د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال د آلمان د بهرني اقتصاد او سوداګرۍ له رئیس سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د آلمان د بهرني اقتصاد او سوداګرۍ له رئیس ښاغلي اورس اونکاوف سره په برلین ښار کې وکتل او له اروپایي هېوادونو، په ځانګړې توګه آلمان سره د افغانستان د سوداګرۍ د پراختیا او همداراز د پانګونې په اړه یې خبرې وکړې.
 
ښاغلي مهمند د افغانستان په برلین کې د سفارت له مسؤل ښاغلي عبدالباقي پوپل او د هغه له همکارانو څخه د دې لیدنې د زمینې برابرولو له امله مننه وکړه. نوموړي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د فعالیتونو په اړه تفصیلي معلومات وړاندې کړل، او له آلمان سره د افغان سوداګرو د اوږدمهالو سوداګریزو اړیکو یادونه وکړه. هغه همداراز په افغانستان کې د موجودو پانګوالو فرصتونو په اړه خبرې وکړې او له ښاغلي اونکاوف څخه یې وغوښتل چې آلماني پانګوال دې وهڅوي څو له افغان پانګوالو سره ګډې پانګونې ترسره کړي.
د آلمان د بهرني اقتصاد او سوداګرۍ رئیس، د ښاغلي مهمند له لوري د سوداګرۍ او پانګونې د فرصتونو په اړه له وړاندې شوو معلوماتو څخه مننه وکړه، او ډاډ یې ورکړ چې د آلماني پانګوالو د هڅونې او له افغان پانګوالو سره د ګډو پانګونو په برخه کې به هر اړخیز ملاتړ وکړي.
 
 
 
 
 
 
 
شنبه، د غویی۲۰مه، ۱۴۰۴