د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د سوداګرۍ او صنعت له سرپرست وزیر نورالدین عزیزي سره د لیدنې په ترڅ کې، د پاکستان د کراچۍ بندر له لارې د افغان سوداګرو د محصولاتو د ټرانزیټ په برخه کې د شته ستونزو په اړه خبرې وکړې.

ښاغلي مهمند د پاکستان له لوري د هېواد د ټرانزیټي محصولاتو پر وړاندې د خنډونو رامنځته کول د دواړو هېوادونو تر منځ له شته ترانزیتي تړونونو او د ترانزیت له نړیوالو اصولو نه سرغړونه وبلله او د صنعت او سوداګرۍ وزارت له مشرتابه یې وغوښتل دا چې د افغانستان د سوداګرۍ لویه برخه د کراچۍ بندر له لارې ترسره کیږي، نو ښاغلي عزیزي دی د پاکستان حکومت له اړوندو چارواکو سره خبرې وکړي څو لازمې آسانتیاوې رامنځته کړی شي.  
نوموړي د آپتا تړون په بشپړ تطبیق ټینګار وکړ او له دواړو خواوو یې وغوښتل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترانزیت اصول مراعات کړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست له پاکستان سره د ټرانزیټ په برخه کې د شته ستونزو د تایید ترڅنګ، د همکارۍ او مناسبې حل لارې په لټه کې د خپلو هڅو ډاډ ورکړ.

په دې ناسته کې د ترانزیت د بدیلو لارو د موندلو، د سیمې د هېوادونو ترمنځ د لازمو ترانزیتي اسانتیاوو د رامنځته کولو، د نړۍ له هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا اود هېواد په بندرونو کې تخنیکي ستونزو حل په اړه خبرې اترې وشوې.

چهارشنبه، تلې ۱۲مه، ۱۴۰۲

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس په پاکستان کې د نندارتونونو د تنظیم له مسؤل ښاغلي عزیر نظام سره آنلاین ناسته ترسره او د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ یې د درې اړخیزو نندارتونونو د جوړولو په اړه خبرې وکړې.

ښاغلي هوتک په تېرو دوو کلونو کې د نندارتونونو د جوړولو او د بهرنۍ پانګونې د جلبولو په برخه کې د اتاق د لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړل او د درې اړخیزو نندارتونونو د جوړولو لپاره یې د لارې د نقشې په جوړولو ټینګار وکړ.
نوموړي په هېواد کې د دا ډول نندارتونونو د ترسره کېدو لپاره د مناسبو شرايطو د برابرولو په برخه کې د خپلې ژمنې ډاډ ورکړ.

ښاغلي عزیر نظام د درې واړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې له شته فرصتونو څخه د ګټې اخیستنې او د سیمې د هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د ښه والي په اړه خبرې وکړې او په دې برخه کې یې د افغانستان رول مهم وباله.

چهارشنبه، تلې ۱۲مه، ۱۴۰۲

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، په داسې حال کې چې د اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک او د عامل پلاوي د پالیسۍ او تخنیکي مرستیال ښاغلي محمد انور عارفي هم شتون درلود، د اریانا افغان هوايي شرکت له مرستیال، د جلغوزيو صادرونکو او سوداګرو او د کام ایر هوايي شرکت له مسؤلینو سره لیدنه ترسره او د هوايي دهلېز له لارې چین ته د جلغوزیو د لېږد د طریقې، د في کیلو د لېږد نرخ او یو شمېر اړوندو مسایلو په اړه یې خبرې وکړې.

ښاغلي مهمند د هېواد د صادراتي توکو د لېږد رالېږد برخه کې د کورنیو هوايي شرکتونو ارزښتناکه خدمتونه وستایل او سږ کال یې د جلغوزیو د لېږد بهیر پر چټکتیا او همدارنګه د هوايي شرکتونو له خوا په دې برخه کې د لازمو اسانتیاوو پر رامنځته کولو ټینګار وکړ.
 نوموړي د هوايي شرکتونو له استازو وغوښتل چې د هېواد اوسنيو شرايطو او رقابتي بازار ته په پام سره د جلغوزيو د لېږد رالېږد کچه لوړه کړي او د افغاني توکو د لېږد رالېږد په برخه کې خپل فعال رول ولوبوي.

د هوايي شرکتونو استازو ژمنه وکړه چې د افغاني توکو په ځانګړي ډول د جلغوزیو د لېږد په برخه کې به لا ډېرې هڅې وکړي.

