د ختیځ زون ولایتونو د پانګونې فرصتونو او ننګونو کنفرانس ترسره شو

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق، د سوداګرو ستونزو ته د رسېدو، پانګونې جلبولو، فرصتونو او ننګونو په نښه کولو او د خصوصي سکتور او حکومتي ادارو ترمنځ د همغږۍ په موخه، د "ختیځ زون ولایتونو د پانګونې فرصتونه او ننګونې" تر سرلیک لاندې د ننګرهار ولایت جلال آباد ښار کې کنفرانس جوړ کړ.
 
په دې کنفرانس کې ښاغلو: خیرالدین مایل احمدي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سوداګریز مرستیال، نصیر احمد عرب خدماتي مرستیال، خان محمد سرفراز باز د مدیره پلاوي د دارالانشاء رئیس، شیرین آغا سخي د مدیره پلاوي مالي رئیس، سید جاوید برهان د مدیره پلاوي د نړیوالو اړیکو رئیس، خانجان الکوزی د مدیره پلاوي غړی او د افغان - پاک ګډې اتاق رئیس، سید پرویز سادات هوفیاني د مدیره پلاوي غړی، احمدشاه حکیمي د کابل د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړی مرستیال، میر زمان پوپل د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال سرپرست، د لغمان والي، د ننګرهار او نورستان د ولایتونو مرستیالان، دن جان دلکوتي په افغانستان کې د ILO رئیس، د کونړ د تجارت او صنعت رئیس، عبدالجلیل حریف د کابل اتاق د مدیره پلاوي غړی، د ننګرهار، لغمان او کونړ د سوداګرۍ او پانګونې اتاقونو د مشرتابه غړي، د ختیځ زون د ولایتونو سوداګر او پانګوال، د ملګرو ملتونو د ځینو ادارو استازي او ښځینه سوداګرو ګډون کړی و.
ښاغلي نصیر احمد عرب، د کنفرانس ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او دا ډول کنفرانسونه یې د ولایتونو د پانګونې فرصتونو په پیژندلو او د خصوصي سکتور د ستونزو په حل کې اغېزمن وبلل او د خصوصي سکتور او حکومتي ادارو ترمنځ د یووالي ټینګار یې وکړ.
ښاغلي پوپل، وویل چې دا کنفرانسونه د خصوصي سکتور اړتیاو ته په پام سره د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له لوري جوړېږي او په ټولو لویو زونونو کې به دوام وکړي ترڅو د خصوصي سکتور ستونزې او فرصتونه په یوه ستر کنفرانس کې، چې حکومتي لوړپوړي چارواکي او بهرني مرسته کوونکي به پکې ګډون ولري، وړاندې شي.
د ننګرهار مرستیال والي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له مسوولینو څخه د دې کنفرانس د ترسره کېدو ستاینه وکړه او یاد کنفرانس یې د ولایتونو د پانګونې فرصتونو او ستونزو په معرفي کې یې اغېزناک وباله. هغه، د خصوصي سکتور د ملاتړ لپاره د خپلې هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.
د لغمان والي د دې ولایت د پانګونې فرصتونو په اړه خبرې وکړې او د سوداګرو لپاره یې د لا زیاتو اسانتیاوو ډاډ ورکړ. هغه کرنه، کانونه او مالداري د خصوصي سکتور پانګونو لپاره مناسب یاد کړل.
د نورستان مرستیال والي د دې ولایت د فرصتونو په ځانګړي ډول د ګرځندوی، کانونو او ځنګلونو یادونه وکړه او سوداګرو ته یې د اسانتیاوو د برابرولو ژمنه وکړه.
ښاغلي دن جان دلکوتي، په افغانستان کې د ILO رئیس، د دې ادارې د پروګرامونو او د خصوصي سکتور د فعالیتونو د پراختیا په اړه خبرې وکړې او د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له پروګرامونو یې ملاتړ څرګند کړ.
وروسته د ننګرهار، کونړ او لغمان د سوداګرۍ او پانګونې اتاقونو د مشرتابه غړو خپل نظریات او وړاندیزونه وړاندې کړل.
ښاغلي الکوزي، د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه وړاندې کړل او د سوداګرۍ او پانګونې اتاق یې د خصوصي سکتور ملاتړ کوونکی او د حکومت او خصوصي سکتور غړو ترمنځ د اړیکو پل وباله. هغه، د دې ډول کنفرانسونو رول د هغو ځینو ستونزو او فرصتونو په پېژندلو کې مهم وباله چې تر اوسه حکومت او اتاق ورته متوجه نه وو.
ښاغلي سرفراز، د کنفرانس پایله مثبته وبلله او د ختیځ زون په کچه یې بې ساری کنفرانس یاد کړ. هغه د سوداګرو ستونزو ته د رسېدو او د حکومتي ادارو سره په همغږۍ د اسانتیاوو په برابرولو کې د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د ملاتړ ډاډ ورکړ.
په پای کې ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د ختیځ زون له ولایتونو، حکومتي چارواکو، نړیوالو ادارو او د خصوصي سکتور غړو د ګټور ګډون له امله مننه وکړه او د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له لوري یې دوی ته د ستاینلیکونو په ورکولو ستاینه وکړه.
 
 
 
 
سه شنبه، د سلواغې ۲مه، ۱۴۰۳