د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د جرمني د سوداګرۍ شورا سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق د مشرتابه پلاوي غړو ښاغلي آذرخش حافظي، اختر محمد پوپل، بلال احمد علیزي، زمري حاجي زاده، حاجي عبدالکریم او شعیب قناویزیان چې د جرمني مېشت پیژندل شوي سوداګر دي، له ښاغلي توکاس د جرمني د سوداګرۍ شورا د افغانستان د څانګې مسؤل سره وکتل او د اروپايي هېوادونو سره د سوداګرۍ پراختیا او په افغانستان کې د پانګونې د جلبولو په اړه خبرې وکړې.
ض
ښاغلي مهمند د پانګونې موجودو فرصتونو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: په هېواد کې سراسري امنیت، د کوکنارو کر د بندیدو او اداري فساد د له‌منځه تلو له امله، په افغانستان کې د پانګونې لیوالتیا ورځ تر بلې زیاتیږي.
د اتاق لومړي مرستیال د حکومت له خوا د پانګوالو او سوداګرو لپاره د رامنځته شویو آسانتیاوو په اړه تفصیلي معلومات وړاندې کړل او د جرمني د سوداګرۍ شورا د رهبري پلاوي څخه یې وغوښتل چې په اروپا کې پانګوال، په ځانګړې توګه د جرمني هېواد پانګوالو وهڅوي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
په دې ناسته کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او د جرمني د سوداګرۍ شورا ترمنځ د همکاریو یو تفاهم لیک هم لاسلیک شو. د دې تفاهملیک له مخې، یاده شورا به هڅه کوي چې اروپايي پانګوال او په اروپا، په تېره بیا جرمني کې مېشت افغان تاجران، په افغانستان کې ګډو پانګونو ته وهڅوي. دغه راز، په تفاهملیک کې ټینګار شوی چې د افغانستان سوداګري له اروپايي هېوادونو، په ځانګړي ډول له جرمني سره زیاته شي، او له اروپايي هېوادونو غوښتنه شوې چې د افغانستان د صادراتي توکو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي او ترجیحي تعرفې په پام کې ونیسي.
ښاغلي توکاس د اتاق د رهبري پلاوي هرکلی وکړ، د لا ډېرو همکاریو لپاره یې چمتووالی اعلان کړ، او د ښاغلي مهمند له بلنې یې مننه وکړه چې هغه یې د امام ابو حنیفه (رح) څلورم ملي او نړیوال نندارتون ته دعوت کړی و، او ژمنه یې وکړه چې په دغه نندارتون کې به ګډون وکړي.
 
 
 
 
 
 
پنجشنبه، د غویی ١٨مه، ۱۴۰۴