د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي دارالانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي او د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک د سفنج تولید فابریکو لرونکو او د هېواد یو شمیر سوداګرو سره په دوه جلا ناستو کې د دوی د شتو ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
د سفنج فابریکو رئیسانو د خپلو تولیداتو او هغه خنډونو چې د هرات ګمرک کې د سفنج د تولید د خامو موادو د ځینو توکو د واردولو په برخه کې رامنځ ته شوي دي چې د یادو فابریکو د کار ودریدو سبب ګرځیدلي دي، خبرې وکړې او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له مشترتابه څخه يې وغوښتل د اړوندو ادارو سره د ګډې همغږۍ په پایله کې د دوی ستونزو ته د حل مناسبې لارې چارې ولټوي.
 
دغه راز يو شمېر سوداګرو د اتاق له مشرتابه پلاوي سره په جلا ناسته کې د الفلاح او پاکستان نشنل بانکونو له لارې د سوداګرو د پيسو د لېږد له ستونزې شکايت وکړ او د اتاق له مشرتابه يې وغوښتل، چې د يادې ستونزې د هواري لپاره ورسره همکاري وکړي.
 
ښاغلي خان محمد سرفراز باز او خان جان الکوزي د سوداګرو ته د ښه راغلاست او د هغوی د ستونزو له اورېدو وروسته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هېواد د ټولو سوداګرو ګډ کور وباله او له اړوندو ادارو سره د ګډې همغږۍ او همکارۍ په پایله کې د سوداګرو ستونزو له منځه وړلو برخه کې يې د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي دارالانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي او د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک د سنری انرژي ګروپ له رئیس او ورسره پلاوي سره د لیدنې په ترڅ کې د برښنا تولید برخه کې د یاد شرکت د پانګه اچونو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي عبدالکریم کبیر په امریکا کې د سنري انرژي ګروپ شرکت انرژۍ او برېښنا د تولید په برخو کې د دې شرکت د فعالیتونو په اړه د اتاق مشرتابه ته معلومات کړل. نوموړي په افغانستان کې د افغانستان د اسلامي امارت له اړوندو مسوولینو سره په کتنه کې په افغانستان کې د پانګه اچونو په اړه خبرې کړي او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له مشرتابه یې وغوښتل چې په دې برخه کې همکاري وکړي.
 
ښاغلي خان محمد سرفراز باز ښاغلي عبدالکریم کبیر او ورسره ملګري ټیم ته له ښه راغلاست وروسته په هېواد کې د پانګونې د شته فرصتونو په ځانګړې توګه د برېښنا په برخه کې د اړتیاوو په اړه خبرې وکړې او په هېواد کې د تجدید وړ انرژۍ شته سرچینو ته یې اشاره وکړه. او له افغان خصوصي سکټور سره د ګډو پروژو په برخه کې یې د اتاق د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه.
 
ښاغلي خانجان الکوزي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د ۹۰ کلنو فعالیتونو او د پانګونې د ښه چاپیریال چې د امنیت په تامین او په دولتي ادارو کې د فساد په له منځه تلو سره رامنځته شوی یادونه وکړه او د سنري انرژي ګروپ شرکت یې و هڅاوه څو د هیواد د اوبو د سرچینو په ګډون د بیلابیلو سرچینو څخه د بریښنا رسولو برخه کې پانګونه وکړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي غړي او د روغتیا کمېټې رئیس ښاغلي احمد ضیاء عظیمي شینوزاده، د خصوصي روغتونونو اتحاديې رئیس ښاغلي ډاکټر فردین غرمان او د یادې اتحاديې د مشرتابه غړیو د کابل ښاروال ښاغلي مولوي عبدالرشید او د کابل ښاروالۍ د عوایدو عمومي رئیس ښاغلي سید عمر دانش سره د لیدنې په ترڅ کې، د هغو ستونزو په اړه خبرې وکړې چې خصوصي روغتونونه ورسره لاس او ګریوان دي.
 
په دې ناسته کې د خصوصي روغتونونو اتحادیې مشرتابه د هغو ستونزو چې دوی ورسره لاس او ګریوان دي لکه: د خصوصي روغتونونو لپاره د پارکینګ، زرغونو سیمو او ښاروالۍ لخوا د صفايې د خدماتو نشتون او په استوګنځایونو کې د رغتونونو نه جوړول یادونه وکړه او د کابل ښاروالۍ سره يي د همکارۍ د تفاهملیک لاسلیکولو ترڅنګ، د شتو ستونزو حل په برخه کې يې، د کابل ښاروالۍ د همکارۍ غوښتنه وکړه.
 
