هغه د هېواد د خصوصي سکتور د ستونزو د حل په برخه کې د اتاق له هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.
یکشنبه، د زمري ۱۹مه، ۱۴۰۴