د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پانګونې مرستیال، ښاغلي الحاج آرین ذلګي عظیمي، د ۸۰ کسیز سوداګریز پلاوي په مشرۍ، د ازبېکستان د سرخاندریا ولایت د والي په رسمي بلنه، د یاد هېواد پر لور سفر وکړ.
د دغه سفر موخه د افغان سوداګرو او سرخاندریا ولایت د سوداګرو ترمنځ د سوداګریزو ناستو ترسره کول او همدارنګه د یاد ولایت له سیمه اییزو چارواکو سره لیدنې او د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه د نظرونو تبادله بلل شوې ده.سهشنبه، غویي اتمه، ۱۴۰۵