د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د افغانستان لپاره د چک جمهوریت د سفیر له مرستیال ښاغلي اشتیپان کونوپاسک سره د لیدنې په ترڅ کې د سوداګریز اړیکو پراختیا او ګډو همکاریو په اړه خبرې اترې وکړی.

ښاغلي مهمند په داسې حال کې چې د چک سفارت له مرستیال څخه يې د بلنې مننه وکړه، د سوداګریزو اړیکو پراختیا، د دواړو هیوادونو ترمنځ د ګډې اتاق رامنځته کولو، او د بریښنایی بسونو د فعالولو په اړه خبرې وکړې او په دی برخه کې يې د چک سفارت د همکارۍ غوښتنه وکړه.

هغه د دواړو هیوادونو د دولتي او خصوصي سکتور په ګډون د ګډ سوداګریز کنفرانس د جوړیدو یادونه وکړه ، چې سږکال به د چک په جمهوریت کې جوړېږي د چک له مرستیال سفیر څخه یې وغوښتل چې د دغه کنفرانس په تر سره کولو کې لازمه همکاري وکړه.

په کابل کې د چک جمهوریت مرستیال سفیر ښاغلي اشتیپان کونوپاسک د افغانستان سره د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکود پراختیا، د ګډ اتاق رامنځته کولو، ګډو پانګه اچوونو او سوداګریزو کنفرانسونو د په لاره اچولو په برخه کې د افغانستان لپاره د چک جمهوریت د سفارت د هرډول همکاریو ژمنه وکړه.

د کابل د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي رئیس ښاغلي سید جمیل سادات تر ریاست لاندی د نوموړي اتاق د اجرائیه کمېټې اوومه ناسته ترسره شوه.

په دی ناسته کې ښاغلو مرستیالانو، او د نوموړي اتاق د ماليې او دارلانشاء رئیسانو ګډون کړی وو، او د نوموړي اتاق د پراختیا، د سوداګرو ستونزو ته د پای ټکي کیښودلو، د نوموړي اتاق د کاري پروسو د لاښه والي، د خصوصي سکتور د لاښه والي په موخه اغیزناکو برنامو د په لاره اچولو او د کابل ولایتي اتاق د مالي او اداري مدیر ګمارلو په اړه يې خبرې اترې وکړې.  

ښاغلي غلام سخي محمدي د کابل ولایتي اتاق د اجرائیه کمېټې د اکثریت رایو په ګټلو سره د نوموړي اتاق د مالي او اداري مدیر په توګه وګمارل شو.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق د عامل پلاوي اداري او مالي مرستیال ښاغلي میرویس هوتک، د اتاق د نړیوالو اړیکو مسؤل، د کندهار اتاق مشرتابه او د تازه میوو سوداګرو د هندوستان لپاره د افغانستان سفیر ښاغلي فرید ماموندزي سره د آنلاین لیدنې په ترڅ کې د هندوستان سره په سوداګریز بهیر او ټرانزيټ کې د لازمو آسانتیاوو رامنځته کولو په اړه خبرې وکړی.
 
ښاغلي مهمند د هندوستان لپاره د افغانستان سفیر د هڅو ستایلو ترڅنګ، وویل " اوس هم د ترانزیت او سوداګرۍ ننګونې، د سوداګریزو توکو د ارزونې لپاره د سکینرونو نشتوالی، د مالي خدماتو نشتوالی او د افغان سوداګرو او هندي سوداګرو ترمینځ د شخړو په هوارولو خدمتونو نه شتون هغه ستونزې دي چې افغان سوداګر ورسره لاس او ګریوان دي او دی ستونزو ته د پای ټکي کیښودلو په برخه کې باید کوټلي ګامونه پورته کړی شي."
 
ښاغلي میرویس هوتک وویل چې افغان سوداګر اوس هم د ویزو په ترلاسه کولو کې د یو لړ ستونزو سره مخ دي او هیله يې څرګنده کړه چې په هندوستان کې افغان سفارت به یادې ستونزې ته د حل لارې ولټوي.
د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه هم د واګا او چابهار په بندرونو کې د دوی ستونزو په اړه خبرې وکړې او د پولي خدمتونو او سکنرونو نشتوالی یې خورا جدي ستونزې وګڼلې او د دې ستونزې د حل غوښتنه یې وکړه.
 
