د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د روغتیا کمېټې رئیس ښاغلي احمد ضیاء عظیمي شینوزاده او د عامې روغتیا سرپرست وزیر ښاغلي وحید مجروح د کابل د خصوصي روغتونونو له مسؤلینو سره د لیدنې په ترڅ کې د ملي روغتیايې جشن د په لاره اچولو په تړاو غونډه کې ګډون او ویناوې وکړې.
د عامې روغتیا سرپرست وزیر وویل چې ددی جشن د په لاره اچولو موخې د هېواد د ډاکټرانو د لاسته راوړنو د ستایلو او د هېواد په روغتیايې خدمتونو او ډاکټرانو باندی د خلکو د باور رامنځته کول دي.
ښاغلي مجروح وویل چې د روغتیا په سکتور باندی د خلکو د باور د زیاتوالي او د روغتیايې کارکوونکو د هڅونې لپاره په ۱۴۰۰ لمریز کال کې لاندې پروګرامونه د رئیس جمهور د تائید وروسته په لاره اچوي.
• د روغتیا تلویزیون رامنځته کول
• روغتیايې کارکوونکو لپاره ځانګړی ورځ ټاکل
• د ابو علي سینا بلخي په نوم مډال ورکول
• د کال بهترین ډاکټر
• د کال بهترین نرس
• د کال بهترین روغتون
ښاغلي شینوزاده وویل "حکومت باید د خلکو د روغتیايې اړتیاوو د پوره کولو لپاره په خصوصي سکتور په ځانګړی توګه د روغتیا په برخه کې د پانګه اچونې لپاره لازمې آسانتیاوې رامنځته کړي."
زېرمتون
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د پاکستان پارلماني پلاوي سره ولیدل
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق د دارالانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د مدیره پلاوي غړیو هر یو خان جان الکوزي او احمد ضیاء عظیمي شینوزاده او د اتاق د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايې د پاکستان پارلماني پلاوي غړیو هر یو ښاغلي شیخ یعقوب، آغلې شاندانه ګلزار، آغلې نفیسه خټک، ښاغلي ګل داد خان، او د پاکستان پارلماني چارو اجرائیوي منشي ښاغلي سلمان بیک سره د اتاق په مرکزي دفتر کې د لیدنې په ترڅ کې په سوداګریزو اړیکو په پراختیا او شتو ننګونو او فرصتونو په اړه خبرې وکړی.

ښاغلي الکوزي د اپټا تړون د تطبیق په ساده کولو او د لازمو آسانیتاوو په رامنځته کولو د ټینګار کولو تر څنګ، وویل"په هره اندازه چې د دواړو هېوادونو دوستانه اړیکې زیاتې شي په هماغه اندازه سوداګریزې او ټرانزیټي ستونزې راکمیږي."
ښاغلي خان محمد سرفراز باز هیله څرګنده کړه، چې د دواړو هېوادونو د استازیو ګډې هڅې به د ستونزو د له منځه تلو او د سوداګرۍ د پراختیا سبب شي.
نوموړي د پاکستان پارلماني پلاوي څخه د افغان سوداګرو سوداګریزو وسایطو په تړاو د دیمریج پولي موضوع د حل غوښتنه وکړه او ټینګار يې وکړ چې پاکستان باید دافغان سوداګرو ستونزو ته په نوموړي هېواد کې د پای ټکې کیږي او لازمې آسانتیاوې ورته رامنځته کړي.
ښاغلي عطايې د ګډو نندارتونونو د په لاره اچول، د سوداګریزو پلاوو تګ راتګ، د سوداګریزو کنفرانسونو دایرول او د افغان – پاک ګډ اتاق ثبات په سوداګریزو اړیکو کې د پراختیا او د اقتصادي لوړتیا لاملونه وبلل او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې په همکارۍ او همغږۍ ټینګار وکړ.
ښاغلي شیخ یعقوب وویل "د سوداګریزو او ټرانزیټي ستونزو پنځوس سلنه حل د اپټا تړون په تطبیق پوری تړلی دی. د پاکستان دولت د ویزو په صادرولو کې لازمې آسانتیاوې رامنځته کړي او هڅه کوي چې افغان سوداګرو ته د بانکي حسابونو جوړولو په برخه کې ګړندي ګامونه پورته کړي.
آغلې شاندانه ګلزار د اپټا تړون په بیا کتنې د ټینګار ترڅنګ، د سوداګریزو او ټرانزیټي ستونزو د له منځه وړلو په برخه کې د پارلماني پلاوي د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس د افغانستان د سوداګرو او پانګه اچوونکو د اتحاديې له خوا د نوموړي د قدر وړ هڅو په پار وستایل شو
د افغانستان د سوداګرو او پانګه اچوونکو اتحاديې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار ته د خصوصي سکتور د لوړتیا، د سوداګرۍ د پراختیا او د پانګه اچوونکو د ملاتړ په برخه کې د نوموړي د قدر وړ هڅې هغه ته د ستایلنلیک په ورکولو سره وستایلې.
د افغانستان د سوداګرو او پانګه اچوونکو اتحاديې غړو ښاغلی توکل احمدیار د خصوصي سکتور ملاتړی وباله او په ځانګړی توګه د سوداګریزو او پانګه ایزو چارو د لا پراختیا په برخه کې يې د نوموړي کوټلي ګامونه د قدر وړ وبلل.
د افغانستان د سوداګرو او پانګه اچوونکو اتحاديې د مشرتابه پلاوي غړیو هر یو ډاکټر هادي فرهنګ او نجیب الله عمبر د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ته په ستاینلیک ورکولو نوموړی ونازاوه.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د هندوستان لپاره د افغان سفیر او سوداګریز پلاوي سره ولیدل
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار، د اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق د دارالانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د مدیره پلاوي غړیو هر یو خان جان الکوزي او احمد ضیاء عظیمي شینوزاده، د اتاق د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايې د هندوستان لپاره د افغانستان سفیر ښاغلي فرید ماموندزي سره د آنلاین غونډې په ترڅ کې په هندوستان کې د سوداګریزو فرصتونو او ننګونو په اړه خبرې اترې وکړی.

