دغه غونډه د ښاغلي خیرالدین مایل احمدي د اتاق سوداګریز مرستیال، نصیر احمد عرب د اتاق خدماتي مرستیال، خان محمد سرفراز باز د اتاق د دارالانشاء رئیس، شیرین آغا سخي د اتاق مالي چارو رئیس، سید جاوید برهان د اتاق د نړیوالو اړیکو رئیس، خانجان الکوزي د اتاق مدیره پلاوي غړی او د افغان-پاک ګډې اتاق رئیس، سید پرویز سادات هوفیاني د اتاق مدیره پلاوي غړی، ابوحمزه د کونړ والي، احمدشاه حکیمي د کابل اتاق لومړی مرستیال او عبدالجلیل حریف د کابل د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي غړی، میرزمان پوپل دعامل پلاوي د مالي او اداري مرستیال سرپرست، د کونړ د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه پلاوي، د ختیځ زون د سوداګرو او پانګه‌والو په ګډون د کونړ په اتاق کې جوړه شوه.
 
ښاغلي مایل احمدي، د کونړ له سوداګرو، پانګه‌والو او مسوولینو مننه وکړه او یاد ولایت یې د معادنو، پراخو ځنګلونو، د لرګیو صنعت، کرنې، ګرځندوی او د ګاونډي هیواد سره د اوږدې پولې په درلودلو د سوداګرۍ او پانګونې لپاره ډېر مهم وباله. نوموړي، د پانګونې او سوداګرۍ پر وړاندې پرتې ستونزې یادې کړې او د کونړ له والي او محلي حکومت څخه یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د کونړ والي، د اتاق د مشرتابه پلاوي او د خصوصي سکتور غړو د سفر هرکلی وکړ او د محلي حکومت د هغو اقداماتو په اړه یې معلومات ورکړل چې د امنیت او خصوصي سکتور د فعالیتونو د ودې لپاره ترسره شوي دي. نوموړي ډاډ ورکړ چې له خصوصي سکتور سره به هر اړخیزې همکارۍ وکړي او د اړتیا په صورت کې به د مرکزي حکومت له چارواکو سره خبرې وکړي.
ښاغلي خانجان الکوزي، د سوداګرو، پانګه‌والو او صنعت کارانو د اړتیاوو او د هغو زیربناوو په اړه خبرې وکړې چې باید په کونړ کې جوړې شي. هغه د مالیاتو، ټیکټانه او ریالټي په تړاو د یو واحد طرزالعمل او د محلي حکومت د همکارۍ غوښتنه یې وکړه.
په پای کې، ښاغلي سید جاوید برهان د غونډې پایلې بیان کړې او داسې غونډې یې د سوداګرۍ د پراختیا، پانګونې جلب او د سوداګرو د ستونزو د حل لپاره مهمې وبللې.
همدارنګه، د کونړ د سوداګرۍ او پانګونې اتاق نوې بیارغول شوې ودانۍ د اتاق د مشرتابه پلاوي او د کونړ د محلي مقاماتو له خوا په دعائیه سره پرانیستل شوه.
 
 
 
 
چهارشنبه، د سلواغې ۳مه، ۱۴۰۳
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د هېواد ختیځو ولایتونو ته د خپل سفر پر مهال د کونړ له والي سره لیدنه ترسره کړه او د دې ولایت د پانګونې پر فرصتونو او د کونړ ولایت مقام د همکارۍ په اړه یې بحث او خبرې وکړې.
 
