له افغان سمون ممیزو د پروسس او تولید فابریکې څخه د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه پلاوي لیدنه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي، لومړی مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، ښاغلی خانجان الکوزی د مشرتابه پلاوي غړی او د افغان-پاکستان ګډ اتاق رئیس، او ورسره ښاغلي احمدشاه حکیمي د کابل د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړی مرستیال، ښاغلی عبدالسلام کوهي د اتاق حقوقي سلاکار، ډاکتر سلطان او حاجي ګلاب خان صبري د افغان سمون شرکت مالکان، او صمیم هاشمي د دولت سره د اړیکو د څانګې مسئول هم حضور درلود، د افغان سمون ممیزو د پروسس فابریکې د کار، ماشینرۍ او تاسیساتو څخه لیدنه وکړه.
 
ښاغلي مهمند د افغان سمون شرکت له رهبرۍ څخه د هېواد دننه پانګونې له امله مننه وکړه او دا ډول فابریکې یې د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو، د زراعت د میکانیزه کولو، صادراتو د زیاتوالي او د هېواد د اقتصادي ودې لپاره مهمې وبللې. نوموړي ډاډ ورکړ چې د سوداګرۍ او پانګونې اتاق به د یاد شرکت د تولیداتو او د افغانستان د زراعتي محصولاتو لپاره د اروپايي او آسیایي هېوادونو بازارونو موندلو کې هر اړخیز ملاتړ وکړي.
ښاغلي الکوزي د هېواد د تولیدي فابریکو پر اهمیت خبرې وکړې او ویې ویل چې دا ډول فابریکې د اقتصادي ودې، د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو او د افغانستان د صادراتو د زیاتوالي لپاره مهم رول لري.
همداراز، د اتاق مشرتابه پلاوي د دې سفر په ترڅ کې د استالف له بازار، په ځانګړي ډول د دې ولسوالۍ له خټین لوښو او لاسي صنایعو څخه لیدنه وکړه او د دې ارزښتناکو صنایعو تولیدونکي یې وهڅول چې د امام ابوحنیفه (رح) په نوم په څلورمه ملي او نړیواله نندارتون کې برخه واخلي او خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړي.
دوی ژمنه وکړه چې د استالف د خټین لوښو تولیدونکو لپاره به یو غرفه په وړیا توګه ځانګړی کړي.
یادونه باید وشي چې د افغان سمون ممیزو د پروسس فابریکه د استالف په ولسوالۍ کې، له کابل ښار څخه ۴۵ کیلومتره لرې موقعیت لري. د دې فابریکې د جوړېدو چارې په ۲۰۱۳ میلادي کال کې د ۱۲۸ جریبه ځمکې په ساحه کې پیل شوې وې او شاوخوا ۸ میلیونه ډالر پانګونه پرې شوې ده. تمه ده چې دا فابریکه به ډېر ژر د حکومت د مشرانو او د خصوصي سکتور د غړو له خوا پرانیستل شي او رسماً به فعالیت پیل کړي.
 
 
 
 
 
 
 
سه‌شنبه، د چنګاښ ٣مه، ۱۴۰۴