د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، شمال ختیځ زون ولایتونو ته د خپل کاري سفر پر مهال، چې د اتاق د مشرتابه پلاوي غړي او د افغان پاک ګډ اتاق مرستیال ښاغلي سلطان محمد صافی او د اتاق ارشد سلاکار حاجي اجمل یې ملتیا کوله، د کندز د سوداګرۍ او پانګونې د اتاق له رئیس ښاغلي ګل محمد رجب زاده، د یاد اتاق له مشرتابه او د شمال ختیځ زون له مخکښو سوداګرو او پانګوالو سره ولیدل او د هغوی ستونزې او وړاندیزونه یې واورېدل.
 
ښاغلي رجب زاده، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د اتاق پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او یادونه یې وکړه چې د دې ولایت سوداګر د ځمکو د غیر منظم متر کولو او د معیاري ارزونې له نشتون سره مخامخ دي. هغه له مشرتابه پلاوي وغوښتل چې د اړوندو دولتي ادارو په همکارۍ د ستونزو حل ته پاملرنه وکړي.
ښاغلي مهمند، د کندز د اتاق له مشرتابه مننه وکړه چې د خصوصي سکتور ملاتړ او د ستونزو په حل کې یې هڅې کوي. هغه کندز د یوه سرحدي ولایت او د طبیعي، زراعتي، صنعتي او ترانزیتي منابعو څخه بډایه ولایت وباله. نوموړي په تېرو درېیو کلونو کې د حکومت د امنیت ټینګښت، د فساد له منځه وړلو او د کوکنارو د کښت بندېدل لویې لاسته راوړنې وبللې او وویل چې د حکومت اساسي دنده دا ده چې هغو سوداګرو ته سوداګریزې اسانتیاوې برابرې کړي چې غواړي په هېواد کې پانګونه وکړي. نوموړي د دې ولایت له ټولو سوداګرو وغوښتل چې له موجودو فرصتونو څخه ګټه پورته کړي او خپلې ستونزې او نظریات په لیکلي ډول اتاق ته وسپاري ترڅو د اړوندو دولتي ادارو په همکارۍ د دوی ستونزو ته عملي حل لارې ولټوي.
ښاغلي مهمند، سوداګرو ته په مالیاتو کې د ستونزو د حل په موخه د مالیې وزارت او د حکومت لوړپوړو چارواکو ته د اتاق په همکارۍ وړاندې شویو غوښتنو په اړه معلومات وړاندې کړل. هغه د هېواد په اقتصادي ځان بسیاینې او د عام المنفعه پروژو جوړولو کې د مالیاتو اهمیت یاد کړ او له حکومتي ادارو یې وغوښتل چې د مالیاتو اخیستو برخه کې سوداګرو ته په ګمرکونو کې د واحدې مالیې ورکولو اسانتیاوې برابرې کړي.
د اتاق لومړي مرستیال د هېواد د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د فرصتونو د کارولو په اړه خبرې وکړې او د تولیدي محصولاتو د کیفیت او ظرفیت لوړول یې د وارداتو، د اجناسو د قیمت کمولو او د هېواد د اقتصاد د ودې په برخه کې مهم وبلل. هغه د حکومت له خوا هغو سوداګرو ته چې غواړي په هېواد کې پانګونه وکړي، د ځمکې د وېش په اړه هم ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل او د شمال ختیځ ولایتونو له ټولو سوداګرو یې وغوښتل چې د زراعتي فارمونو په ځانګړي ډول د کبانو د فارمونو د جوړولو لپاره خپل وړاندیزونه په لیکلي ډول اتاق ته وسپاري.
ښاغلي سلطان محمد صافي د کندز د اتاق مشرتابه څخه مننه وکړه چې دا ناسته یې ترتیب کړه او ډاډ یې ورکړ چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق به د شمال ختیځ زون د سوداګرو د ستونزو په حل کې هر اړخیز ملاتړ وکړي.
 