ښاغلي ماموندزي د یادو ستونزو د له منځه وړلو په برخه کې د ژمنې کولو ترڅنګ، زیاته کړه "موږ هڅه کوو چې یو خصوصي بانک په هندوستان کې د یوې څانګې پرانستلو ته وهڅوو، ترڅو د پولي خدماتو ستونزه حل شي او بله دا چې د سکنرونو په برخه کې مو د واګه بندر له یو شمیر مسؤلو ادارو سره خبرې کړي دي او په نږدي راتلونکی کې به دا ستونزه هم حل شي."
 
د غونډې په پای کې، افغان سفیر د سوداګرۍ او پانګونې له اتاق څخه وغوښتل چې د هغو سوداګرو نوملړ چې د هندوستان سره سوداګریزې راکړی ورکړی کوي، د هندوستان لپاره د افغان سفارت سره شریکې کړي.

د لومړي ځل لپاره، د یوه چینایي پانګه وال لخوا په کابل کې د چینايي محصولاتو نندارتون په لاره واچول شو. په دې نندارتون کې یو شمیر چینایي او د چیني او افغاني ګډو شرکتونو خپل محصولات نندارې ته وړاندې کړل.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند ددی نندارتون د پرانستې په مراسمو کې په افغانستان کې د چینايې سوداګرو د پانګه اچوونې لپاره لیوالتیا ته د اشارې کولو ترڅنګ، زیاته کړه چې د چین دولت له خوا افغان سوداګرو ته د ویزو صادرونه یوه ستره ستونزه ده او د چین دولت څخه يې په دی برخه کې د لازمو آسانتیاوو د رامنځته کولو غوښتنه وکړه.

ددی نندارتون د په لاره اچوونکي ښاغلي یومینګ هوی د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هڅونو په پایله کې یو شمیر چینايې پانګه وال افغانستان ته د پانګه اچوونې لپاره راوستي دي.

چینايي سوداګرو او پانګوالو چې په دې نندارتون کې يې برخه اخیستې وه وویل چې که چیرې د پانګه اچونې لازمې آسانتیاوې ورته برابرې کړی شي، دوی د صنعت په ځانګړی توګه، د تعمیراتو رنګونو،  بریښنا کیبلونو او پلاسټیک په برخه کې پانګه اچونه وکړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي حاجي محمد یونس مهمند، د اتاق د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايې، د اتاق د دارلانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د مدیره پلاوي غړیو هر یو ضیاءالدین اچکزي او احمد ضیاء عظیمي شینوزاده، د اتاق عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک او د کابل ولایتي اتاق د مدیره پلاوي غړیو د افغانستان لپاره د ترکيې له سفیر ښاغلي اوزهان آرطغرل سره د لیدنې په ترڅ کې د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو په غښتلتیا او ګډو همکاریو په اړه خبرې اترې وکړی.
 
ښاغلي مهمند د ترکيې سفیر ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ، زیاته کړه " دواړه هیوادونه د شاه امان الله خان د واکمنۍ دمخه هم د دوستۍ ، ورورولۍ او همکارۍ اړیکې درلودې او دا ځل دوی د افغانستان لپاره د سولې د پروسې هرکلی کوي او غواړي چې افغانانو ته د سولې راوستو کې مرسته وکړي."
 
نوموړي د ترکیې سفیر ته هغه ننګونې تشریح کړې چې د ترکیې سره د سوداګرۍ په برخه کې يې افغان سوداګر لري چې د ښې سوداګرۍ په وړاندی خنډ ګرځي او په دی برخه کې یې د دوی د همکارۍ غوښتنه وکړه.
ښاغلي عطايې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستانه اړیکو په اړه د خبرو ترڅنګ وویل چې داسې زمینه باید برابره کړی شي چې افغان متشبثین وکولی شي په اسانۍ سره د خپلو ترکي ورونو سره سوداګري وکړي. هغه د ویزې ستونزو حلولو سربیره، د ترکیې او افغانستان د بیلابیلو اقتصادي سکتورونو څخه سوداګریزو کنفرانسونو، ګډو نندارتونونو د په لاره اچولو او ګډو همکاریو غوښتنه وکړه او د دواړو هیوادونو ترمنځ يې د سوداګرۍ ګډ اتاق رامینځته کولو باندې ټینګار وکړ.
 