په دې لیدنه کې ښاغلو: خیرالدین مایل احمدي د اتاق سوداګریز مرستیال، نصیر احمد عرب د اتاق خدماتي مرستیال، شیرین آغا سخي د اتاق مالي چارو رئیس، سید جاوید برهان د اتاق د نړیوالو اړیکو رئیس، خانجان الکوزي د اتاق مدیره پلاوي غړی او د افغان-پاک ګډې اتاق رئیس، ابوحمزه د کونړ والي او د کونړ د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي او د ختیځ زون د سوداګرو او پانګه‌والو ګډون کړی و.
ښاغلي مایل احمدي، د دې لیدنې موخه د کونړ ولایت په ځانګړي ډول د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو په استخراج او نورو برخو کې د پانګونې فرصتونو باندې خبرې کول یاد کړل. هغه د کونړ له والي څخه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او خصوصي سکتور سره د همکارۍ غوښتنه وکړه.
ښاغلي نصیر احمد عرب، د کونړ د متشبثینو او پانګه‌والو سره د اتاق د مشرتابه پلاوي د غونډې په اړه معلومات ورکړل او د نوي تعمیر د پرانیستې په مراسمو کې د کونړ د والي د ګډون غوښتنه یې وکړه.
ښاغلي خانجان الکوزي، د دې ولایت د کانونو او د لرګیو د صنایعو په برخه کې د پانګونې فرصتونه یاد کړل او د سوداګرو په ستونزو، په ځانګړي ډول د صنعتي لرګیو د انتقال او محصول اخیستلو په اړه خبرې وکړې او د دې ستونزو د حل لپاره یې د کونړ د والي همکاري وغوښته.
محترم ابوحمزه د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي او سوداګرو راتګ ته هرکلی وویل او د پانګونې د ملاتړ او د سوداګرو د ستونزو د حل په برخه کې د کونړ د محلي حکومت د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.
همدارنګه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د کونړ له والي سره تر لیدنې وروسته، په هغه مراسمو کې ګډون وکړ چې په لومړي ځل په دې ولایت کې د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د بولۍ لپاره د سوداګرو او محلي چارواکو په ګډون جوړ شوي وو.
 
 
 
 
 
چهارشنبه، د سلواغې ۳مه، ۱۴۰۳
 
 

ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سوداګریز مرستیال، د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سرپرست اسدالله اسدي، د اتاق د مشرتابه پلاوي غړي محمد ابراهیم غضنفر او محمود یوسفزی، د بلخ د اتاق لوړپوړي مشاورین اجمل قادري او قلندر رحیمي، د نفتي موادو اتحادیې رئیس عبدالمؤمن ضیایي، د اوړو اتحادیې رئیس محمد یاسین وهاب ‌زاده او د بلخ ولایت د خصوصي سکتور د نورو غړو په شتون کې د بلخ له والي او د علماوو د شورا له رئیس سره وکتل او د حکومت د مشرتابه د لارښوونې په رڼا کې یې د دې ولایت لپاره د یوې سترې سهامي شرکت د تاسیس په اړه خبرې وکړې.
 
ښاغلي مایل، د حکومت وروستی اقدام چې د بلخ ولایت د خصوصي سکتور له خوا د سهامي شرکت د تاسیس طرحه ده، وستایله او د دغسې شرکتونو رول یې د اقتصاد په وده، د کار په رامنځته کولو او د وارداتو په کمولو کې خورا مهم وباله. هغه ډاډ ورکړ چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق به په دې برخه کې هر اړخیزه همکاري کوي.
د بلخ والي او د علماوو شورا رئیس، د بېړنیو حالاتو پر مهال د خصوصي سکتور د بشردوستانه مرستو ستاینه وکړه. دوی د سهامي شرکت تاسیس د هیواد د عوایدو د زیاتوالي او د اقتصاد د ودې لپاره خورا مهم وباله او ډاډ یې ورکړ چې دوی به د سوداګرو لپاره د کار فضا په برابرولو کې همکاري کوي. دوی، له ټولو سوداګرو وغوښتل چې له اوسنیو فرصتونو ګټه پورته کړي او د بلخ په بېلابېلو سکتورونو کې ډېرې پانګونې وکړي.
ګډونوالو سوداګرو، د سهامي شرکت د تاسیس په اړه خپل نظریات او وړاندیزونه وړاندې کړل او د بلخ ولایت له لوړپوړو چارواکو څخه یې وغوښتل چې د شته ستونزو په حل او د سوداګرۍ د لا ډېرو اسانتیاوو په برابرولو کې جدي پام وکړي.
 
 
 
 
 
 
سه ‌شنبه، د مرغومي ۲۵مه، ۱۴۰۳
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق، د سوداګرو ستونزو ته د رسېدو، پانګونې جلبولو، فرصتونو او ننګونو په نښه کولو او د خصوصي سکتور او حکومتي ادارو ترمنځ د همغږۍ په موخه، د "ختیځ زون ولایتونو د پانګونې فرصتونه او ننګونې" تر سرلیک لاندې د ننګرهار ولایت جلال آباد ښار کې کنفرانس جوړ کړ.
 
