ښاغلی سید کریم هاشمي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس، له ښاغلي محمد ابراهیم رسولی او د خیرخواه مارکېټ د اورلګېدنې له ځینو متضررینو سره وکتل.ښاغلي رسولي خپلې شته ستونزې د اتاق له عمومي رئیس سره شریکې کړې او ترې یې وغوښتل چې د هغو د حل لپاره د اړوندو حکومتي ادارو په همغږۍ ځانګړې پاملرنه وکړي.ښاغلي هاشمي، د هغوی د ستونزو د اورېدو وروسته، ورڅخه یې غوښتنه وکړه چې خپلې ټولې ستونزې په لیکلي ډول اتاق ته وسپاري، تر څو د حل لپاره یې هڅې وشي.دوشنبه، د زمري ۲۰مه، ۱۴۰۴