ښاغلي خان محمد سرفراز باز د افغانانو او ترکانو تر منځ د اوږدمهاله سوداګریزو لیوالتیاوو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې د افغانستان بازارونه د ترکي محصولاتو لپاره مناسب دي. نوموړي په خپلو خبرو کې وویل چې ترکیه کولی شي چې خپل محصولات په افغانستان کې د نورو هېوادونو د محصولاتو ځای ناستي کړي ځکه چې افغانستان یو مصرفي هېواد دی.
 
ښاغلي اوزهان آرطغرل وویل چې په بیلابیلو برخو کې ځینې ستونزې شتون لري لکه د ویزې صادرولو ستونزه چې یوه تخنیکي ستونزه ده او موږ هڅه کوو چې دا ستونزې د ترکیې د موجوده قوانینو او طرزالعملونو سره سم حل کړو.
 
نوموړي د افغان سولې پروسې څخه د ملاتړ او د سوداګرو ستونزو ته د حل لارو پیداکولو په برخه کې وویل"آنلاین او د مخامخ لیدنې کانفرانسونه به ډیر ژر په لاره واچول شي ترڅو افغان پانګه وال او سوداګر وکولی شي د دوی د سوداګریزو ستونزو په اړه بحث وکړي."
 
ښاغلي طغرل د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د ویزې ترلاسه کولو لپاره د خصوصي سکتور غړو معرفي کولو لپاره معتبره سرچینه وبلله او وی ویل چې د اتاق د نړیوالو اړیکو شعبې سره په یوه ګډ میکانیزم باندی کار کوي، ترڅو سوداګر وکولی شي په آسانې ویزې ترلاسه او ویزې يې بیا رد نه شي.
 
د ترکیې سفیر ښاغلي طغرل یادونه وکړه چې د افغانستان او ترکیې د حکومتونو ترمینځ د اقتصادي همکاریو لپاره یو ګډ کمیسیون به ژر تر ژره رامینځته شي ترڅو د اقتصادي همکاریو د پراخولو او شته ستونزو د حل لپاره کار وکړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرت رئیس ښاغلي شفیق الله عطايې د زراعتي پراختیا صندوق (ADF) له رئیس ښاغلي ایمل ارمان سره د لیدنې په ترڅ کې په افغانستان کې د زراعت د پراختیا او لا ښه والي په اړه خبرې اترې وکړی.
 
ښاغلي عطايې وویل چې دافغانستان ۷۰ سلنه وګړي بزګران دي او د خپلو کورنیو لپاره نقه هم د همدی لارې ترلاسه کوي.
 
ښاغلي عطايې زیاته کړه "د افغانستان د سوداګرۍ د پراختیا په برخه کې د زراعتي پراختیا صندوق (ADF) اړین رول لوبوي او متشبثینو ته د مالي منابعو برابرولو او د (ADF) ورته نورو پروژو په تطبیق او تحقق کې اتاق د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه کوي."
 
ښاغلي ارمان د زراعتي پراختیا د رامنځته کیدا په موخه د (ADF) سل میلونه ځانګړو شوو ډالرو په اړه خبرې وکړی او د اتاق څخه يې د خپلو پروژو د تطبیق په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
 
ښاغلي عطايې د (ADF) او اتاق ترمنځ د یو تفاهملیک لاسلیک اړین وباله ترڅو پر اساس يې د اتاق غړو او هغو متشبثانو ته چې د اتاق له خوا ورمعرفي کیږي، په لږې فیصدۍ تکتانې په نظر کې نیول سره پور ورکړی شي.
 
د ناستې په پای کې په دی پریکړه وشوه، چې د هېواد د اقتصادي پراختیا او لوړتیا په موخه به د زراعتي پراختیا صندوق اداره (ADF) او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق ګډ کار کولو ته دوام ورکوي دي.

مقالات دیگر...