په دې کنفرانس کې ښاغلو: خیرالدین مایل احمدي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سوداګریز مرستیال، نصیر احمد عرب خدماتي مرستیال، خان محمد سرفراز باز د مدیره پلاوي د دارالانشاء رئیس، شیرین آغا سخي د مدیره پلاوي مالي رئیس، سید جاوید برهان د مدیره پلاوي د نړیوالو اړیکو رئیس، خانجان الکوزی د مدیره پلاوي غړی او د افغان - پاک ګډې اتاق رئیس، سید پرویز سادات هوفیاني د مدیره پلاوي غړی، احمدشاه حکیمي د کابل د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړی مرستیال، میر زمان پوپل د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال سرپرست، د لغمان والي، د ننګرهار او نورستان د ولایتونو مرستیالان، دن جان دلکوتي په افغانستان کې د ILO رئیس، د کونړ د تجارت او صنعت رئیس، عبدالجلیل حریف د کابل اتاق د مدیره پلاوي غړی، د ننګرهار، لغمان او کونړ د سوداګرۍ او پانګونې اتاقونو د مشرتابه غړي، د ختیځ زون د ولایتونو سوداګر او پانګوال، د ملګرو ملتونو د ځینو ادارو استازي او ښځینه سوداګرو ګډون کړی و.
ښاغلي نصیر احمد عرب، د کنفرانس ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او دا ډول کنفرانسونه یې د ولایتونو د پانګونې فرصتونو په پیژندلو او د خصوصي سکتور د ستونزو په حل کې اغېزمن وبلل او د خصوصي سکتور او حکومتي ادارو ترمنځ د یووالي ټینګار یې وکړ.
ښاغلي پوپل، وویل چې دا کنفرانسونه د خصوصي سکتور اړتیاو ته په پام سره د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له لوري جوړېږي او په ټولو لویو زونونو کې به دوام وکړي ترڅو د خصوصي سکتور ستونزې او فرصتونه په یوه ستر کنفرانس کې، چې حکومتي لوړپوړي چارواکي او بهرني مرسته کوونکي به پکې ګډون ولري، وړاندې شي.
د ننګرهار مرستیال والي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له مسوولینو څخه د دې کنفرانس د ترسره کېدو ستاینه وکړه او یاد کنفرانس یې د ولایتونو د پانګونې فرصتونو او ستونزو په معرفي کې یې اغېزناک وباله. هغه، د خصوصي سکتور د ملاتړ لپاره د خپلې هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.
د لغمان والي د دې ولایت د پانګونې فرصتونو په اړه خبرې وکړې او د سوداګرو لپاره یې د لا زیاتو اسانتیاوو ډاډ ورکړ. هغه کرنه، کانونه او مالداري د خصوصي سکتور پانګونو لپاره مناسب یاد کړل.
د نورستان مرستیال والي د دې ولایت د فرصتونو په ځانګړي ډول د ګرځندوی، کانونو او ځنګلونو یادونه وکړه او سوداګرو ته یې د اسانتیاوو د برابرولو ژمنه وکړه.
ښاغلي دن جان دلکوتي، په افغانستان کې د ILO رئیس، د دې ادارې د پروګرامونو او د خصوصي سکتور د فعالیتونو د پراختیا په اړه خبرې وکړې او د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له پروګرامونو یې ملاتړ څرګند کړ.
وروسته د ننګرهار، کونړ او لغمان د سوداګرۍ او پانګونې اتاقونو د مشرتابه غړو خپل نظریات او وړاندیزونه وړاندې کړل.
ښاغلي الکوزي، د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه وړاندې کړل او د سوداګرۍ او پانګونې اتاق یې د خصوصي سکتور ملاتړ کوونکی او د حکومت او خصوصي سکتور غړو ترمنځ د اړیکو پل وباله. هغه، د دې ډول کنفرانسونو رول د هغو ځینو ستونزو او فرصتونو په پېژندلو کې مهم وباله چې تر اوسه حکومت او اتاق ورته متوجه نه وو.
ښاغلي سرفراز، د کنفرانس پایله مثبته وبلله او د ختیځ زون په کچه یې بې ساری کنفرانس یاد کړ. هغه د سوداګرو ستونزو ته د رسېدو او د حکومتي ادارو سره په همغږۍ د اسانتیاوو په برابرولو کې د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د ملاتړ ډاډ ورکړ.
په پای کې ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د ختیځ زون له ولایتونو، حکومتي چارواکو، نړیوالو ادارو او د خصوصي سکتور غړو د ګټور ګډون له امله مننه وکړه او د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له لوري یې دوی ته د ستاینلیکونو په ورکولو ستاینه وکړه.
 
