د اتاق لومړي مرستیال د زعفرانو د صادرونکو له اتحادیې سره وکتل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق د مالي او اداري مرستیال سرپرست ښاغلي میرزمان پوپل په حضور کې، د زعفرانو د صادرونکو اتحادیې له رئیس ښاغلي حاجي محمد ابراهیم او د دې اتحادیې د مشرتابه له غړو سره د اتاق په کنفرانسونو تالار کې وکتل او د دوی ستونزې یې واورېدې.
 
د زعفرانو د صادرونکو اتحادیې رئیس او مشرتابه غړو خپلې لویې ستونزې بیان کړې، په ځانګړې توګه د شاروالۍ جوازونو، د صنعتي پارکونو په ساحه کې د ځمکې ویش، او د هندوستان ویزې ترلاسه کولو په برخو کې.
دوی له اتاق څخه وغوښتل چې د یادو ستونزو په حل کې ورسره همکاري وکړي.
ښاغلي مهمند، د اتحادیې رئیس او مشرتابه ته ښه راغلاست ووایه، د دوی ستونزې یې واورېدې، او زعفران یې د هېواد له مهمو صادراتي اقلامو څخه وباله.
نوموړي ډاډ ورکړ چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق به د زعفرانو د تولید پراختیا او صادراتو زیاتوالي ته هر اړخیز ملاتړ وکړي.
همداراز یې ژمنه وکړه چې یادې ستونزې به د اړوندو دولتي ادارو سره شریکې کړي او د حل لپاره به هلې ځلې وشي.
 
 
 
 
 
شنبه، د چنګاښ ٢١مه، ۱۴۰۴