سه شنبه، تلې ۱۱مه، ۱۴۰۲

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د ټوکر اتحادیې له رئیس ښاغلي ابو عبیدالله او د دې اتحادیې د یو شمېر غړو سره د لیدنې په ترڅ کې، د پاکستان په کراچۍ بندر کې د دوی د شته ستونزو په اړه خبرې او د نظرونو تبادله وکړه.

ښاغلي ابو عبیدالله د کراچۍ په بندر کې د افغان سوداګرو د سوداګریزو مالونو د ننوتلو د منع کولو په برخه کې د دوی ستونزې، د پاکستان د ګمرک له خوا د هغو سوداګریزو توکو پر وړاندې چې د افغانستان په ګمرکونو کې د بانکي تعرفې څخه معاف دي لس سلنه بانکي تعرفه لوړول او د تضمیني بیمې په بانکي بیمې یادونه وکړه او د یادو ستونزو حل برخه کې يې د اتاق د همکارۍ غوښتنه وکړه.  

ښاغلي مهمند د ټوکر د واردونکو د خبرو او ستونزو له اورېدو وروسته دغه ستونزې د هېواد د سوداګرو اقتصادي زیان وباله او د بدیلو لارو په غوره کولو یې ټینګار وکړ. نوموړي د ټوکر د واردونکو د ستونزو د حل په برخه کې د اتاق د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

چهارشنبه، تلې ۱۲مه، ۱۴۰۲

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک، د عامل پلاوي پالیسۍ او تخنیکي مرستیال ښاغلي محمد انور عارفي او د کابل سوداګرۍ اتاق سوداګریزو چارو مرستیال ښاغلي همایون خواجه زاده د قزاقستان غذايي موادو تولیدي ایروسین شرکت له رئیس ښاغلي کراتبانوف اسخت سره لیدنه ترسره کړه.

په دی ناسته کې د سوداګریزو او پانګه ایزو فرصتونو، ګډو پانګونو او د افغان او قزاق سوداګرو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو ښه والي په اړه خبرې اترې وشوې.

ښاغلي هوتک د ناستې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د قزاقستان لخوا افغان سوداګرو ته د ویزو په ورکړه کې د لازمو آسانتیاوو نشتوالی، د ټرانسپورټي، ټرانزیټي او سوداګریزو هوکړه لیکونو نشتوالی او د قزاقي سوداګرو لخوا د هوکړه لیکونو د مادو نقض د افغان سوداګرو عمده ستونزې وبللې او له ښاغلي ایروسین څخه يې وغوښتل چې د یادې ستونزې د قزاقستان هېواد له اړوندو دولتي ادارو سره شریکې کړي.

ښاغلي اسخت د افغان او قزاق سوداګرو ترمنځ په ګډې پانګونې ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړه چې د افغان سوداګرو ستونزو حل برخه کې به خپلې هیڅ ډول مرستې ونه سپموي.

دوشنبه، تلې ۱۰مه، ۱۴۰۲

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست ښاغلي میرویس هوتک د په کارګمارونکو د نړیوال سازمان له رئیس ښاغلي روبیرتو سوریز سنتوس سره په انلاین توګه لیدنه ترسره او د په کار ګمارونکو نړیوال سازمان کې د سوداګرۍ او پانګونې اتاق غړیتوب او د یاد شوي سازمان د غړیتوب د شرایطو په اړه يې بحث او د نظر تبادله وکړه.

ښاغلي هوتک د اتاق د فعاليتونو او لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل او د په کار ګمارونکو نړیوالې ادارې له مسؤل څخه يې وغوښتل چې په دغه اداره کې د اتاق د غړيتوب په ترلاسه کولو کې هر اړخيزه همکاري وکړي.
نوموړي د په کار ګمارونکو نړیوال سازمان کې د اتاق غړیتوب د اتاق د کار کوونکو د وړتیا لوړونې او د سیمې هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو ودې او ښه والي لپاره اړین وباله.

ښاغلي روبیرتو سوریز سنتوس د په کار ګمارونکو نړیوال سازمان کې د غړیتوب د ترلاسه کولو کړنې او مراحل تشریح کړل او ژمنه یې وکړه چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د غړیتوب په ترلاسه کولو کې به هر اړخیزه همکاري او عملي ګامونه پورته کړي.

سه شنبه، تلې ۱۱مه، ۱۴۰۲

مقالات دیگر...