 
 
 
سه شنبه، د سلواغې ۲مه، ۱۴۰۳
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سوداګریز مرستیال ښاغلی خیرالدین مایل احمدي او د بشیر نوید ګروپ مشر د بلخ ولایت د حکومتي چارواکو، د بلخ د سوداګرۍ اتاق د مشرتابه پلاوي، په بلخ کې د ترکیې قونسل ښاغلي قاسم کابان، د افغان-ترک ښوونځیو مدیرانو او د یاد ولایت د قومي مشرانو په شتون کې د افغان- ترک له بنسټ سره تعلیمي هوکړه لیک لاسلیک کړ.
 
دغه هوکړه لیک د افغان محصلینو د زده کړو د سطحې د لوړولو او هغوی ته د ماسټرۍ او دوکتورا د ترلاسه کولو لپاره د سیمې په هېوادونو په ځانګړي ډول ترکیې ته د زده کړو زمینه برابرولو په موخه لاسلیک شو.
ښاغلي مایل د افغان-ترک معارف بنسټ د ښوونیزو میتودونو د ملاتړ او د افغان اولادونو د زده کړو د سطحې لوړولو په برخه کې د قدردانۍ ترڅنګ د بشیر نوید ګروپ د فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل. هغه د دې هوکړه لیک اساسي هدف د ګډې همکارۍ پراخول وباله، څو د تعلیم زمینه د حکومت د پوهنې وزارت د سیستم سره سمه برابره شي او افغان محصلین د سیمې هېوادونو ته، په ځانګړې توګه ترکیې ته، د لوړو زده کړو لپاره ولېږل شي.
ښاغلي کابان د دې ډول هوکړه لیکونو لاسلیک د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښوونې او فرهنګي همکاریو د پراختیا لپاره مثبت ګام وباله او د افغان اولادونو د زده کړو او تعلیم په برخه کې د هر اړخیز ملاتړ ډاډ ورکړ.
دغه تعلیمي هوکړه لیک د افغان-ترک معارف د مرکز رئیس دوکتور شاه نظر کویک او د بشیر نوید ګروپ عمومي مدیر انجینیر مصطفی غوثي لاسلیک کړ.
 
 
 
شنبه، د مرغومی ۲۲مه ۱۴۰۳
 
 

ښاغلي محمد یونس مهمند، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال، په یوه رسمي لیدنه کې د دوبۍ د سوداګرۍ اتاق له رئیس ښاغلي محمد الراشد لوطه سره د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو ارزونه وکړه.
 
په دې غونډه کې ښاغلي محمد یعقوب فیصل، د خلیج په حوزه کې د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لوړپوړی مشاور او ملي سوداګر، محترم سالم الشمسي، د نړیوالو اړیکو مرستیال، او عبدالله باقر، د دوبۍ د سوداګرۍ اتاق د اسیایي اړیکو رئیس هم ګډون درلود.
ښاغلي مهمند، د اماراتو د اقتصاد وزارت او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت څخه د دې غونډې د یادې غونډې برابرولو او د دوبۍ د سوداګرۍ اتاق د مېلمه پالنې له امله مننه وکړه. هغه، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د ۹۰ کلونو څخه زیاتې تجربې او د خصوصي سکتور د استازیتوب او نړیوالو سوداګریزو هڅو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل.
د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال، وویل چې په ټول هېواد کې د امنیت ټینګښت، د اداري فساد ختمېدل او د کوکنارو کښت منع کیدل د پانګونې لپاره ښه فرصتونه رامنځته کړي دي. هغه، وړاندیز وکړ چې د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره دې د دوبۍ د سوداګرۍ اتاق یوه څانګه په کابل کې پرانستل شي.
ښاغلي محمد یونس مهمند، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او د دوبۍ د سوداګرۍ اتاق ترمنځ د همکاریو هوکړه لیک اشاره وکړه چې په راتلونکو میاشتو کې به لاسلیک شي. هغه، د دوبۍ د سوداګرۍ اتاق له رئیس څخه افغانستان ته د سفر، افغان سوداګرو لپاره د سوداګریزو ویزو اسانولو او د افغان صادراتي محصولاتو لپاره په دوبۍ کې د بازار موندنې او پداسې نورو موضوعاتو خبرې وکړې.
ښاغلي محمد الراشد لوطه، ښاغلي مهمند ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د یادو موضوعاتو په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه. هغه، په دوبۍ کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق څانګې د پرانیستلو وړاندیز هرکلی وکړ او د نړیوال سوداګریز سازمان (WTC) څخه د لیدنې وړاندیز یې هم وکړ.
 
 
 
 
 
چهارشنبه، د ۱۴۰۳ کال د مرغومي، ٢٦مه
 
 
 
 
 
 
 
 

مقالات دیگر...