ښاغلي مهمند وویل چې افغان سوداګر د هندوستان د ویزې اخستلو او هندوستان ته د صادراتو په برخه کې د یو لړ ستونزو سره مخامخ دي او باید د دواړو حکومتونو د اړونده ادارو سره په همغږۍ ورته د پای ټکې کیښودل شي.
ښاغلي عطايې د واګه په بندر کې د افغان سوداګرو د ستونزو یادولو تر څنګ، هیله څرګنده کړه چې په واګه او چابهار بندرونو کې به د افغان سوداګرو ته د پای ټکې کیښودل شي او لازمې آسانتیاوې به رامنځته کړی شي.
ښاغلي باز ډاډ ورکړ چې اتاق د هېواد د سوداګریزې ټولنې سره یوځای د ګډې همکارۍ په پایله کې په هندوستان کې د افغان سوداګرو ته د پای ټکې کیږدي.
ښاغلي شینوزاده د هندي درملو واردولو په برخه کې د پرتو ستونزو په اړه د خبرو کولو ترڅنګ، د هندوستان حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د درملو واردوونکو او افغان ناروغانو ته په هندوستان کې لازمې آسانتیاوې رامنځته کړی.
ښاغلي ماموندزي وویل چې هندي پانګه اچوونکي په افغانستان کې پانګه اچوونې ته لیوال دي او ډاډ يې ورکړ چې په هندوستان کې به د افغان سوداګرو ستونزو ته د پای ټګي کیښودلو په برخه کې خپلې هیڅ ډول مرستې ونه سپموي. او د اتاق څخه يې د صادراتي توکو د دقیقې شمیرې غوښتنه وکړه تر څو په رڼا کې يې پریکړې وکړي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د روسيې د تاتارستان ایالت د سوداګرو سره ولیدل
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق د دارلانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د مدیره پلاوي غړیو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي او ښاغلي احمد ضیاء عظیمي شینوزاده او د اتاق د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايې د روسيې د تاتارستان ایالت د سوداګرو سره د لیدنې په ترڅ کې د سوداګریزو اړیکو پراختیا او په دواړو هېوادونو کې د شتو پانګه ایزو فرصتونو په اړه خبرې اترې وکړی.

ښاغلي الکوزي وویل چې افغان سوداګر د ویزې ترلاسه کولو او ګمرکي محصولاتو په برخه کې د یو لړ ستونزو او ننګونو سره مخ دي او د تاتارستان د اړونده ادارو سره په همغږۍ باید دی ستونزو ته د پای ټکې کیښودل شي.
ښاغلي عطايې وویل " د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق په بشپړه توګه تیار دی چې د تاتارستان سره قانوني سوداګري د یو تفاهملیک په رڼا کې پیل او د دواړو هېوادونو سوداګریزو اړیکو ته د پراختیا بخښلو تر څنګ؛ یو د بل سره د صادراتو او وارداتو لړۍ ځواکمنه او ډیره کړي.
د ناستې په پای کې، روسي سوداګرو په افغانستان کې د پانګه اچوونې په اړه د خپلې لیوالتیا څرګندولو تر څنګ، ډاډ ورکړ چې تاتارستان به په نږدی راتلونکي کې په افغانستان کې یو سوداګریز مرکز جوړ او افغان سوداګر به وکولی شي د خوښې وړ محصولات د روسيې څخه وارد کړي.
د وچې میوې او رخت سوداګرو خپلې ستونزې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي سره شریکې او د له منځه وړلو په برخه کې يې د همکارۍ غوښتنه وکړه
د وچې میوې او رخت یو شمیر سوداګرو خپلې ستونزې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي له لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند سره شریکې او د له منځه وړلو په برخه کې يې د اتاق د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د رخت واردوونکو د چین د ویزې اخستلو او ټرانسپورټي ستونزې او د وچې میوې صادروونکو د ثبت مرکزي دفتر او فکري مالکیتونو ریاست اړونده ستونزې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند سره شریکې او د له منځه وړلو په برخه کې يې د اتاق د همکارۍ غوښتنه وکړه.
ښاغلي مهمند د رخت او وچې میوې سوداګرو د ستونزو له اوریدو وروسته ژمنه وکړه، چې ددوی ستونزې به په کابل کې د چین سفارت او د اړونده حکومتي ادارو سره شریکې او د له منځه وړلو په برخه کې به يې خپلې هیڅ ډول مرستې ونه سپموي.