 
 
 
 
یکشنبه، لړم ۲۰مه، ۱۴۰۳
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مشرتابه پلاوي غړی او د افغان - پاک ګډ اتاق مرستیال ښاغلي سلطان محمد صافي، د کندز د سوداګرۍ اتاق رئیس ښاغلي گل احمد رجب زاده، د کندز اتاق د مشرتابه، د اتاق سلاکار حاجي اجمل او د شمال ختیځ زون یو شمېر سوداګرو او پانګوالو په شتون کې د کندز له والي سره ولیدل او د یاد ولایت د سوداګرو ستونزو په اړه یې خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي مهمند، د شمال ختیځ زون ولایتونو ته د خپل سفر موخې په اړه محترم والي ته معلومات وړاندې کړل او د جایدادونو د غیر منظمې اندازې په برخه کې د سوداګرو ستونزې یې وړاندې کړې او له ښاغلي والي څخه یې وغوښتل چې د کندز د سوداګرو ستونزو ته جدي پام وکړي. نوموړي د کندز ولایت د مشرۍ او خصوصي سکتور ترمنځ دوامداره ناستې د سوداګرۍ په پراختیا او په مختلفو برخو کې پانګونې لپاره د سوداګرو هڅول اړین وبلل او ډاډ یې ورکړ چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق به د شمال ختیځ زون ولایتونو سوداګر د کندز په بېلابېلو برخو کې پانګونې ته هڅوي.
د کندز ښاغلي والي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د کندز ولایت د پانګونې پر فرصتونو خبرې وکړې او د سوداګرو ستونزو د حل لپاره په نږدې راتلونکي کې د یوې ناستې د جوړولو خبر ورکړ. نوموړي د کندز سوداګرو ستونزو حل لپاره د مرستې ژمنه وکړه او له مشرتابه پلاوي څخه یې وغوښتل چې سوداګر د یاد ولایت په بېلابېلو برخو کې پانګونې ته وهڅوي.
ښاغلي سلطان محمد صافي، د سوداګرو ستونزو د حل او د سوداګرو هڅولو په برخه کې د کندز د محلي ادارې له کړنو څخه مننه وکړه او د کندز ولایت مشرۍ ته یې ډاډ ورکړ چې سوداګر او پانګوال به د هیواد په ابادۍ کې برخه واخلي.
 
 
 
 
یکشنبه، لړم ۲۰مه، ۱۴۰۳
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د «افغان ولت» شرکت د برېښنايي موټرو او موټرسایکلونو د واردولو او بسته بندۍ د یاد شرکت رئیس ښاغلي عبدالباري بلوچ او یو شمېر سوداګرو او خبریالانو په حضور کې پرانیسته وکړه.
 
د «افغان ولت» اجرائیوي رئیس ښاغلي شیرشاه بلوچ، د برېښنايي موټرو او موټرسایکلونو د وارداتو او په هیواد کې د بسته بندۍ په اړه معلومات وړاندې کړل وویل، چې دا مهال د برېښنايي موټرسایکلونو پرزې له چین څخه واردېږي، او د افغان کارګرو لخوا تړل کېږي او بیا بازار ته وړاندې کېږي. هغه زیاته کړه چې په راتلونکي کې به د برېښنايي موټرو پرزې هم د بسته بندۍ وروسته بازار ته وړاندې شي. دغه موټرسایکلونه په چارج سره حرکت کوي او په یو ځل چارج کولو سره ۷۰ کیلومتره فاصله وهلی شي.
ښاغلي محمد یونس مهمند، د «افغان ولت» رئیس او کارکوونکو ته مبارکي وویله او د برېښنايي موټرو او موټرسایکلونو کارول د اقتصاد او د ښارونو د ککړتیا کمولو لپاره مهم وګڼل. هغه،د یاد شرکت له مسؤولینو وغوښتل چې هڅه وکړي ترڅو له داخلي امکاناتو څخه په استفادې سره د دغو وسایلو پرزې په معیاري ډول په هیواد کې تولید کړي، ترڅو له یوې خوا د دغسې موټرسایکلونو په تولید کې ځان بسیا شو او له بلې خوا خپلو هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شي.
 
 
 
سه شنبه، د لړم ۱۵مه، ۱۴۰۳
 

ښاغلي محمد یونس مهمند، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال، په افغانستان کې د اروپایي اتحاديې له سفيرې اغلې وی رونیکا بوسویک پوهار سره وکتل او د افغانستان او اروپایي هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ د پراختيا په اړه یې خبرې وکړې.
 