د کابل ښاروال ښاغلي مولوي عبدالرشید د خصوصي روغتونونو اتحاديې د مشرتابه له لوري د ستونزو اوریدو وروسته، ژمنه وکړه چې یادې اتحاديې سره د ګډې همکارۍ په پایله کې به د دوی د ستونزو حل لپاره یو میکانیزم رامنځته او دوی ته د لا ډیرو آسانتیاوو برابرولو برخه کې به کوټلي ګامونه پورته کړي.
 
نوموړي په دی برخه کې د خصوصي روغتونونو او کابل ښاروالۍ ترمنځ د تفاهملیک لاسلیکول تائید کړل.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق د مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي او د اتاق د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک د کاپیسا ولایتي اتاق د مدیره پلاوي سوداګریز مرستیال ښاغلي فیض آقا قادري، مدیره پلاوي صنعتي مرستیال ښاغلي دوست محمد سخي زاده او د یاد اتاق د مدیره پلاوي غړي ښاغلي جان آغا هاشمي سره د لیدنې په ترڅ کې، د دوی د شتو ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
د کاپیسا ولایتي اتاق مشرتابه پلاوي د یاد ولایت خصوصي سکتور مالیاتي ستونزو او سړو خونو جوړولو برخه کې شتو ستونزو ته د اشارې کولو ترڅنګ، د مرکزي اتاق مشرتابه ته بلنه ورکړه چې د یاد ولایت څخه لیدنه وکړي او هم د ستونزو هواري برخه کې اتاق د مشرتابه پلاوي د همکاریو غوښتنه وکړه.
 
ښاغلي مهمند او ښاغلي سخي د کاپیسا ولایتي اتاق مشرتابه پلاوي ته د ښه راغلاست او د دوی د ستونزو او وړاندیزونو اوریدلو وروسته، ژمنه وکړه چې د دوی ستونزې به د مرکزي اتاق مشرتابه سره شریکې او د دوی د موضوعګانو تطبیق برخه کې به خپلې هیڅ ډول مرستې او همکارۍ ونه سپموي.
 
ښاغلي مهمند د کاپیسا ولایتي اتاق د مشرتابه پلاوي بلنې منلو ترڅنګ زیاته کړه چې نوموړی به د مرکزي اتاق مدیره پلاوي نورو غړیو سره یاده بلنه شریکه او د کاپیسا ولایت ته به سفر وکړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د محمد ګردیزي شرکت له مرستیال ښاغلي مطیع الله ګردیزي او د اوسپنو او سیخ ګول اتحاديې له یو شمیر غړیو سره د اتاق په مرکزي دفتر کې د لیدنې په ترڅ کې، د دوی د شتو ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
د اوسپنې او سیخ ګول اتحاديې غړیو وویل "په اوسني وضعیت کې چې د خلکو د پیر توانايي ډیره کمه شوې ده، د اوسپنو او سیخ ګول ګمرکي تعرفو لوړول، په خلکو او د هېواد په بازارونو منفي اغیزې کوي."
دوی د اتاق له مشرتابه څخه وغوښتل چې د اړوندو حکومتي ادارو سره د ګډې همکارۍ او همغږۍ په پایله کې د دوی شتو ستونزو ته د پای ټکی کیږدي.
 
ښاغلي مهمند د اوسپنې او سیخ ګول اتحاديې غړیو له ستونزو اوریدو وروسته، ژمنه وکړه چې د دوی ستونزې به د اړوندو حکومتي ادارو سره شریکې او هڅه به وکړي چې د له منځه وړلو په برخه کې يې خپلې هیڅ ډول مرستې ونه سپموي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د هلمند ولایتي اتاق له رئیس ښاغلي غلام یحی پښتون سره د اتاق په مرکزي دفتر کې د لیدنې په ترڅ کې، د یاد اتاق د ستونزو او طرحو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي پښتون د هلمند ولایت سوداګرۍ پراختیا، په مختلفو برخو کې د خصوصي سکتور د پانګه اچونو په ځانګړې توګه د بست فابریکې، د هلمند ولایتي اتاق ته د ځمکې د پیر او یو شمیر نورو سوداګریزو ستونزو په اړه خبرې وکړې او په دی برخه کې يې د مرکزي اتاق د همکاریو غوښتنه وکړه.
 
ښاغلي مهمند ښاغلي پښتون ته د ښه راغلاست او د نوموړي د ستونزو او طرحو اوریدو وروسته، ژمنه وکړه چې د نوموړي ستونزې او طرحې به د اتاق د مشرتابه پلاوي سره شریکې او د له منځه وړلو برخه کې به يې خپلې هیڅ ډول مرستې او همکارۍ ونه سپموي.

مقالات دیگر...