ښاغلي مهمند د افغانستان څخه اروپایي هېوادونو ته د سوداګرۍ او صادراتو په پراختیا خبرې وکړې او د زراعتي محصولاتو د پراختیا لپاره د زراعتي قرضو پر ارزښت ټینګار وکړ. هغه، له اغلې وی رونیکا وغوښتل چې د افغان سوداګرو لپاره د ویزې ترلاسه کولو او د صادراتي مارکېټونو موندلو په برخه کې له اروپایي هېوادونو سره په همغږۍ کې سهولتونه برابر کړي. د دې په پایله کې به د افغانستان او اروپایي هېوادونو تر منځ سوداګریزې اړیکې لا پیاوړې شي او د افغانستان صادرات به هم اروپایي بازارونو ته زیات شي.
اغلې وی رونیکا، د زراعتي محصولاتو لپاره د اړوندو ادارو له لوري د ګیاهی د درملو کیفیت د تصديق په اړه ډاډ وغوښت او ژمنه یې وکړه چې د افغانستان د صادراتو په ملاتړ کې به د اروپایي هېوادونو په همغږۍ سره مرسته کوي.
په پای کې، د اتاق لومړي مرستیال ډاډ ورکړ چې د سوداګرۍ اتاق به له اروپایي اتحادیې سفیرې او له اړوندو ادارو سره چې د هېواد بزګرانو ته د ګیاهی درملو د ویش په برخه کې فعاله ونډه لري د ناستو جوړولو همکاری به کوي.
 
 
 
 
شنبه، لړم ۱۹مه، ۱۴۰۳
 
 


ښاغلي محمد یونس مهمند، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړی مرستیال، د ښاغلو: خان جان الکوزي او داوود یوسفزي د اتاق مدیره پلاوي غړي، محمد انورعارفي د عامل پلاوي پالیسی او تخنیکی مرستیال د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال میرزمان پوپل، او حقوقي سلاکار عبدالسلام کوهي په حضور کې، د یو شمیر موټر واردونکو سره ناسته وکړه. په دې ناسته کې د ترانسپورت او هوانوردۍ وزارت له خوا د سوداګریزو او ترانسپورتي اسانتیاوو د برابرولو لپاره د یوې پالیسۍ د جوړېدو په تړاو خبرې اترې وشوې.

ښاغلي مهمند، د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، په تیرو کلونو کې د هېواد د سوداګرۍ او ترانسپورت د معیاري کولو په برخه کې د اتاق هڅې یادې کړې. نوموړي، واردونکو ته د هغه پالیسۍ په اړه معلومات ورکړل چې د ترانسپورت او هوانوردۍ وزارت لخوا د سوداګریزو توکو د لیږد بهیر د چټکتیا او د ترافیکي پیښو د کمولو په موخه به جوړه شي. هغه، له واردونکو وغوښتل چې خپلې لیکلې نظریې او کتنې، د وارداتي موټرو د نیمګړتیاوو او د خلکو او هېواد په اقتصاد کې د ګټورو موټرو په اړه، اتاق ته وسپاري ترڅو په راتلونکو غونډو کې دا نظریې د پالیسۍ په جوړولو کې له مسؤلینو سره شریکې کړي.

ښاغلي الکوزي، په اوسنیو شرایطو کې د دغسې پالیسیو جوړېدل اړین وګڼل او د ښي لاس موټرو د پرزه کولو لپاره وخت ټاکل د ترافیکي پېښو د کمولو، د ترافیکي قوانینو د معیاري کولو او د ترانسپورتي اسانتیاوو د برابرولو لپاره مهم وباله. هغه، له ټولو واردونکو وغوښتل چې خپلې لیکلې نظریې او تحلیلونه اتاق ته وسپاري.

موټر واردونکو، د حکومت له خوا د دې ډول پالیسیو جوړېدل د وارداتي موټرو د معیاري کولو په لور مثبت ګام وباله او خپل نظریات او ستونزې یې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه ته وړاندې کړې.
 
 
 
یکشنبه، د لړم ۱۳مه، ۱۴۰۳

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق، د بانکي سکتور د اسانتیاوو برابرولو او د افغانستان او د سیمې او نړۍ هیوادونو ترمنځ د سوداګریزې راکړې ورکړې د چټکولو په موخه په کابل سرینا هوټل کې یوه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق لومړی مرستیال؛ د ښاغلو: خان جان الکوزی، ضیاالدین اچکزی او محمد داود یوسفزی د اتاق د مشرتابه پلاوي غړي؛ میر زمان پوپل، د اتاق د عامل پلاوي د مالي او اداري معاونیت سرپرست؛ احمد شاه حکیمی، د کابل د سوداګرۍ او پانګونې د اتاق لومړی مرستیال؛ عبدالجبار صافي، د افغانستان د صنایعو د اتحادیې مشر؛ سردار ولي پښتون، د اتاق سلاکار؛ د وچو میوو د اتحادیې رئیس عبدالقاسم امرخیل او یو شمېر افغان سوداګر او پانګوال په شتون کې له ښاغلي فریس هداد زیروس، په افغانستان کې د نړیوال بانک مشر، او ورسره مل پلاوي سره وکتل.
 
ښاغلي مهمند، ښاغلي زیروس او د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د خصوصي سکتور ستونزو د شریکولو په برخه کې د نړیوال بانک له همکارۍ چې د بانکي ستونزو د حل په موخه یې ترسره کړي، مننه وکړه او زیاته یې کړه چې د څو کلونو جګړو په افغانستان کې خصوصي سکتور ته زیان اړولی او د نړیوال بانک ملاتړ د اقتصادي وضعیت د بېرته عادي کولو او د افغانستان د خصوصي سکتور د ودې لپاره مهم دی.
د اتاق لومړي مرستیال، د سرتاسري امنیت، اداري فساد له منځه وړل او د کوکنارو کر د منع کولو هڅې د پانګونې لپاره ښه زمینه وبلله او له نړیوال بانک څخه یې وغوښتل چې د کوکنارو د بدیل کښت، د نیمه ترسره شوو پروژو بیا پیل، د زراعت میکانیزه کول، د لمر د انرژۍ په کارولو سره د سړو خونو جوړولو، د قوش تپې کانال د اوبو وېش او نورو مهمو ملي پروژو ته جدي پاملرنه وکړي.
ښاغلي مهمند، ښاغلي زیروس ته د امام ابو حنیفه (رح) په ملي او نړیوال ستر نندارتون کې د سوداګرو او ښځینه سوداګرو د ګډون په اړه معلومات وړاندې کړل، چې څه موده وړاندې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لخوا د اړوندو ادارو په همکارۍ په کابل ښار کې د اوو ورځو لپاره جوړ شوی و. هغه له زیروس څخه وغوښتل چې د کورنیو تولیداتو د ملاتړ لپاره په ټولو نړیوال بانک غونډو کې د افغانستان له زراعتي محصولاتو څخه استفاده وکړي.
همدارنګه، لومړي مرستیال، په هېواد کې د سوداګرو رول د پرمختګ لپاره مهم وګاڼه او په خوست ولایت کې د سرطاني روغتون د جوړېدو یادونه هم وکړه.
محترم الکوزي، د خصوصي سکتور، په ځانګړې توګه د بانکي سکتور او د افغانانو د کاري فرصتونو د برابرولو په برخه کې د نړیوال بانک رول مهم وباله او ویې ویل چې د نوي دولت په راتګ او د نړیوال بانک او نړیوالو هیوادونو د پالیسۍ بدلون د متوسط او کوچني متشبثینو ۹۵٪ زیان اړولی دی. هغه، له نړیوال بانک څخه وغوښتل چې د کاري فرصتونو د رامنځته کولو، د سوداګرو مېرمنو د ملاتړ، او د افغانستان د هوایي دهلیز د پراختیا لپاره ځانګړې پاملرنه وکړي.
محترم عبدالجبار صافی، د هېواد د تولیدي فابریکو د فعالیتونو په اړه خبرې وکړې او د بریښنا کمښت یې د هېواد د فابریکو له لویو ستونزو څخه وګاڼه. هغه د افغانستان لپاره د نړیوال بانک له رئیس څخه وغوښتل چې په افغانستان کې د لمریزې او اوبو انرژۍ په تولید کې توجه وکړي.
ښاغلي فریس هداد زیروس، د دې ناستې د ترسره کولو له امله د اتاق له مشرتابه پلاوي څخه مننه وکړه، همدا راز د خصوصی سکتور فعالیت یې د دری کلونو په موده ښه و ارزول‌، زیاته یې کړه دغه ناسته د اتاق له رهبری او د افغانستان د خصوصی سره د پیژندگلوی په موخه ترتیب شوی او نورو ناستو کې به کوښښ وکړو چې د خصوصی سکتور ستونزو او د نړیوال بانک په همکاری ژوره توګه پرې خبری اترې وشې.
 
 
 
 
چهارشنبه، لړم ۱۶مه، ۱۴۰۳
 
 

مقالات دیگر...